وياړ

يوه چينه له بره

دځلانده شګو له چمه

دکاڼو او کمرو دخاموشۍ له دنيا

اوبه يې بهانده مستې اوخوشاله

ګامونه يې سرګردانه

ځان رسول غواړي

دشنه ځنګله

دشنو ونو

شنه سيوري لاندې

دمه کيدو ته

دځنګله زړه يخيدوته

د دنګو ونو

دشنی ځوانۍ

قدموته

دمرغانو دسندريزکلي

ټپوته

لا يې ځان ته پام شوی نه وي

لاپه خپل ځان خبرې نه وي

لا ترمنزله رسيدلې نه وي

لايې دځان په اړه څه ويلي نه وي

لايې دقدرت دشهکاروپه اړه

پوښتلي نه وي

لايې ددنيا خواږه څکلي نه وي

لا دشنه ځنګله

شنه سيوري ته

يو څوشيبې درې دلې نه وي

وچې شې په لارکې

د وچوو بيدياوو

دخاره ځمکو

زوزانو او اغزو پښوته

هوکې:

ژوند

دهمداسې

يو نامراده مزل نوم دی

چهارشنبه د1388کال دغبرګولي دمياشتې 28مه

کابل