ددې موضوع اړوند مخیکنۍ لیکنه دلته ولولئ
د پروژې پلانګزاري:
ددې لپاره چې د پروژې د مدیریت په اړه یو عمومي نظر راته پیدا شي، ښه به وي چې د پروژې پلانګزاري په غور سره له نظره تیره کړو. وروسته به د ټولو هغو
وړتیاو او فعالیتونو په اړه چې د بریالۍ پروژې د پلان کولو لپاره اړین دي په ترتیب سره رڼا واچوو.
د پروژې مدیر او یا د ساختماني چارو مسؤل تل د ډیزاین، ترتیب او تنظیم، ملاقات، نصبولو، او د مشکلاتو د حل څخه خوند اخلي. خو بل خوا پلانګزاري د پروژې په اړه د ډیر ژور فکر، اوږدمهاله پایلو او د زیاتو فعالیتونو د اجرا او څرنګوالي په پام کې نیولو سره ترسره کیږي. پلانګزاري د کار کولو په پرتله ډیر ژور سوچ ته اړیتا لري، ځکه پلانګزاري تر لاس لاندې کار ندی چې شاوخواېې وڅیړې او د کولو لار ېې پیدا کړې، بلکه پلانګزاري ټول د خیالاتو تنظیمول او یو د بل سره پیل او یا په یو قالب کې راوستل دي، چې دا کار خپله د فکري تمرکز د ګډوډۍ سبب کیږي. بیا هم، ښه پلانګزاري د پروژې لپاره د کنج ډبرې په مانا ده. ښه او دقیقه پلانګزاري د ښه عملي کیدو په صورت کې تل د پروژې د بریالیتوب زیری له ځانه لري. له بلې خوا کمزورې پلانګزاري، که څه هم په ښه توګه عملي شي، کیدای شي د بریالیتوب تر بریده ورسیږي، خو د پروژې د مدیر، کاري ټیم، او کمپنۍ زیات وخت، پانګه، او دماغي انرژي به د پروژې په جریان کې بیځایه مصرف، او ډیر فرصتونه به له لاسه ور کړي.
د ښې پلانګزارۍ اړین توکي څه شی دي؟
جرئیات د هرې پروژې لپاره فرق کوي، مګر په ټولیزه توګه یو ښه پلان کیدای شي له لاندې برخو یا عناصرو څخه جوړ شوی وي.
متاع (Deliverables):
هر هغه شی چې په قراردا کې یاد شوي وي، تر څو انجینر، ساختماني کمپنۍ، پلورنکی، او یا برابرونکی پرې مکلف دی چې باید مشتري ته ېې ورسوي. مثلاً ستندردونه، ډراوینګونه، د قیمت اټکلونه، د پروژې مهالویش (جدول)، وسایل، ودانۍ، سیستمونه، ټرینینګ، او نور. د پروژې د پلانګزارۍ په مرحله کې دا ډیره مهمه ده چې هره متاع، د هغې د تسلیمیدو وخت او د ترسره کولو (برابرولو) مسؤل کس په ګوته شي (په ټوله کې د پروژې مدیر ددې ټولو لپاره مسؤل دی، خو تر ده لاندې کسان باید هر یو د یو ځانګړې متاع د برابرولو لپاره مسؤل وي). زیاتره وخت د قرارداد په جدولونو کې غوښتل شوې متاع او د هغه د تسلیمیدو نیټې په ګوته شوې وي.
سرچینې (Resources):
ددې لپاره چې تاسو خپله پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړئ، تاسو شاید لاندې سرچینو ته اړتیا ولرئ:
- خلک: د خپلې کمپنۍ، قراردادي، مشارو، پلورونکی، او مشتري.
- تکنالوژي: کمپیوټرونه (د جدول جوړولو، بودیجې، محاسبې، ډرفټ، د پروژې د څرک معلومولو، راپور ورکول، او نورو موخو لپاره)، د مکالمې وسایل (لکه تلفن، فکس، ایمیل او نور)، او نور.
- بودیجه: د پروژې د بریالۍ بشپړتیا لپاره باید د بودیجې ښکاره او ډاډمنې سرچینې ولرئ.
