د پښتون انجینیر لخوا خپرې شوې لیکنې
د یو لوی پل چپه کیدل د باد پوسیله (جالب)
اسلام علیکم، پدې ویډیو کې تاسو وینئ چې یو ښه برابر او ډیزاین شوی پل د باد د قوې پوسیله د زیات کشمکش وروسته چپه کیږي. داسې فکر کیږي چې دا پل د باد د قوې په وړاندې ندی ډیزاین شوی، بلکه یوازې د زلزلې او ژوندي بار لکه ټرافیک (موټر) او مړه بار (خپل وزن) لپاره ډیزاین شوی وي.
د پروژې د مدیریت د اصطلاحاتو لیست او تشریح
سلام علیکم، د پروژې د مدیریت د هغه معلوماتو تر څنګ چې دلته ېې ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو، اړینه بولو چې دغه معلومات چې د پروژې د قرار داد، بیډینګ، آفر او نورو موضوعاتو اړوند انګریزي اصطلاحات پکې دي، ستاسو سره شریک کړو- ترڅو د دغو اصطلاحاتو په اړه ښه پوه او د زیاتې سرګردانۍ او یا له باتجربه مشرانو څخه پوښتلو ته اړ نه شئ. ځکه چې نن زیاتره پروژې په انګریزي ژبه قرارداد او آفرونه هم په انګریزي برابریږي. د دغه معلوماتو د ښکته کولو
د سټاټکس او ډینامیکس کتاب (انجینري)
سلام علیکم ورحمت الله، درنو انجینر صاحبانو او د انجینرۍ درنو محصلینو، نن چې د انټرنیټ له برکته زموږ ډیری ځوانان پدې توانیدلي دي چې د بیلابیلو لارو د ځان لپاره بې شمیره کتابونه را پیدا او خپله تنده پرې ماته کړي یا خپل مخې ته پروت مشکل پرې حل کړي. خو کله کله داسې ډیر پیښیږي چې زیات شمیر کتابونه مو له انټرنیټ څخه ښکته کړي وي او یو هم د لوستو وړ نه وي. په همدې موخه پښتو انجینري تل زیار باسي تر څو پدې برخه کې ستاسو سره پوره مرسته وکړي. هغه کتابونه ستاسو سره دلته شریک کړي چې تر یوې
د ساختمان تحلیل کتاب - R.C. Hibbeler
سلام علیکم، ګرانو انجینر صاحبانو، نن به ستاسو سره د انجینرۍ تر ټولو مهم کتاب چې د نړۍ د پیژندل شوي مؤلف لخوا لیکل شوی ستاسو سره شریک کړو. دغه کتاب د زرو (۱۰۰۰) څخه زیات مثالونه پکې حل شویدي ستاسو لپاره د سترکچر د تحلیل او پوهیدنې په برخه کې ډیر ګټور پرېوزي. ما نشو کولی دغه کتاب خپلو هیوادوالو ته له بلې لارې ډالۍ کړم، همدا یوه لار ده چې ستاسو قدرمنو سره ېې شریک کړم. دغه کتاب (د تمرینونو حل) د نورو هیوادوالو په تیره بیا د انجینرۍ د محصلینو سره ه
د ساختماني پروژې مدیریت ۴ برخه
د دې موضوع مخیکنۍ لیکنه دلته ولولئ د کمپنۍ څخه بهر ګمارل: د ښو خلکو ګمارل د یو مدیر لپاره یو لوی چلنج دی، زیاتره وخت دغه پروسه د یو ساده سوانحو څخه پیل چې کیدای شي نوماندانو ټولې ریښتیا دروغ خپلې وړتیاوې ېې پکې را غونډې کړې وي، او د خپلو کمیو یاودونه خو بیخي نه او یا هم ډیره کمه پکې وي. له بلې خوا تاسو یو یا
د سـاختـمـانـي پـروژې مدیـریـت ۳ برخه
ددې موضوع اړوند مخیکنۍ لیکنه درلته ولولئ د کاري ټیم جوړول: ډیر فکتورونه دي چې د یوې پروژې په بریالیتوب کې ګټور پریوزي، خو کچیرې د دوی له ډلې څخه یو تر ټولو مهم ېې په ګوته کړو هغه به خلک وي. ښه خلک (کارګران) تل د کارونو د کولو ل
د ټاورونو ډیزاین (د انجینرانو لپاره)
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة درنو او ښاغلو انجینر صاحبانو او د انجینرۍ د پوهنځۍ درنو محصلینو، د تیر په څیر نن یو بل ډیر مهم او ګټور کتاب (عملي راپور او مثالونه) ستاسو سره شریکو، پدې کتاب کې د پولادي ټاورونو ډیزاین او مثالونه شته چې زما په نظر یوه ځغلنده کتنه ېې د هر انجینر لپاره ګټوره او د نوي فارغانو لپاره ډیره ضروري ده. که غواړئ دغه وړوکی ګټور کتاب یا راپور خپل کمپیوټر ته ښکته کړئ، دلته کلیک کړئ.
