د پښتو انجینرۍ د ډیټا ذخیره ځای په 4shared.com کې دی. دا ویب سایټ په Internet Explorer کې ډیر ښه کار کوي، مګر په ګوګل کروم () او فایر فاکس کې کله کله ستونزې لري. نو ځکه موږ ډیر ځله خپلو مینوالو ته ددې سپارښتنه کړیده چې د فایل د ښکته کولو پر وخت تل د Internet Explorer څخه کار واخلي.
اوس که تاسو غواړۍ د پښتو انجینرۍ بلاګ څخه کوم فایل ښکته کړئ نو باید چې د Internet Explorer (ښۍ خواته انځور) څخه کار واخلئ. کچیرې مو پښتو انجینري بلاګ په ګوګل کروم یا هم فایر فاکس کې را خلاص کړی وي. او غواړئ چې د کتاب یا کوم بل مهم فایل په ورکړل شوي لینک یا تړوني ورکلیک او ښکته کړئ. ستاسو صفحه به کیدی شي نه خلاصیږي. ددې لپاره چې نوموړي فایل ته لاسرسی پیدا کړئ، د همدې صفحې URL د ګوګل کروم یا فایر فاکس څخه راکاپي او په Internet Explorer کې ېې ور واچوئ.
URL= Universal Resources Locator
په انټرنیټ کې د یوې پرتې دیټا (فایل، فولډر ...) پتې ته واېې. د بیلګې په توګه:
د پښتو انجینرۍ د کورپاڼې URL دادی:
http://engineering.bloguna.tolafghan.com/
د 4shared.com څخه د فایل د ښکته کولو د لارښونو URL دادی:
http://engineering.bloguna.tolafghan.com/posts/17796