اسلام علیکم ور حمت الله وبرکاة،
درنو لوستونکو، د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې سترګې وغړوو، ډیرې لوېې وړې پروژې داسې تر سترګو کیږي چې په هغوی کې د ویالو، لښتیو، کانالونو او یا هم د سیل بٌر جوړول او یا رغول ضرور شامل وي.
له بلې خوا زموږ زیاتره نوي فارغ شوي انجینران د خپل مسلک په ټولو برخو کې نشي کولای په یو وار خپله تجربه او وړتیا لوړه کړي، دې ټکې ته په پام سره مو وغښتل د یو بااحساسه افغان د هڅو هاندو یوه برخه ستاسو سره شریکه کړو تر څو د ضرورت په وخت کې کار واخلئ.
دغه لیکنه چې د کانالونو او ویالو ډیزاین نومیږي دلته ښکته کولای شئ.
13.11.2011
- پښتون انجینیر
السلام علیکم
ښاغلو لوستونکو، نن به دلته د انجینرۍ په برخه یو مهم او ګټور کتاب چې د ډیزاین لمړني او اړین معلومات پکې را ټول شویدي او د نوو فارغ شوي محصلینو او هم د انجینرانو لپاره ډیر ګټور پریوزي درسره شریک کړو.
که غواړئ دغه کتاب ښکته کړئ، (چې ټول ټال 45 مخه دی) دلته کلیک کړئ.
دغه کتاب لاندې مشخصات لري:...
16.11.2011
- پښتون انجینیر
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة،
خوښ یو چې نن بیا ستاسو لپاره یو ډیر مهم ولې کم پیدا معلومات چې په ډیری کتابونو، لیکنو، او آن په انټرنیټ کې نه پیداکیدونکې موضوع په اړه ستاسو لپاره یو مکمل او بشپړ کتاب ( له پیله تر پایه راپور) شریکوو. هغه انجینران چې لا تر اوسه د ډیزاین په برخه کې کاري تجربه نلري، او یا د راپور لیکلو سره څه ستونزه لري، هم کولای شي ددې راپور په لوستو سره خپله وړتیا لوړه او راتلونکي کې ښه ډیزاینر له ځانه جوړ کړي.
دغه راپور د امنیتي دروازې (مانع) ډیزاین دی چې نن ورځ...