سلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
درنو هیوادوالو، د پاک خدای ج فضل دی چې زموږ هیواد او په ټوله کې منځنی ختیځ د زلزلې څخه په امان کې دی (د زلزلې په ساحه کې ندی پروت).
کنه، ددې طبعي ناورین سره ډغرې وهل د منځني ختیځ او بیا زموږ د بې وسه او بې لاس او پښو ولس لپاره ډیره ګرانه تمامیده چې د دا ډول ناخوالو لپاره سم او پر وخت تدابیر ونیسي. او چې څومره به زموږ د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او رغاونې خنډ ګرځیدلی و، هغه بیله خبره ده (یعنې اوس چې یو تعمیر په جاپان کې ودانیږي، د دوبۍ په پرتله شل ځله زیات لګښت غواړي.).
بیا هم د خدای پاک شکر دی.
دلته پدې ویډیو کې تاسو ګورئ چې د سږنۍ لوېې زلزلې وړاندې او وروسته څومره زلزلې پیښیږي، چیرته پیښیږي، او څنګه زیاتوالی مومي ډیره په زړه پورې ده.
په جاپان کې د شوو زلزلو تخنیکي راپور
11.12.2011
- پښتون انجینیر
د پروژې د مدیر لسګوني وړیتاوې:
حلیم وردګ
لاندې د یو مدیر لس غوره وړتیاوې د هغوی د زیات کاریدو له مخې یو پر بل پسې برابرې شوي او غواړو دلته ېې لنډه تشریح ستاسو سره شریکه کړو. پدې هیله چې ستاسو د ورځني مدیریت په پیاوړتیا کې څه ناڅه ګټور تمام شي.
۱- د ګډ لیدلوري الهام ورکول:
یو ښه پروژوي مدیر کله کله داسې پیژندل کیږي چې هغه د خپلې موخې لپاره یو خیالي حل او حل لاره ترسیم،...
15.12.2011
- پښتون انجینیر
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاةد افغانستان مرکزي اداره تل د پښتنو په حقونو سترګې پټوي، او هر وخت یې د جنوبي ولایتونو انکشافي بودیجې په شمال، مرکز او یا د هیواد په نورو برخو کې پدې بانه انتقال کړیدي چې په جنوب کې امینت نشته. ښه بیلګه ېې د قندهار پوهنتون انکشافي او پراختیايي بودیجه ده چې په تخار کې ېې نوی پوهنتون پرې جوړ کړ. بي بي سي راپور....