سلام علیکم ور حمت الله وبرکاة

یو ملګري د خپلو لوړو زده کړو د پرمخ بیولو او په هغه کې د یوې مقالې یا لیکنې د لیکلو او بیلابیلو اړخونو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړیده.

ریښتیا هم چې، په علمي لیکنو کې هرڅه په تول برابر ترسره کیږي. د عنوان اوږدوالی، موقعیت، فونټ، د کرښو ترمنځ فاصله، د لیکوال او لارښود د نومونو د لیکلو ځای، د تیرو څیړونکو د کارونو یادونه () او بیلابیل نور داسې څه پکې شامل دي چې هغه زموږ په پوهنتونونو کې نه تدریس کیږي.

په همدې موخه ستاسو او ددغه پوښتونکي ورور سره د مرستې په موخه د امریکا د پوردیو پوهنتون هغه لارښونې چې خپلو زده کونکو یا محصلینو ته ېې د علمي اثارو د لیکنې د فارمټ یا سټایل په اړوند برابرې کړیدي، ستاسو سره شریکوو.

 

که غواړئ دغه لارښونې په پي-ډي-ایف ډول خپل کمپیوټر ته ښکته کړئ، دلته کلیک کړئ.