سروي


جيوديزي دځمکی داندازه کولو په معني ده . دجيوديزي عمده علمي اوتخنيکي دندي په لاندي ډول دي :
1. دځمکی دجسامت (شکل اواندازي ) تعينول .
2. دځمکی دخارجي جاذبي ساحه .
3. دځمکی پرمخ دنقطوتعينول .
4. دتوپوگرافيکي پلانواونقشوترتيبول .
5. دمملکت دطبيعي منابعو داستفادي لپاره مواد اوارقام ترتيبول .
6. دمملکت ددفاعي امورو لپاره مواد تيارول .
سروي په څوعلمي اوتخنيکي برخوويشل شوي ده .
A – عالي سروي:
دسروي دابخش دافقي - عمودي زاويو او فاصلوددقيق اندازه کولو دنده په غاړه لري .
عالي سروي په خپل نوبت په څوڅانگو ويشل شويده چې په لاندي ډول ده .
1. گراومتري : دابخش دځمکی دخارجي ساحي جاذبه معلوموي .
2. استرونوم – سروي : دابخش دځمکی په مخ دمختلفونقطو تعينولو اودآسماني رصاداتو اجراء کولو دنده په غاړه لري .
3. فضائي سروي : دابخش دستلائت په واسطه دځمکی شکل اواندازه اودمختلفو نقطو موقيعت معلوموي .
B – توپوگرافي سروي:
دابخش دسروي دځمکی پرمخ دنقشواوتوپوگرافيکي پلانونود ترتيبولو دنده په غاړه لري . ددغه بخش په واسطه هم کولاي شو چې زاوئي اوفاصلي اندازه کړو اما په کم دقت سره .
ددي لپاره چې دپراخه ساحو نقشي اوپلانونه ترتيب کړو دهوائي عکسونو څخه استفاده کوو چې دابخش په سروي کي دآيروسروي په نوم ياديږي .
C – انجينيري سروي:
دسروي هغه بخش دي چې دودانيودجوړولواودهغه څخه دگټي اخستني لپاره دمملکت دطبيعي منابعوڅخه موادبرابروي .
D – مرکشيدري (دځمکی لاندي سروي):
دابخش دمعادنودموقيعت , ساحي اواندازي دتعينولو دنده په غاړه لري .
E – کارتوگرافي:
دابخش دنقشو اوپلانونو دترتيب او چاپ دنده په غاړه لري .
دسروي رابطه دنوروعلومو سره

سروي درياضياتو په واسطه خپل مسائل حل کوي اودفزيک په مرسته سامان آلات تهيه کوي (اپتيک , الکترونيک , ميخانيک اونور)
په همدي ترتيب سروي دنوروعلوموسره کلکه رابطه لري لکه جيولوجي , جيومورفولوجي , هايدرولوجي اونور. همدارنگه دنوروعلومو په پرمختگ کي کمک کوي .
دسروي په مرسته دمملکت دطبعي منابعو څخه دودانيو په جوړولو کي استفاده کيږي .
سروي دعلمي تحقيقاتو په ترڅ کي عمده رول لري چې دځمکی د ښويدني اوکښيناستني په باره کي معلومات ورکوي اودمملکت په دفاعي اموروکي کمک کوي لکه ددفاعي استحکاماتو جوړول دراکټ اوتوپ دواروني لپاره . دنظامي عملياتولپاره داډو اوکمين جوړول اوداسي نور.په لنډه توگه کولاي شو ووايوچې سروي دمملکت په نظامي عملياتو برسيره لاندي مهمي وظيفي اجراء کوي :
1 – دسروي رول دملي اقتصاد دپرمختگ لپاره .
2 – دسروي رول دعلمي تحقيقاتو لپاره .
دسروي دپرمختگ مربوطه معلومات

سروي يو له قديم ترين علومو څخه ده چې دعلومو اوتخنيک دپرمختگ سره يوځاي سروي هم پرمختگ کړي دئ . په مخکينيو وقتو کي دمصراوچېن په مملکتونو کي دځمکو ويشنه داثابتوي چې سروي له پخوانيو علمو څخه ده .دنيل په وادئ کي داوبود لگوني سيستمونه دسروي دلرغونتوب شاهدي ورکوي .تقريبادميلاد څخه دري پيړۍ مخکي چې هغه وخت ځمکه کره فرض شوي وه شعاع ئي معلومه شوي ده .
په 1609 م کال کي د گاليله په واسطه تلسکوپ کشف شوچې دسروي دکارونودقت يوپه دوه شو.
دنيوتن په واسطه دجهاني جاذبي دقانون په کشف سره چې ځمکه په خپل گرځيدونکي محور يوه فشرده گي لري اوديوي گرځيدونکي الپسوئيد شکل اختياروي دوروستنيو تحقيقاتو په مرسته ثابت شوه .