- وسایل: د کندنې ماشین، کرین، برقي او نور ماشین آلات.
- خپل منځي بانکي اړیکې: د بانکي حساب راپور، د پیسو او معاش ویش، مشاور، او نور.
د سرچینو ګډوډي Resource conflicts:
ستاسو پلان شاید د ځنو ګډوډیو چې په سرچینو کې رامنځ ته کیږي مخامخ شي، تاسو ته پکار دي چې ددې ګډوډیو کچه، او څرنګوالی د امکان تر بریده د ځان لپاره اټکل او وټاکئ. ځنې عامې ګډوډۍ چې په سرچینو کې رامنځته کیږي لاندې ورته اشاره شویده، او په راتلونکې کې به هر یو په جزئیاتو سره وڅیړو.
- خلک: ښه خلک هر وخت د تقاضا وړ دي، دا ناشونې بریښي چې ستاسو د خوښي کارګر خلک به ستاسو د کاري ټیم د جوړولو لپاره «تیارسئ» اوسي او د اړتیا پر وخت به پرې غږ کوئ، او پروژه به بې له کوم جنجال نه پرمخ روانه وي. دوی کیدای شي د نورو پروژو، یا کمپنیو سره کار پیل کړی وي، یا به رخصتي لري، یا به تر اوسه لا په دنده نه وي ګمارل شوي. د داسې یو پلان درلودل چې د سرچینو دغه پورته یادې ګډوډۍ حل کړي، ستاسو د پروژې د بریالیتوب لپاره ډیر مهم بلل کیږي.
- تکنالوژي: د تکنالوژۍ په برخه کې اوږدمهاله لګښت (لکه د کمپیوټر، تلفن، پرینټر،... د پیرلو لپاره)، د تکنالوژۍ ګډوډي له منځه وړي. خو دا کار هر وخت ممکن ندی، ځنې وخت د کمپنۍ مالي ځواک ددې وړتیا نلري؛ او دا د پروژې د مدیر لپاره یو چلینج دی. مدیر ددې ګډوډۍ د له منځه وړلو لپاره نورې لارې هم لري، د تکنالوژۍ وسایل کرایه کړي، له نورو پروژو څخه ېې پور کړي، او یا نورې مناسبې حل لارې ورته پیدا کړي.
- وسایل: د کندنې د ماشین آلاتو څخه نیولې تر دفتري سبابو پورې ټول پکې شامل دي.
د وخت اغیز (Seasonal Impact):
د وخت اغیز باید ستاسو د پروژې په پلان کې منعکس شوی وي. وخت کولی شي ستاسو پروژه په بیلابیلو لارو اغیزمنه کړي.
- خلک: په ژمي کې، هوا سړه وي، خلک د هوا د سړوالي له کبله خپل کارونه (دندې) پریږدي. په اوړي کې، دوی رخصتۍ لري، ځنې وخت هوا ډیره توده وي او خلک په پروژه کې د کار کولو لپاره نه موندل کیږي. ځنې وخت واوره اوري، ځنې وخت توپان هم ددې لامل کیږي چې د پروژې کار ټکنی کړي. د پروژې هوښیار مدیر باید د کارګرانو لپاره مناسبه رخصتي، د ناروغۍ ورځې، د واورو د اورښت ورځې، د توپان وخت، او نورې متوقعه طبعي پیښې په خپل پلان کې ولري، او د خپلې پروژې په مهالویش کې ېې شامل کړي.
- ساحه: د هواحالات هم کولی شي ستاسو د پروژې د کار بهیر ټکنی کړي. بیاهم ددې لپاره باید د بیکارۍ ورځې په اټکلي توګه له ځان سره یادداشت کړي.
بودیجه:
کچیرې تاسو د یوې بې ګټې (غیر انتفاعي)، یا ګټورې، یا هم دولتي ادارې لپاره کار کوئ، نو د هرې ادارې لخوا به ستاسو د پروژې لپاره یوه ټاکلې بودیجه موجوده وي. تاسو به د بودیجې د برابرولو مسؤل وئ کچیرې تاسو د پروژې په پرانیسته کې ددې پروژې مدیریت په غاړه لرئ؛ او کچیرې تاسو د پروژې د پلي کیدو پر وخت مدیریت په غاړه لرئ، نو د پروژې د بودیجې د ادارې او تنظیم مسؤلیت ستاسو په غاړه دی. د بودیجې ترینګلتیا باید د پروژې د ټولیزې ترینګلتیا سره برابره وي.
