میلمه له ځان سره اور راوړ

کوربه ورته لمن ونیوه

چې ګوندې تود به مې کا

لمنې اور واخیست

 کوربه کړیکې کړلې

ګاونډي یې لاس ونیاوه

پورته یې کړ

 بیایې ګوزارکړ بیرته

****

لیوه په منډو راغی

 په رمه ګډشو په بیړه

 رمه وترهیده

 وځغلیده

شور او زوږ یې وکړ

 شپون ډانګ په لاس ورمنډه کړله

 لیوه یوه میږه له مرۍ ونیوه

 بیا یې راکاږله

 یویې وړله

 رمې شپون ته کتل

 او

شپون لیوه ته

 رمې وویل

 دخدای لپاره

 ته لا ورته ګورې برندې

شپون وویل

 ګرانو

هغه د زورورو دچم

د لالاګانو دغره

یوتوریالی دی

  دومره قلنګ خو یې پرمونږ

 لا دنیکونو پور و

*****

کیږدۍ اور واخیست

 ماشوم پکې وسوځیده

 مورچغې کړلې

 سړي په منګي کې اوبه راوړلې

خاورې یې ور وشیندلې

 سپین سرې انا

 خدای خدای وویل

 ګاونډي  له اوره خپل سګریټ کړ بل.

 

۱۳۸۹ \دسلواغې ۷مه کابل