پښتون انجینیر

Profile Photo

له کینې، بغض او تعصب پرته ژوند مې د ښو اخلاقو بنسټ بللۍ دۍ، له همدې امله زما د دوستانو دایره نه یوازې په خپل هیواد کې د ننه بلکه دباندې هم غزیدلې ده.

بلې! د ژبې خدمت مې ددې په خاطر دۍ چې د ډیرۍ ناتوانه وروڼو ته چې د پردی ژبې په زده کولو کې ستونزې لري، او خپل استعداد او لیاقت یې خاورې کیږي، علم د دوی په مورنۍ ژبه ور ورسوم، او له خدای ج څخه پرې د اجر غوښتونکی یم.

د یو موټي او ودان افغانستان په هیله

پښتون انجینر

د انـجیـنری کتابـتـونه (Downloads)


د پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو لپاره لکچر نوټونه

ګرانو هیوادوالو سلام علیکم ځنو هیوداوالو چې په شخصي پوهنتونو کې تدریس کوي او یا محصلین دي د یو لړ درسي موادو او همدا رنګه د لکچر نوټونو د برابرولو، آزموینې او پروژې جوړونې په اړه معلومات غوښتي ول. له نیکه مرغه زموږ یو ملګري د امریکا د یو وتلي پوهنتون (ایم-آی-ټي) د ځنو پوهنځیو اړوند دغه پورته یاد مواد موندلي دي. تاسو کولی شئ د یاد پوهنتون ویبپاڼې ته لدې ځایه ځان ور ورسوئ.

14.10.2013 پښتون انجینیر

د فولادي پل ډیزاین او په ساحه کې پلي کول - عملي مثال

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاة قدرمنو انجینر صاحبانو، هیله ده چې روغ جوړ به یاستئ. زما د یو ډیر مؤفق او وړ استاد یوه خبره راته یاد شوه چې ویل ېې: هر څوک باید هره ورځ د اوه ساعته کار ترڅنګ لږ تر لږه یو ساعت مسلکي مطالعه هم ولري. ده زیاته کړه، کچیرې څوک دا کار نه کوي هغه د سبا لپاره خپله څوکۍ بل ته پریښوده (یعنې نوی نسل پرې پیاوړی کیږي او دغه بې مطالعې کس نور له کاره لویږي). زه د هر ځوان څخه همدا هیله لرم چې د خپل مسلکي ژوند د بریا او خوندور ساتلو لپاره او ددې لپاره چې

27.11.2012 پښتون انجینیر

د رغنیزو چارو لارښود کتاب - انجینري

سلام علیکم ورحمت الله و برکاة ګرانو انجینر صاحبانو او د انجینرۍ قدرمنو محصلینو او استادانو، د کتابونو د شریکولو د د پیل شوې لړۍ سره سم دادی نن د رغنیزو چارو د تکنالوژۍ په نوم کتاب چې د انجینري ودانیو د رغاونې لپاره د عمل یا پرکتیک په برخه کې ډیر ګټور پریوزي ستاسو سره شریکوو. کتاب لدې ځایه تر لاسه کولی شئ    په کتاب کې د زیاتو نورو معلوماتي توکو تر څنګ دا لاندې معلوما

03.07.2012 پښتون انجینیر

د سترکچر د تحلیل د سوالونو بشپړ حل (کتاب)

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة ډیرو وروڼو دا غوښتنه کړې وه چې د سترکچر د تحلیل په اړه ورته کتاب پیدا کړو. دادی نن دلته موږ د خپلو هڅانده ځوانانو د زده کړي د تندې د خړوبولو لپاره یو بل کتاب «د سترکچر د تحلیل د سوالونو بشپړ حل یا Structural Analysis Manual » چې د دې څانګې د تکړه او وتلي لیکوال (مؤلف) آر-سي-هیبلر لخوا برابر شویدی ستاسو سره شریکوو. هیله ده تنده مو پرې ماته، او د نورو لوالتیا مو په زړه کې را وغوړیږي.   په پوره درنښت

10.05.2012 پښتون انجینیر

د کانکریټ په اړه ساده معلومات - د محصلینو لپاره

پدې کتاب کې د کانکريټو ځنې هغه مهم او نا څرګند معلومات چې زیاتره کتابونه ېې پخپل ځان کې د معلوماتو د زیاتوالي له کبله نه لري  او هغه ېې د محصل خپل ځاني مکلفیت ګڼلی دی - ځای پرځای شويدي. پدې سره ستاسو ځنې پوښتنې لکه: د کانکریټ جوړونکې اجزأ، د کانکریټو ځانګړتیاوې (خصوصیات)، د کانکریټو ټسټونه، د کانکریټ میکس جوړول (اندازه)، د ساحې برابرول کانکریټو اچولو لپاره، د کانکریټ انتقال، د کانکریټ ټپک یا تخته کول، د کانکریټ ځان نویل - جوش کول، په کانکریټو کې درزونه یا جاینټونه، سړه او توده هو

