14.12.2009
- عبدالقديم وياړ
وياړ
يوه چينه له بره
دځلانده شګو له چمه
دکاڼو او کمرو دخاموشۍ له دنيا
اوبه يې بهانده مستې اوخوشاله
ګامونه يې سرګردانه
ځان رسول غواړي
دشنه ځنګله
دشنو ونو
شنه سيوري لاندې
دمه کيدو ته
دځنګله زړه يخيدوته
د دنګو ونو
دشنی ځوانۍ
قدموته
دمرغانو دسندريزکلي
ټپوته
لا يې ځان ته پام شوی نه وي
لاپه خپل ځان خبرې نه وي...
14.12.2009
- عبدالقديم وياړ
وياړ
ژوند لکه يوکتاب دی
هره پاڼه يې
يوځانګړی رنګ لري
هررنګ يې يوه ځانګړې موضوع لري
هره موضوع يې يوځانګړی خوند لري
که دې کومه پاڼه نه وي خوښه
خپلې ګوتې غښتلې کړه
کوښښ وکړه چې هغه واړوې
دهغې يوې پاڼې لپاره
ټول کتاب اور ته مه اچوه
د1388لمريزکال د وږي 23مه
وزيرمحمداکبرخان مينه - کابل...