د ساختماني پروژې مدیریت ۲ برخه
ددې موضوع اړوند مخیکنۍ لیکنه دلته ولولئ د پروژې پلانګزاري: ددې لپاره چې د پروژې د مدیریت په اړه یو عمومي نظر راته پیدا شي، ښه به وي چې د پروژې پلانګزاري په غور سره له نظره تیره کړو. وروسته به د ټولو هغو وړتیاو او فعالیتونو په اړه چې د بریالۍ پروژې د پلان کولو لپاره اړین دي په ترتیب سره رڼا واچوو. د پروژې مدیر او یا د ساختماني چارو مسؤل تل د ډیزاین، ترتیب او تنظی
په سړه هوا کې د کانکریټو اچولو په اړه څو مهم ټکي
په سړه هوا کې د کانکریټو اچولو په اړه څو مهم ټکيپه سړه هوا کې چې کانکریټو ته کوم زیانونه رسیږي کیدای شي د کانکریټ جوړونکې فابریکې لخوا ېې د کانکریټ جوړولو پروخت مخه ونیول شي. لاندې ځنې مهم ټکي دي چې باید په پام کې یې ونیسئ: تودې اوبه وکاروئ ـــ کانکریټ جوړونکي زیاتره وخت په ساړه موسم کې د کانکریټ جوړولو لپاره ډیرې تودې اوبه کاروي، چې د کانکریټو تودوخه د ۶۵ فارنهایټ (۱۸ سانتي ګراد) په ترې لاس راشي، دا تودوخه زیاتره وخ
د ساختماني پروژې مدیریت ۱ برخه
د پروژې مدیریت ته یوه کتنه: کچیرې یو ویوکی وکولی شي د پروژې د مدیریت تعریف وکړي، هغه د «مسؤلیت» ویوکی دی. د پروژې مدیر د هغه څه مسؤل دی چې د پروژې په ترڅ کې پیښیږي، دا پدې مانا نده چې په پروژه کې هرکار باید مدیر وکولی شي او یا وکړي؛ دا پدې مانا هم نده چې د پروژې مدیر د هر څه عام او تام مسؤلیت لري، مګر د هغه کسانو چې د پروژې په کاري ټیم او هغه مواردو (خنډونو) چې د پروژې د بشپړتیا لپاره موجود او وړاندې وینه ېې شوې وي مسؤل ګڼل کیږي. کچیرې تاسو ته دغه خبره د یو مناسب مسؤلیت په
د پروژې مدیریت – پروسې او معیارونه
د پروژې مدیریت – پروسې او معیارونه پدې لیکنه کې به د یوې پروژې د مدیریت، پروسو او معیارونو په اړه لږ رڼا واچوو. ۱- د پروژې د مدیریت پروسې په ټوله کې د پروژې مدیریت د پنځه لویو پروسو څخه جوړ شویدی: د پروسو په لار اچول، چې اعلامیه، د قوانینو (اصولو) تدوین، او نور ټول ګامونه چې د پروژې د پیلیدو لپاره اړین وي، پکې رانغښتي دي. د پروسو پلانګزاري کول، چې د موخو ټاک
د اوبو بریښنا وزارت ولې داسې کوي؟؟
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاةد افغانستان مرکزي اداره تل د پښتنو په حقونو سترګې پټوي، او هر وخت یې د جنوبي ولایتونو انکشافي بودیجې په شمال، مرکز او یا د هیواد په نورو برخو کې پدې بانه انتقال کړیدي چې په جنوب کې امینت نشته. ښه بیلګه ېې د قندهار پوهنتون انکشافي او پراختیايي بودیجه ده چې په تخار کې ېې نوی پوهنتون پرې جوړ کړ. بي بي سي راپور.