04.05.2012 پښتون انجینیر

د پروژې د مدیریت بشپړ کتاب - د انجینرانو لپاره

اسلام علیکم، نن مو ستاسو درنو هیوادوالو لپاره یو بل په زړه پورې او ګټور کتاب غوره کړیدی، هیله ده ستاسو د مسلکي ژوند د خوښۍ او ستاسو د بریاو ښه مګری شي. د کتاب نوم دی درغنیزو چارو د پروژې مدیریت (Project Management for Construction)، خو په کې ډیر نور څه لکه قرارداد، برآورد (اټکل)، د کمپنۍ داخلي او بهرنۍ مدیریت او داسې نور اړین موضوعات را نغښتي دي.

08.02.2012 پښتون انجینیر

د شیر وال ShearWall د وارده قواو اسانه محاسبه

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاة درنو انجینر صاحبانو، نن مو  د شیر وال د قواو د محاسبې یو لنډ راپور درته خوښ کړیدی، هیله ده په لوستلو ېې ستاسو د مطالعې تنده څه ناڅه ماته شي. دغه راپور چې د شیر وال د موقعیت، اغیز، او پر هغه د وارده قواو محاسبه پکې شامله ده، ټول ټال دری مخه دی؛ هیله ده خوښ مو شي. د راپور د ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ.    

30.01.2012 پښتون انجینیر

د پروژې د مدیریت د اصطلاحاتو لیست او تشریح

سلام علیکم، د پروژې د مدیریت د هغه معلوماتو تر څنګ چې دلته ېې ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو، اړینه بولو چې دغه معلومات چې د پروژې د قرار داد، بیډینګ، آفر او نورو موضوعاتو اړوند انګریزي اصطلاحات پکې دي، ستاسو سره شریک کړو- ترڅو د دغو اصطلاحاتو په اړه ښه پوه او د زیاتې سرګردانۍ او یا له باتجربه مشرانو څخه پوښتلو ته اړ نه شئ. ځکه چې نن زیاتره پروژې په انګریزي ژبه قرارداد او آفرونه هم په انګریزي برابریږي. د دغه معلوماتو د ښکته کولو

13.01.2012 پښتون انجینیر

د سټاټکس او ډینامیکس کتاب (انجینري)

سلام علیکم ورحمت الله، درنو انجینر صاحبانو او د انجینرۍ درنو محصلینو، نن چې د انټرنیټ له برکته زموږ ډیری ځوانان پدې توانیدلي دي چې د بیلابیلو لارو د ځان لپاره بې شمیره کتابونه را پیدا او خپله تنده پرې ماته کړي یا خپل مخې ته پروت مشکل پرې حل کړي. خو کله کله داسې ډیر پیښیږي چې زیات شمیر کتابونه مو له انټرنیټ څخه ښکته کړي وي او یو هم د لوستو وړ نه وي. په همدې موخه پښتو انجینري تل زیار باسي تر څو پدې برخه کې ستاسو سره پوره مرسته وکړي. هغه کتابونه ستاسو سره دلته شریک کړي چې تر یوې

12.01.2012 پښتون انجینیر

د ساختمان تحلیل کتاب - R.C. Hibbeler

سلام علیکم، ګرانو انجینر صاحبانو، نن به ستاسو سره د انجینرۍ تر ټولو مهم کتاب  چې د نړۍ د پیژندل شوي مؤلف لخوا لیکل شوی ستاسو سره شریک کړو. دغه کتاب  د زرو (۱۰۰۰) څخه زیات مثالونه پکې حل شویدي ستاسو لپاره د سترکچر د تحلیل او پوهیدنې په برخه کې ډیر ګټور پرېوزي. ما نشو کولی دغه کتاب خپلو هیوادوالو ته له بلې لارې ډالۍ کړم، همدا یوه لار  ده چې ستاسو قدرمنو سره ېې شریک کړم. دغه کتاب (د تمرینونو حل) د نورو هیوادوالو په تیره بیا د انجینرۍ د محصلینو سره ه

04.01.2012 پښتون انجینیر

د لوړو زده کړو لپاره د پروپوزل یا څیړنیز پلان لارښود

اسلام علیکم  زموږ ډیر هیوادوال نن ورځ د بهرینو سر چینو څخه د تحصیلي برسونو د تر لاسه کولو چانسونه تر لاسه کوي، خو ډیری ېې بیا د خپلو لوړو زده کړو د پرمخ بیلو لپاره کوم پروپوزل او یا څړنیز-پلان نشي برابرولای. دلته مو ستاسو لپاره په دغه برخه کې ډیرې ګټورې نکتې او بشپړ لارښود پر لیکه کړیدی، چې کولای شئ همدلته یې ولولئ، یا هم خپل کمپوټر ته ښکته کړئ. که غواړئ، دغ

