14.12.2009
- عبدالقديم وياړ
وياړ
له مرګه نه ويريږم
شهادت مې خوښ دی
که مې اجل ستا له سترګو وي
بيا خو نورعلی نور
ويره مې داده
چې زما پرمزاربه څوک توغ ودروي
که دا کاروشو
نو سره او شنه دسمالونه به پرې څوک تړي
توخوښارۍ يې
زمونږکلی
ډير لرې دی
د1388لمريزکال دغوايي 18مه
کابل...
14.12.2009
- عبدالقديم وياړ
وياړ
نن ورځ چې ولاړه شي بيا نه راګرځي
ددې ورځې په ارزښت پوه شه
دسبا په تمه ډيره مه اوسه
زمونږژوند همدانن دی
له سبا نه خداي خبر
داځکه درته وايم چې
نن ورځ له پرون اوسبانه ښه ده
زه او ته سره يوځاي يو
يو بل ته مخامخ يو
خو
يوبل ته دزړه حال ويلاي نه شو
يوه ورځ به داسې راشي
چې يوازې به
زما کتاب
ستا په لاس کې وي
مابه دريا دوي...