وياړ

ريښتيا وايه

کله دې په ځان مينه راغلې؟

کله دې هينداره کې داسې کتلي دي

لکه زه چې دې ګورمه په وږي نظر

هره ورځ

ريښتيا وايه:

کله دې په ځان مينه راغلې ده؟

که ځواب دې هو وي

نو ما ملامتوې ولې؟

که ځواب دې نه وي

نو دومره بې احساسه يې ولې؟

د 1388لمريزکال دلړم دولسمه

کابل وزير محمد اکبرخان مينه