سلام علیکم ورحمت الله،
درنو انجینر صاحبانو او د انجینرۍ درنو محصلینو، نن چې د انټرنیټ له برکته زموږ ډیری ځوانان پدې توانیدلي دي چې د بیلابیلو لارو د ځان لپاره بې شمیره کتابونه را پیدا او خپله تنده پرې ماته کړي یا خپل مخې ته پروت مشکل پرې حل کړي. خو کله کله داسې ډیر پیښیږي چې زیات شمیر کتابونه مو له انټرنیټ څخه ښکته کړي وي او یو هم د لوستو وړ نه وي.
په همدې موخه پښتو انجینري تل زیار باسي تر څو پدې برخه کې ستاسو سره پوره مرسته وکړي. هغه کتابونه ستاسو سره دلته شریک کړي چې تر یوې کتنې او ارزونې تیر شوي او ګټور توب ېې ثابت شوی شوي.
په همدې لړۍ کې نن د سټاټکس او ډینامیکس یو کتاب چې په ډیره ښه او بیسطه انګریزي ولې ډیر مفیده توګه ډیر موضوعات په خپله لمن کې را نغاړلي دي دلته درسره شریکوو.
د کتاب د ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ.
د Internet Explorer په مرسته آسانه ډاونلوډول دلته وګورئ
مننه، د پښتو انجینرۍ ددې تر څنګ چې تاسو ته ګټور توکي راټولوي او خپروي. ستاسو لخوا را لیږل شوي توکې هم د مینوالو سره د ارزونې وروسته شریکولی شي.
زموږ سره اړیکه ونیسئ، او یا نیغ په نیغه زموږ ایمیل پتې ته خپل معلوماتي توکي را ولیږئ.