اسلام علیکم و رحمت الله و برکاة

قدرمنو انجینر صاحبانو، هیله ده چې روغ جوړ به یاستئ.

زما د یو ډیر مؤفق او وړ استاد یوه خبره راته یاد شوه چې ویل ېې: هر څوک باید هره ورځ د اوه ساعته کار ترڅنګ لږ تر لږه یو ساعت مسلکي مطالعه هم ولري. ده زیاته کړه، کچیرې څوک دا کار نه کوي هغه د سبا لپاره خپله څوکۍ بل ته پریښوده (یعنې نوی نسل پرې پیاوړی کیږي او دغه بې مطالعې کس نور له کاره لویږي).

زه د هر ځوان څخه همدا هیله لرم چې د خپل مسلکي ژوند د بریا او خوندور ساتلو لپاره او ددې لپاره چې نوي فارغان ترې مخکې نه شي- هره ورځ د مذهبي زده کړي، کورنۍ سره د خوښیو او ساعت تیریو او نورو بوختیاو ترڅنګ خپلې مسلکي زده کړې ته هم پام وکړي. ترڅو خدای مکړه د سبا نوي ځوانان ورته په بده سترګه ونه شي کتلای او هم خپله دنده دوامداره وساتي او حتی لوړو پوړونو ته ځان ورسوي.

 

په همدې پلمه، دادی نن مې یو بل کتاب د نوو فارغ شوو انجینر صاحبانو په نامه درته خوښ کړ. خو ددې کتاب څخه پخواني انجینران هم ګټه پورته کولای شي، ترڅو په ځینو نویو شیانو هم بلد شي.

 

دغه کتابګوټی یا څپرکی لاندې ټکي په خپله غیږ کې لري. د خوښې په صورت کې ېې کولای شئ ښکته کړئ:

1- Introduction

2- Design Parameters

3- Steel Framing (Span arrangement, Bridge Cross-section, Field Section Sizez) 

4- Preliminary  Girder Sizez

5- Loads (Live, Dead, Winds, Loads combinations)

6- Structural Analysis (Live load distribution factors, Live load lateral distribution Factors, Dynamic load Allowance)

7- Analysis Results (Moments and Shear Envelopes, Live load deflection)

8- Limit States

9- Sample Calculations (Effective flange width, Minimum Negative flexure Concrete Deck Reinforcement, elastice Section Properties, Exterior Girder Check, Bottom Flange, and many more

که غواړئ دغه څپرکی خپل کمپیوټر ته ښکته کړی دلته کلیک کړئ. (حجم: ۵ ایم بي)

 

په پوره درنښت