اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
د افغانستان مرکزي اداره تل د پښتنو په حقونو سترګې پټوي، او هر وخت یې د جنوبي ولایتونو انکشافي بودیجې په شمال، مرکز او یا د هیواد په نورو برخو کې پدې بانه انتقال کړیدي چې په جنوب کې امینت نشته. ښه بیلګه ېې د قندهار پوهنتون انکشافي او پراختیايي بودیجه ده چې په تخار کې ېې نوی پوهنتون پرې جوړ کړ. بي بي سي راپور.

 

زموږ د خپلو هیوادوالو څخه هیله کوو چې د خپل حق غوښتنه وکړي، حق باید تر لاسه کړو، او دا زموږ حق دی چې د نا امنۍ سره سره په خپلو سیمو کې پراختیايي پروژې پلي کړو.

 

بله نمونه ېې د مچلغو د بند د کار درول دي، چې بانه ېې ورته د طالبانو ګواښ بللی دی. زه فکر نه کوم طالبان په ریښتیا هم ددې ټولګټې پروژې مخه ونیسي، که وي هم دومره په شدت او ځواک سره به نه وي چې دولت ېې د دفع امکانات ونلري.

 

بله نمونه ېې د کنړ په سیند د بریښنا د بند نه جوړول دي، چې څو کاله وړاندې یوې چینايي او کوریايي کمپنۍ د بند د جوړولو او ورسره د یو لوی نهر د ایستلو چې د لس زره هکتاره شاوخوا دښتې  خړوبولو زمینه هم برابره کړي، هو کړه، ونکړه.
بله نمونه ېې په وریښمین تنګي کې د سلګونو کوچنیو بندونو جوړول او توربینونو لګول دي، چې دې ته ورته په سلګونو پروژې همدا اوس او تر ننه پروې په بدخشان، تخار او کندوز کې پلې کیږي. خو جنوب کې ېې نه ترسره کوي.


بله نمونه د وردګ ولایت د چک بند دی، تر ننه پورې هر تخنیکي مشکل د جرمني هیواد په مرسته څه ناڅه حل شویدی، مګر مرکزي دولت هیڅ کله هم ددغه په رغاونه، او د توربینونو په نوي کولو کې چې اشد ضرورت دی پام ندی کړی. یوازې د سیمیزو خلکو د غولولو لپاره ځنې راپورونه خپاره کړي، په واقعیت کې هیڅ کار نه ورته کوي.

 

د هلمند د بند وضعیت هم همدا شان دی، تر کار لاندې دی خو د کار پرمختګ ېې صفر دی.

 

ولې د اوبو او بریښنا جنرالي وزارت ددغو ولسونو مشکلاتو ته پام نه کوي؟ او ولې دا خلک خدای داسې بې احساسه پیدا کړیدي چې د خپلې سیمې او ولس د ابادۍ غم ورسره نشته؟