د انجینرۍ پوهنځۍ د محصلینو د پرکټیک راپورونه آنلاین خپروو

سلام علیکم و رحمت الله وبرکاة

عزتمندو او درنو انجینر صاحبانو او د انجینرۍ پوهنځۍ محصلینو

د پښتون زلمي د ژور احساس له مخې چې د خپلو خلکو، ژبې او هیواد په اړه ېې لري، د انجینرۍ په برخه کې د خپلو خویندو وروڼو د لاس نیوي او لارښونې په موخه دغه هڅه کړیده – خدای د وکړي چې تر ډیره بریده بریالۍ او کامیابه پریوتې وي.

د هیواد د انجینرانو او د انجینرۍ د پوهنځۍ د محصلینو لپاره مو درسي او معلوماتي توکي راغونډ او برابر کړیدي او دا لړۍ ورځ په ورځ غزیږي، چې له یو خوا د زیات شمیر هیوادوالو د علاقې وړ موضوعات راغونډ او له بلې خوا تمه ده چې  د خپلې پښتو محرومې ژبې تخنیکي بډاینې ته هم ډیر زیات ګټور پریوزي.

 

په همدې موخه، او هم ددې لپاره چې زموږ د تکړه محصلینو د لاسته راوړنو څخه د ساختماني کمپنیو مشران خبر او د دوی د عملي کارونود بیلګې په لرلو سره د خپلې اړتیا وړ کس په اسانه توګه ومومي؛ غواړو د انجینرۍ پوهنځۍ د فعالو او فارغ شوو محصلینو د پرکټیک راپورونه د دوی لپاره پرلیکه کړو.

د محصلینو د عملي کارونو پر لیکه کیدل به له یو خوا د دوی د نوموتنې او پیژندنې سبب شي چې په راتلونکي کې د دندې په موندلو کې مثبت پریوزي او هم به د افغان ساختماني کمپینو د مشرانو لپاره د ښه او وړ کس د موندلو په برخه کې دغه پرلیکه راپور ډیره مرسته وکړي.

هیله ده چې زموږ انجینران او فعال محصلین خپل راپورونه په پښتو (انګلیسي هم د منلو وړ ده) ولیکي او زموږ په پته ېې را ولیږي. ترڅو زموږ د بلاګ له لارې خپاره او د هیواد په لاس کې ورکړ شي.

 

په راپور کې خپل بشپړ شهرت یا پیژندګلو لیکلی شئ. او د خپل راپور فایل په پي-ډي-ایف او یا هم ورډ کې رالیږلی شئ.

په پوره درنښت او پښتنې مینې

 

زموږ پته:       meyouandallah@gmail.com