زړګی مې ټول زخمي زخمي افغانـســــــــتان غوندې شو
ټول لۀ زخــــــــــمونو څخه ډک دی کابل جان غوندې شـو
دا ســـــــــــــــتا غـــمـــونو مې پۀ زړۀ کې کرښه جوړه کړله
زړۀ مې پۀ منځ بانــدې شو بېل پښتونستان غوندې شو
چې مې پخــپل کـــــور کې ګـــــــــــرځيږي غمازان يارانو
قســـــــم په خدای ماته دا خپل کور نن زندان غوندې شو
چې وايي ځانته مـســـــــــــــــلمان او بـاايـمــان مــلـــــګرو
هــغـه ســـړی راته نن ښــــــــــــکاري بـې ايمان غوندې شو
چې هـــجــرت وکــړو او خـلـکـــو ته ګـــــــــــــدا ښکاريږي
پۀ حقيقت کې هغه خوار افـغـان ســــــــــلـطان غوندې شو
د فــــــــاطمي ذهن ته بيا بيا دا پــوښـــــــــــــتــنـه راځـــــي
مـشــــــــــــران مـو ولـې پــاکـه خــدايه ظالمان غوندې شو
08.12.2009
- سيدجمال الدين فاطمي
د دې کيسې خلاصه داسې ده چې ابرهه الصباح الحبشي چې پۀ يمن کې د نجاشي نماينده ؤ ، وليدل چې عرب کعبې شريفې ته د حج لۀ پاره ځي ، نو دۀ پۀ صنعاء کې يوه لويه کليسا جوړه کړه او غوښتل يې عرب هم د کعبې پۀ ځای د دې کليسا حج وکړي ، د ابرهه دا خبره د بني کنانه يوۀ سړي واورېده ، نو د شپې پۀ تيارۀ کې کليسا ته ننوت او قبله يې په مردارۍ ورته ولړله . ابرهه چې لۀ دې پېښې خبر شو ، ډېر پۀ غوسه شو ، شپېتۀ زره پياوړی لښکر يې د مکې پۀ لو...
08.12.2009
- سيدجمال الدين فاطمي
مونږ چې کله د ياهو مسينجر لۀ لارې چا سره په پښتو چټنګ کوو نو په عمومي ډول د پښتو تورو له ستونزې سره مخ کېږو په دې معنی چې کله پښتو توري ليکو نو د پښتو تورو پرځای سواليه راځي او پښتو حروف لکه څ،ډ،ټ،ڼ،ړ او داسې نور نۀ ليکل کيږي ددې ستونزو د هوارولو لپاره بايد تاسو د ياهو مسينجر لۀ نوي ورژن څخه کار واخلئ !
اوس دا پوښتنه راولاړيږي چې :
نوی ورژن مسينجر لۀ کومه کړو؟...