4Shared.com  ویبپاڼه موږ ته ددې  وړتیا را بښي چې د لوړ حجم لرونکي فایلونه  (لیکي، انځوریز، غږیز، او ویډیويي) په انټرنیټ کې ذخیره او لدې لارې ېې د مینوالو سره شریک کړو.

ددې ویب پاڼې د کارولو او یا هم د معلوماتي موادو (فایلونو) د ښکته کولو سره ځنې هیوادوال ستونزې لري. دلته به ددې ویب سایټ د کارولو او هم د هغه څخه د فایلونو د ښکته کولو په اړه رڼا واچوو.

لمړی - پدې سایټ کې څنګه خپل معلومات یا فایلونه شریک کړئ:

  تر هر څه  دمخه باید پدې ویب سایټ کې خپل ځانته حساب یا اکونټ پرانیزئ.

الف: ددې کار لپاره د (www.4shared.com) ویب سایټ را خلاص کړئ،

ب: د حساب پرانیستو لپاره خپل ایمیل ادرس  او خپل پسورډ یا شفر په غوښتل شوي ځایو کې ورکړئ.

ت:  تاسو ته به یو ایمیل په اتوماتیک ډول در و استول شي، ترڅو ستاسو څخه ددغه حساب د پرانیستو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.  او ځنې نورې مرحلې به هم په مخکې راشي هره یوه د غوښتنې سره سمه بشپړه کړئ.

د زیاتو معلوماتو لپاره دلته سر ورښکاره کړئ.

دوهم - څنګه لدغه ویب سایټ څخه فایل را ښکته کړو:

الف: د خپلې خوښې فایل په  (4shared.com)، ګوګل او یا بل پلټونکي ماشین کې پیدا کړئ، البته هغه، کوم چې په(www.4shared.com سایټ کې پورته شوی وي.

ب: پدې فایل باندې کلیک کړئ. ترڅو د ښکته کولو کړکۍ مو مخې ته راخلاصه شي.

ت: کله چې د ښکته کولو کړکۍ راخلاصه شوه، تاسو به د خپلې خوښې د فایل نوم، دفایل د لمړني مخ انځور او د همدې انځور د لاندې د  ښکته کولو یا (Download Now)  تڼۍ وګورئ. پدې تڼۍ ور کلیک کړئ.

ټ: دلته به د لږ ځنډ وروسته وګورئ چې د ښکته کولو لپاره د پاتې وخت د ښودلو لپاره ثانیې اوړي. تاسو باید صبر وکړئ ترڅو دا وخت پای ته ورسیږي. ددې وخت په پای ته رسیدو سره تاسو ته د (Click Here to Download This File ) تڼۍ فعاله کیږي. 

 

ث: په همدې تڼۍ ور کلیک کړئ د فایل ښکته کیدل پیل کیږي، ستاسو د انټرنیټ  سرعت ته په کتو سره ستاسو فایل یو څه وخت نیسي تر څو چې ښکته شي.