وياړ

نن ورځ چې ولاړه شي بيا نه راګرځي

ددې ورځې په ارزښت پوه شه

دسبا په تمه ډيره مه اوسه

زمونږژوند همدانن دی

له سبا نه خداي خبر

داځکه درته وايم چې

نن ورځ له پرون اوسبانه ښه ده

زه او ته سره يوځاي يو

يو بل ته مخامخ يو

خو

يوبل ته دزړه حال ويلاي نه شو

يوه ورځ به داسې راشي

چې يوازې به

زما کتاب

ستا په لاس کې وي

مابه دريا دوي

ژړابه درولي

ته به زما دکتاب پاڼوکې

زماتت انځورلټوې

بيا به دومره ساده درته نه بريښمه

بيابه ته زما د موندلو هڅه وکړې

خو يو څوشيبې وروسته به

ځان درته ليونۍ ښکاري

ځکه چې

زما اوستا ترمنځ واټن به

ډير لرې وي

ستاټولې هڅې

تلوسې

اوژړاګاني به هيڅ ګته ونه کړي

ځکه چې هغه ورځ به زه يو پردې سړی يم

اوته يوه پردۍ

يوازې ستا نوم به وې له وختونو

زما ذهن ته راپاتې يادګار

اوزما نوم

به وي يوازې ستا ذهن کې

نوته ووايه چې

نن ورځ

تر هغې

څومره ښه ده

سه شنبه د1387کال دسلواغې 15مه

وزيرمحمد اکبرخان مينه-لمرټلويزون