سلام علیکم،
د پروژې د مدیریت د هغه معلوماتو تر څنګ چې دلته ېې ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو، اړینه بولو چې دغه معلومات چې د پروژې د قرار داد، بیډینګ، آفر او نورو موضوعاتو اړوند انګریزي اصطلاحات پکې دي، ستاسو سره شریک کړو- ترڅو د دغو اصطلاحاتو په اړه ښه پوه او د زیاتې سرګردانۍ او یا له باتجربه مشرانو څخه پوښتلو ته اړ نه شئ. ځکه چې نن زیاتره پروژې په انګریزي ژبه قرارداد او آفرونه هم په انګریزي برابریږي.
د دغه معلوماتو د ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ.
---- پښتو انجینري ستاسو هر ډول معلوماتي توکي د یوې کتنې وروسته د وړتیا په صورت کې خپروي
12.01.2012
- پښتون انجینیر
سلام علیکم ورحمت الله،
درنو انجینر صاحبانو او د انجینرۍ درنو محصلینو، نن چې د انټرنیټ له برکته زموږ ډیری ځوانان پدې توانیدلي دي چې د بیلابیلو لارو د ځان لپاره بې شمیره کتابونه را پیدا او خپله تنده پرې ماته کړي یا خپل مخې ته پروت مشکل پرې حل کړي. خو کله کله داسې ډیر پیښیږي چې زیات شمیر کتابونه مو له انټرنیټ څخه ښکته کړي وي او یو هم د لوستو وړ نه وي.
په همدې موخه پښتو انجینري تل زیار باسي تر څو پدې برخه کې ستاسو سره پوره مرسته وکړي. هغه کتابونه ستاسو سره دلته شریک کړي چې تر یوې...
13.01.2012
- پښتون انجینیر
اسلام علیکم،
پدې ویډیو کې تاسو وینئ چې یو ښه برابر او ډیزاین شوی پل د باد د قوې پوسیله د زیات کشمکش وروسته چپه کیږي. داسې فکر کیږي چې دا پل د باد د قوې په وړاندې ندی ډیزاین شوی، بلکه یوازې د زلزلې او ژوندي بار لکه ټرافیک (موټر) او مړه بار (خپل وزن) لپاره ډیزاین شوی وي....