بسم الله تعالی
لله پخوانیو خلکو مې اوریدلي دي چې ویل به ېې: باد، باران، وچکالي، لمر نیونه، سپوږمۍ نیونه، زلزله او هر طبیعي افت د خدای ج د قهر او غضب ښکارندوی دي. ددغه خبرو په ماهیت او یا ددې تر شا د طبیعي لاملونو په حقیقت تر ډیره نه پوهیدم. خو پدې خبره چې طبیعي آفات ټول د خدای ج لخوا دي پوره باور مند او معتقد وم. اوس هم پدې عقیده یم چې هرکار د حکیم ذات د حکمت پر بنا رامنځته کیږي او تر شا ېې یو طبیعي مسبب وجود لري.
د باد او باران او څونامي په اړه خو ډیر نه پوهیږم، مګر د زلزلې، لمر نیونې او سپوږمۍ نیونې په اړه ډیر لږ معلومات لرم او دا باور راته پیدا شوی دی چې دا د خدای ج د خلقت او طبیعیت ته د ورسپارل شوي قانون پر بنیاد را منځته کیدونکي پیښې دي. شاید پدې پیښو کې خدای ج خپل هیبت انسانانو ته څرګندوي او یا دا چې دا طبیعي پیښې بې لدې چې د خدای ج د رحمت او یا هیبت پیغام ولري د خپل قانون سره سم رامنځه کیږي.
ځمکپوهان پدې باور دي چې: د ځمکې مرکزي برخه (زړه) د اور په څیر ګرم او ټول شته مواد (فلزات او نور) په خوړین او مذاب ډول پکې پراته دي، دوی دا وضعیت د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې تر دې رسوي چې وايي، یو وخت د ځمکې کره ټوله سور اور وه. د ځمکې په سړیدو سره د ځمکې بهرنی پوټکی کلک شو او ورپسې ېې لاندینۍ برخې هم ورو ورو سړیدې او کلکیدې تر دې چې ننۍ ځمکه ترې جوړه شوه. دا یو منل شوې نظره هم ده.
د ځمکې د سړیدو په بیلابیلو پړاوونو کې د ځمکې مخ چملک کیدو، دغه چملکوالی ددې سبب شو چې د ځمکې د مخ پوټکی درزونه وکړي، چې پدې توګه د ځمکې د پوټکي هرې برخې ته د زلزلې انجینران یا هم ځمکپوهان پلیټ یا ټکټونیک پلیټ وايي. دغه پلیټونه تر ننه پورې خوځیږي، یو د بل څخه لیري کیږي او یا یو بل ته ور نږدې کیږي او یا هم یو د بل سره سولیږي، چې ددغه حرکتونو څخه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې مختلف ډول زلزلې رامنځته کیږي، لکه اندونیزیا، چاپان، ترکیه، امریکا او نور.
په ځنو ځایونو کې خو د ځمکې پر سر د غرونو راختل یا راشنه کیدل هم زلزله پیښوي چې زموږ د هیواد د سلیمان د غره زلزلې ېې ښه بیلګه ده. د سلیمان غر د نویو غرونو څخه یو دی.
په همدې توګه کچیرې د لمر او سپوږمۍ او ورسره د ځمکې خوځیدونکی حالت او د دوی دغه منظم ژوند ته پام وکړو، دا به ترې جوته شي چې لمر نیونه او یا سپوږمۍ نیونه د دوی د طبیعي قانون په رڼا کې یوه مکرره پیښیدونکې پیښه ده، چې کیدی شي دغه پیښه د نړۍ په یوه برخه کې (د بیلګې په توګه په افغانستان، پاکستان او ایران ......) کې د لیدو وړ وي او د نورې نړۍ خلک ېې ونه ویني.
کچیرې یو مسلمان پدې باور ولري چې پورته یادې طبیعي پیښې د هغوی د طبیعي ځانګړنو پر بنسټ رامنځته کیږي چې خدای ج ورته ورکړیدي، نو آیا ددې خبرې منل چې دا ټول د خدای ج قهر او غضب دی د مسلمان لپاره پرځای دي؟

کچیرې سپوږمۍ نیونه په پورته یادو هیوادونو کې پیښه شي، آیا دا پدې معنی ده چې دغه خلک د خدای ګنهکار دي نو ځکه خدای ج ورته خپل قهر او غضب ور ښکاره کوي، ترڅو توبه وباسي؟
کچیرې په اندونیزیا کې د ځمکې د مخ د پلیټونو د خوځښت او ټکر په پایله کې زلزله رامنځته کیږي، ددې معنی داده چې اندونیزیاېي خلک د خدای ج د غضب مورد ګرځیدلي دي؟
او کچیرې په منځني ختیځ کې د ځمکې د طبیعي جوړښت او ځانګړنو له مخې چې خدای ج ددې د پیدایښت پر وخت ورته ورکړیدي، زلزله نه کیږي، آیا ددې معنی داده چې د منځني ختیځ خلک بیګناه او مبری دي؟
په پوره درنښت