- پرمختګ: د یوې ریښتینې، او مناسبې بودیجې د برابرولو لپاره دا مهمه ده چې ټول کارونه په بیلابیلو مرحلو، مکلفیتونو، او یا بل هر څه چې تاسو ېې غوره بولئ وویشئ، تر څو د هر کار لپاره ځانګړی کاري ګروپ یا واحد برابر شي. دا کار د پروژې او یا د (Scope of work) د پوره تحلیل او د قیمت-اټکل او نغدي در آمد د پیژندلو او د پروژې د بیلابیلو مرحلو په پام کې نیولو سره ترسره کیدی شي.
- د بودیجې اسباب: د مالي مدیریت د امکاناتو په کارولو سره تاسو کولی شئ خپله بودیجه برابره کړئ. دا به کیدی شي یو ځانګری کمپیوټري پروګرام وي چې د پروژې مالي برخه پرې تحلیل شي، او یا هم کیدی شي د خپلې خوښې برابر شوي اکسل شیټ وي، چې د هغه پوسیله خپله بودیجه څرګنده کړئ.
جدول (مهالویش):
د یوې پروژې لپاره هر وخت د بشپړیدو نیټه ټاکلي وي، ددې پخاطر چې راکړل شوې پروژه د خپل وخت سره سمه بشپړه شي، باید ډیر مشرح او شیندل شوي جدولونه او مهال ویشونه برابر شي. پدې جدولونو کې باید مهمې مرحلې، دندې، د هر پړاو بریدونه، او نور شامل وي. دا هم باید پکې یاده شي چې څوک به کوم کار کوي، او د بیلابیلو کارونو او مرحلو ترمنځ اړیکې او تړاوونه هم باید پکې ذکر شي.
د جدول جوړولو اسباب:
ستاسو جدولونه باید ټول کمپیوټري وي، تاسو کولی شئ د مدیریت وړ کمپیوټري پروګرامونه لکه MS.Project، Sure Task Project Manager، Primavera Project Planner او یا هم بل مناسب پروګرام د جدول جوړونې لپاره وکاروئ. تاسو کولی شئ د اکسل څخه هم کار واخلئ، خو ستاسو ټاکنه باید د پروژې او وخت د ترینګلتیا له مخې وي. ستاسو کمپیوټري جدول جوړونه باید داسې نه وي چې د معلوماتو په نوي کولو یا کوچني بدلون راوستلو لپاره ستاسو زیات وخت ولګي، بلکه د جدولونو د تازه (Update) کولو لپاره مناسب مدیریت په لار واچوئ.
تړون:
کله چې تاسو پروژې د پلان جوړونه بشپړه کړه (لکه مخکې چې ذکر شوه)، دا ډیره مهمه ده چې ستاسو د کمپنۍ د بیلابیلو څانګو غړي ستاسو سره ددې نوې پروژې په برخه کې څومره او څه وخت خپل فعالیت کولی شي. دا کار باید په یولیکلي سند کې ځای پرځای شي، او د کمپنۍ ټاپه برې ولګول شي.
خو پلانونه بدلون مومي!، نو بیا!؟
هو، پلانونه هرومرو بدلون مومي، او ستاسو د پروژې پلان باید په هر ځل تازه شي، خو دا پدې معنی نده چې یو جدول هم باید د یو وړوکي بدلون پخاطر تازه کړل شي. غښتلي مدیران زیات مشکلات پخپله د بشپړیدو د وخت، بودیجې، او کیفیت د نه بدلون سره سم حل کوي. له بلې خوا کله کله طبیعي ناورینونه بیا د متاع، د بشپړیدو نیټه، او داسې نور اغیزمن کړي، چې بیا د پروژې د پلان د بدلون او تازه کول اړین بریښي.
راتلونکې موضوع (د کاري ټیم جوړول) دلته ولولئ