14.12.2009
- عبدالقديم وياړ
وياړ
روژه ده
زمونږ ددفتر
ترټولو ورانې جينې هم
دحجاب ټيکری جوړکړی
خندا مې زمونږ پريوه مياشت مسلمانۍ راغله
د رحمان هغه وينا راياده شوله
هغه ښه ويلې:
د مکي په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته
ولې خر به حاجي نشي په طواف
د1388لمرېزکال د وږي 26مه
وزيرمحمد اکبرخان مينه- کابل
...
14.12.2009
- عبدالقديم وياړ
وياړ
ريښتيا وايه
کله دې په ځان مينه راغلې؟
کله دې هينداره کې داسې کتلي دي
لکه زه چې دې ګورمه په وږي نظر
هره ورځ
ريښتيا وايه:
کله دې په ځان مينه راغلې ده؟
که ځواب دې هو وي
نو ما ملامتوې ولې؟
که ځواب دې نه وي
نو دومره بې احساسه يې ولې؟
د 1388لمريزکال دلړم دولسمه
کابل وزير محمد اکبرخان مينه
...