د دې کيسې خلاصه داسې ده چې ابرهه الصباح الحبشي چې پۀ يمن کې د نجاشي نماينده ؤ ، وليدل چې عرب کعبې شريفې ته د حج لۀ پاره ځي ، نو دۀ پۀ صنعاء کې يوه لويه  کليسا جوړه کړه او غوښتل يې عرب هم د کعبې پۀ ځای د دې کليسا حج وکړي ، د ابرهه دا خبره د بني کنانه يوۀ سړي واورېده ، نو د شپې پۀ تيارۀ کې کليسا ته ننوت او قبله يې  په مردارۍ ورته ولړله . ابرهه چې لۀ دې پېښې خبر شو ، ډېر پۀ غوسه شو ، شپېتۀ زره پياوړی لښکر يې د مکې پۀ لور روان کړ ترڅو کعبه شريفه ونړوي ، ورسره (٩) فيلانې او (١٣) فيلان  هم ؤ، پۀ خپله پۀ يوۀ لوی فيل سپور ؤ وخوځېدل ، تر څو مغمس نومې منطقې ته ورسېدل ، هلته يې لښکرې برابرې کړې ، فيلان يې اماده کړل او مکې ته د ننوتو پۀ تکل کې شول ، خو کله چې د مزدلفې او منا مينځ  کې د محسر سيمې ته ورسېدل ، فيل يې چو شو ، او د مکې پۀ طرف يې قدم نۀ اوچتاوه ، او بل طرف ته به يې چې روان کړ يو ځل به پۀ منډو شو، خو چې د کعبې پۀ طرف به يې مخ شو پۀ ځای به څملاست ، دوی پۀ همدې حالت کې ؤ چې الله  تعالی (ج) يو سيل مرغان ورباندې وګومارل ، او هغوی يې پۀ پخو شوو ګټو وويشتل ، او پۀ دې سره الله تعالی (ج) هغوی لکه  ځپل شوي او خوړل شوي بوس داسې وګرځول ، دې مرغانو لۀ ابابيل او قمري سره ورته والی درلود ، اوږدې مښوکې ، نری وزر او پېرړې لکۍ يې درلودې ، لۀ هر مرغۀ سره د نخود د دانې پۀ اندازه درې درې ګټې وې چې يوه به يې پۀ مښوکه او دوه نورې به يې پۀ منګولو کې نيولې وې ، پۀ هر چا به چې دا ګاټی (وړه تيږه) ولګېده اندامونه به يې پرې شول او مړ به شو ، ټول پۀ دې  ګاټو ونۀ کګېدل خوهغوی  لۀ ډېرې وېرې پۀ هره خوا منډې وهلې ، يو بل به يې لۀ پښو لانې کاوه، چې کتل به يې هرې خو اته او پۀ هره چينه به د دوی مړي پراتۀ ؤ ، او ابرهه پۀ خپله پۀ داسې يو مرض ګرفتار شو چې د ګوتو سرونه يې ولوېدل ، او ترڅو چې صنعاء ته رسېدۀ  نو يو بې بڼکو چرګوړی ورنه جوړ شوی ؤ او هلته  يې سينه دوه پړکې شوه  او زړۀ يې ترېنه راووت او مردار شو.

قريش  ددې لښکرو لۀ وېرې خوړونو،غارونو او د غرو سرونو ته تللي ؤ ، او کله چې الله تعالی (ج) هغه لښکر دړې وړې کړ نو دوی بيرته ډاډه خپلو کورونو ته راوګرځېدل .

دا پېښه د زياتره تاريخ پوهانو پۀ نظر د رسول اکرم (ص) تر مبارک ميلاد پنځۀ پنځوس (٥٥) ورځې مخکې د محرم پۀ مياشت کې واقع شوې وه ، چې دا نېټه د (٥٧١م)کال د فبروري د مياشتې د وروستيو او د مارچ د مياشتې لۀ لومړيو سره سمون خوري.

دا پېښه پۀ حقيقت کې يوه مقدماتي او تمديدي نښه وه چې الله  (ج) د خپل رسول (ص) او خپل کور (بيت الحرام) لپاره ښکاره کړه ، ځکه وينو چې پۀ داسې حال کې چې د بيت المقدس اوسېدونکي مسلمانان دي خو مشرکين او د الله تعالی (ج) دښمنان ورباندې مسلط کيږي  لکه پۀ (٥٨٧م) کال کې د بخت نصر حمله او (٧٠م) کال کې د روميانو  سيطره خو کعبه شريفه  سره لۀ دې چې اوسېدونکي يې مشرکان ؤ نصرانيان چې هغه وخت  مسلمانان ؤ تسلط نۀ شي ورباندې موندلی .

.ددې پېښې خبر د وخت پۀ ټوله متمدنه نړۍ کې خپور شو ، ځکه هغه وخت حبشې لۀ روميانو سره نژدې اړيکې درلودې ، فارسيانو خو د دوی هرڅۀ تر نظر لاندې لرل او پۀ کمين کې ورته ناست ؤ ، او دا يې کتل چې روميان او ملګري يې څۀ کوي او لۀ څۀ سره مخامخ کيږي ، او همدا وجه وه چې پۀ دې پېښه پسې فارسيان سملاسي يمن ته راغلل .

هغه وخت د متمدنې نړۍ مشري لۀ روميانو او فارسيانو سره وه . دې واقعې دنيا حيرانه کړه ، د هر چا توجه يې  د بيت الله شريف مقام او درجې ته راواړوله ، او دا يې  ورته وښودله چې يوازې همدا خونه ده چې الله تعالی (ج) ورته قدر او شرف ورکړی دی ، او يوازې همدا د تقديس وړ ده . نو کۀ د دې مقدس ځای کوم اوسيدونکی پۀ نبوت مشرف کيږي نو دا د همدې پېښې غوښتنه او مقتضی ده او پۀ دې سيمه کې د رسول (ص) ظهور  پۀ حقيقت کې د الله تعالی (ج) هغه حکمت پۀ ګوته کوي چې پۀ دې پېښه کې يې د همغه د حکمت  پۀ اساس مشرکين  پۀ نصرانيانو باندې پۀ داسې طريقه  برلاسي کړي ؤ چې د اسبابو لۀ دايرې نه لوړه او اوچته وه .