په جاپان کې د شوو زلزلو شمیر او شدت (ډیره په زړه پورې ویډیو)
سلام علیکم ورحمت الله وبرکاة درنو هیوادوالو، د پاک خدای ج فضل دی چې زموږ هیواد او په ټوله کې منځنی ختیځ د زلزلې څخه په امان کې دی (د زلزلې په ساحه کې ندی پروت). کنه، ددې طبعي ناورین سره ډغرې وهل د منځني ختیځ او بیا زموږ د بې وسه او بې لاس او پښو ولس لپاره ډیره ګرانه تمامیده چې د دا ډول ناخوالو لپاره سم او پر وخت تدابیر ونیسي. او چې څومره به زموږ د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او رغاونې خنډ ګرځیدلی و، هغه بیله خبره ده (یعنې اوس چې یو تعمیر په جاپان کې ودانیږي، د دوبۍ په پرتله شل ځل
د پروژې د مدیر لسګوني وړیتاوې:
د پروژې د مدیر لسګوني وړیتاوې: حلیم وردګ لاندې د یو مدیر لس غوره وړتیاوې د هغوی د زیات کاریدو له مخې یو پر بل پسې برابرې شوي او غواړو دلته ېې لنډه تشریح ستاسو سره شریکه کړو. پدې هیله چې ستاسو د ورځني مدیریت په پیاوړتیا کې څه ناڅه ګټور تمام شي. ۱- د ګډ لیدلوري الهام ورکول: یو ښه پروژوي مدیر کله کله داسې پیژندل کیږي چې هغه د خپلې موخې لپاره یو خیالي حل او حل لاره ترسیم،
بیسواده هم انجینر کیدای شي
د باد پکې په مخکې خپل پرتوګ/پتلون وتړئ او له پایڅو نه ېې خپلې کوټې یخې کړئ.
کچیرې کارګر انجینر شي!!
کارګرانو د بلدوزر د لاندې ځانته سیوری جوړ کړیدی
د سټاتیک د سوالونو حل
درنو هیوادوالو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة د پښتو انجینرۍ بلاګ په مرسته به انشاالله ستاسو هیوادوالو لپاره د انجینرۍ د یو مهم مضمون د سوالونو بشپړ حل په څو برخو کې برابر کړم. ستاسو درنو هیوادوالو څخه په ځانګړې توګه هغه څوک چې پدې برخه کې بوخت دي او یا کار کوي، هیله کوم چې زما د کار په اړه څومره چې زر کولای شئ زموږ سره اړیکه ونیسئ تر څو زما د کار په پاتې برخو کې ستاسو نیوکې او وړاندیزونو ته په کتو سره هغه ستاسو په خوښه برابر کړی شم. ډیره مننه د سټاټیک
ولې په چین کې 13 پوړیزه ودانۍ چپه شوه
ولې په چین کې 13 پوړیزه ودانۍ چپه شوه ۱- ددې ودانۍ په تهکوی کې د یو ګراج د جوړولو کار روان و ۲- کیندل شوي مواد د ودانۍ شمال لوري ته څیرمه د لسو مترو په لوړوالي سره اچول شوي و ۳- ودانۍ د شمال او جنوب له لوري د دوه نامساوي فشارونو تر اغیز لاندې راغله (یو لوري ته د لوړې اچول شوې خاروې پوسیله
د کانکریټي دیوالونو ډیزاین (پښتو ژبه)
درنو او قدرمنو هیوادوالو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة پدې هیله چې د خپل مسلکي ژوند سره خوښ او د ورځنۍ مطالعې لپاره مو وخت، د زده کړې مناسب مواد او لیوالتیا موجوده وي. د ځنو محصلینو او نوو فارغانو د غوښتنې سره سم مو دادی نن د استنادي دیوالونو د ډیزاین په اړه یو بشپړ راپور، د عملي مثالونو څخه ډک چې زموږ یو هڅانده ورور نصیر احمد صدیقي په خپل زیار برابر کړیدی ستاسو سره شریکوو. هیله ده ددې راپور کتنه ستاسو په علمي پانګه زیاتونه وکړي. د دغه راپور د ښکته کولو لپاره