پدې کتاب کې د کانکريټو ځنې هغه مهم او نا څرګند معلومات چې زیاتره کتابونه ېې پخپل ځان کې د معلوماتو د زیاتوالي له کبله نه لري  او هغه ېې د محصل خپل ځاني مکلفیت ګڼلی دی - ځای پرځای شويدي.

پدې سره ستاسو ځنې پوښتنې لکه: د کانکریټ جوړونکې اجزأ، د کانکریټو ځانګړتیاوې (خصوصیات)، د کانکریټو ټسټونه، د کانکریټ میکس جوړول (اندازه)، د ساحې برابرول کانکریټو اچولو لپاره، د کانکریټ انتقال، د کانکریټ ټپک یا تخته کول، د کانکریټ ځان نویل - جوش کول، په کانکریټو کې درزونه یا جاینټونه، سړه او توده هوا کې کانکریټ اچول، د کانکریټ د مخ ښویول، د کانکریټ څخه زنګ لرې کول، په کانکریټ کې درزونه (کرک)، اوسپنیز کانکریټ، او قالب بندي.

په زړه پورې معلومات دي - ژوندي لینکونه لري چې کارول او بیلابیلو معلوماتو ته پکې ګرځیدل ډیر آسانه کوي.

 

کتاب لدې ځایه ښکته کولی شئ.

 

مننه