ګرانو اومحترمو دټول افغان سایټ کارکونکو سلام زه دایرکندیشن،یخچال اوکالاشویي ماشینونو په باره کی کتابونوته ضرورت لرم ستاسی دهمکاری په هیله.
====================================
قدرمن انجینر صاحب زموږ سلامونه او هیلې هم ومنئ. ستاسو په پوښتنه دقیق پوهه نشوم، تاسو د دې پورته یادو ماشینونو د استفادې او یا ترمیم کتاب (کتلاک) پکار دی، که د دغو ماشینونو د ډیزاین، نصب، او د مخانیکیت په اړه نظري معلومات (کتاب)؟
موږ به هڅه وکړو په دواړو برخو کې کتابونه درته واستوو، خو کچیرې ېې تاسو راته په ګوته کړئ ډیره به ښه او آسانه وي.
په پوره درنښت