18.11.2011 پښتون انجینیر

د امنیتي دروازو ډیزاین او بشپړ راپور

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة، خوښ یو چې نن بیا ستاسو لپاره یو ډیر مهم ولې کم پیدا معلومات چې په ډیری کتابونو، لیکنو، او آن په انټرنیټ کې نه پیداکیدونکې موضوع په اړه ستاسو لپاره یو مکمل او بشپړ کتاب ( له پیله تر پایه راپور) شریکوو. هغه انجینران چې لا تر اوسه د ډیزاین په برخه کې کاري تجربه نلري، او یا د راپور لیکلو سره څه ستونزه لري، هم کولای شي ددې راپور په لوستو سره خپله وړتیا لوړه او راتلونکي کې ښه ډیزاینر له ځانه جوړ کړي. دغه راپور د امنیتي دروازې (مانع) ډیزاین دی چې نن ورځ

16.11.2011 پښتون انجینیر

د کانالونو ډیزاین (پښتو ژبه) د انجینرانو لپاره

اسلام علیکم ور حمت الله وبرکاة، درنو لوستونکو، د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې سترګې وغړوو، ډیرې لوېې وړې پروژې داسې تر سترګو کیږي چې په هغوی کې د ویالو، لښتیو، کانالونو او یا هم د سیل بٌر جوړول او یا رغول ضرور شامل وي. له بلې خوا زموږ زیاتره نوي فارغ شوي انجینران د خپل مسلک په ټولو برخو کې نشي کولای په یو وار خپله تجربه او وړتیا لوړه کړي

16.11.2011 پښتون انجینیر

مثال: د یوې 20 منزله ودانۍ ډیزاین

السلام علیکم ښاغلو لوستونکو، نن به دلته د انجینرۍ په برخه یو مهم او ګټور کتاب چې د ډیزاین لمړني او اړین معلومات پکې را ټول شویدي او د نوو فارغ شوي محصلینو او هم د انجینرانو لپاره ډیر ګټور پریوزي درسره شریک کړو. که غواړئ دغه کتاب ښکته کړئ، (چې ټول ټال 45 مخه دی) دلته کلیک کړئ. دغه کتاب لاندې مشخصات لري:

13.11.2011 پښتون انجینیر

Fourier Transforms کتاب

اسلام علکیم ورحمت الله وبرکاة ښاغلو او آغلو، دلته د فوریر سلسلې چې د لوړو ریاصیاتو په برخه کې ډیرې مهمې او د کارونې ډیر ځایونه لري، دې خپل دغه اهمیت له کبله ېې موږ په نږدې ټولو ساینسي برخو، څیړنو، تحقیقاتو او هم د عمل په ساحه کې کارو. د فوریر سلسلې د برق انجینرۍ سربیره په ساختماني انجینرۍ کې او همدا راز د ساینس د ریاضیاتو په څانګه کې د کارولو وړ دي. د فوریر ترانسفارم کتاب چې کیدای شي زموږ درانه استادان یا محصلین ورته لاس رسی ونلري، دلته ستاسو سره شریکوو، هیله ده ستاسو د خوښې و

09.11.2011 پښتون انجینیر

د پولادي ودانیو عملي ډیزاین د انجینرانو لپاره ګټور کتاب

اسلام علکیم ورحمت الله وبرکاة درنو هیوادوالو او ښاغلو انجینر صاحبانو، نن ورځ د افغانستان په بیا رغاونه کې د پولادي ودانیو او سترکچرونو اهمیت ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی، خو له بده مرغه چې د دې څانګې لپاره پوره مسلکي کدرونه او باتجربه انجینران لا په هیواد کې نلرو. نن مو دلته ستاسو مینوالو لپاره دادی یو کتابګوټی چې د پولادي ودانیو ډیزاین پکې ګام په ګام د بشپړې تشریح سره په خپله لمن کې لري ستاسو شریکو. د کتاب د ښکته کولو لپاره دلته

07.11.2011 پښتون انجینیر

د انجینرانو لپاره یو علمي کتاب

سلام علیکم ورحمت الله درنو لوستونکو، ستاسو د ملتیا او ملګرۍ څخه نړۍ مننه موږ د خپلو هیوادوالو لپاره د بیلابیلو علمي سویو په پام کې نیولو سره بیلابیل کتابونه په پام کې نیولي او د مینوالو سره ېې شریکو. موږ تر ډیره بریده هڅه کوو چې نوموړي کتابونه پښتو ته وژباړو، خو د بوختیاو له کبله په ټولو کارونو باندې نشو لاس بري کیدای، لدې امله هغه علمي کتابونه چې د لوړې علمي سوېې پورې تړاو لري په انګلیسي ژبه د مینوالو سره شریکو. دلته هم یو علمي کتاب چې د امریکا د متحده ایالاتو

07.11.2011 پښتون انجینیر

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more