پښتون انجینیر
له کینې، بغض او تعصب پرته ژوند مې د ښو اخلاقو بنسټ بللۍ دۍ، له همدې امله زما د دوستانو دایره نه یوازې په خپل هیواد کې د ننه بلکه دباندې هم غزیدلې ده.
بلې! د ژبې خدمت مې ددې په خاطر دۍ چې د ډیرۍ ناتوانه وروڼو ته چې د پردی ژبې په زده کولو کې ستونزې لري، او خپل استعداد او لیاقت یې خاورې کیږي، علم د دوی په مورنۍ ژبه ور ورسوم، او له خدای ج څخه پرې د اجر غوښتونکی یم.
د یو موټي او ودان افغانستان په هیله
پښتون انجینر
زلـزلـه او نـورې طبـیعـي پـیـښــې
آیا زلزله او نور طبیعي افات د خدای جل جلاله قهر دی؟!
بسم الله تعالی لله پخوانیو خلکو مې اوریدلي دي چې ویل به ېې: باد، باران، وچکالي،
جاپان بیا زلزلې و لړزاوه
د جاپان د هوا پیژندنې ادارې خبر ورکړ چې د جاپان شمالي څنډې د هُکَیدُ ولایت نن بیا یوې سختې زلزلې و لړزاوه
افغانستان کې د زلزلو لنډ تاريخ
دنن سهار د افغانستان مرکزي، شمالي ، شمال ختيځ او شمال لوېديځ ولايتونه د زلزلې دوو ټکانونو و لړزول ، جې لومړى ټکان د ريکتر په کچه ٥،٤ درجې او دويم ټکان يې ٥،٦ درجې ثبت شوى دى . د امريکا متحده ايالتونو د سروې او جيولوجي ادارې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې ، د لومړنۍ زلزلې ژورتيا ١٠،٦ کيلومتره او د دويمې ٦،٨ کيلومټره اومرکزيې د بدخشان د مرکز فيض اباد جنوب
زلزله
زلزله/ زلزله هغه طبعيی افت دی چې د ځمکی د لړزش په واسطه منځ ته راځي. که په ژوند کې ېو وار چا زلزله ليدلی اوسي، نو هغه زلزلی ته په خاص احترام قاېليږي. پخوا به د ايټالی او يونان عالمانو فکر کولو چې د ځمکی په مخ وچی په اوبو کې لکه د بېړۍ غو ندی لمبيږي، څنګه چې بېړۍ په اوبو کې دېخوا هغه خوا ځنګيږی،
په جاپان کې د شوو زلزلو شمیر او شدت (ډیره په زړه پورې ویډیو)
سلام علیکم ورحمت الله وبرکاة درنو هیوادوالو، د پاک خدای ج فضل دی چې زموږ هیواد او په ټوله کې منځنی ختیځ د زلزلې څخه په امان کې دی (د زلزلې په ساحه کې ندی پروت). کنه، ددې طبعي ناورین سره ډغرې وهل د منځني ختیځ او بیا زموږ د بې وسه او بې لاس او پښو ولس لپاره ډیره ګرانه تمامیده چې د دا ډول ناخوالو لپاره سم او پر وخت تدابیر ونیسي. او چې څومره به زموږ د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او رغاونې خنډ ګرځیدلی و، هغه بیله خبره ده (یعنې اوس چې یو تعمیر په جاپان کې ودانیږي، د دوبۍ په پرتله شل ځل
ولې په چین کې 13 پوړیزه ودانۍ چپه شوه
ولې په چین کې 13 پوړیزه ودانۍ چپه شوه ۱- ددې ودانۍ په تهکوی کې د یو ګراج د جوړولو کار روان و ۲- کیندل شوي مواد د ودانۍ شمال لوري ته څیرمه د لسو مترو په لوړوالي سره اچول شوي و ۳- ودانۍ د شمال او جنوب له لوري د دوه نامساوي فشارونو تر اغیز لاندې راغله (یو لوري ته د لوړې اچول شوې خاروې پوسیله
د زلزلی په برخه کې نوي څېړنی
ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی د کارلسروحر په تخنيکی انستيتوت (Karlsruher Institut für Technologie, KIT) کې د کلکو ودانېو ساختماني موادو تخنيکی انستيتوت (Institut für Massivbau und Baustofftechnologie) انجينرانو ېوی ډلی چې ددوی د جملی څخه ېو انجينېر موريتڅ اوربان (Moritz Urban) دی، پوهنيزی څېړنی کړيدي چې څنګه کېدی شي د انسانانو ژوند د زلزلی او نورو طبعيی ناورينونو څخه وژغورل شي؟د انجينرانو دغی ډلی د خپلو څېړنود پاره د ايټالي هېواد د پاويا (Pavia) د ښار ېوه دوه پوړيزه ودا