درنو د افغانستان پياوړه او سرلوړه انجینرصاحبانو
سلامونه می ومنی
کوم سافتویرونه دی چې یو انجنیر د هغه څخه په استفادی سره ښه او دقیق ډیزاین او براورد وکړی
ترسو هغه په اړونده کورسو نو کی د پوهنتون له درس سره همزمان یاد کړی
په بښنی سره، سره له دی چې زمونږ ټول انجینران تر خپل وسه ښه پوهېږی اما هغه انجینر چی په کابل کی په کوم کورس کی ستاسی له جملی ځخه د اړونده سافتویرونو تریس کوی وښیاست ترڅو د هغوی د پوهی څخه برخمن شو 
خدای دی وکړی چې زما پوښتنه سمه وی او تاسی پری خسته نه شی نور مو وخت نه نیسم ستا سی د انسانی او اخلاقی ترحم په هیله 
سرلوړی اوسئ
همایون نایل

ځواب:

محترم نایل وروره، ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې، د ډیزاین کره والی (دقت) او ښه والی تر ډیره بریده د انجینر په خپل انجینري قضاوت او پوهې پورې اړه لري. ددې ترڅنګ پوستکالي (ساوفټ ویر) هم د یوې وسیلې په توګه د انجینر د پوهې او قضاوت د پلي کولو په برخه کې د ډیزاین پر کره والي او ښه والي اغیز لري.

ددې لپاره چې ښه او کره ډیزاین وکړئ، لمړی باید د انجینرۍ په هغه برخه کوم چې ډیزاین پکې کوئ، یا یو پوستکالی کاروئ، خپل ځان ښه پوهه کړئ، ترڅو د پوستکالي د وتنې () په اړه خپل کره انجینري قضاوت وکړای شئ. کچیرې تاسو د پوستکالي د وتنې () تیروتنه او کره والی ونشئ ارزولی، بیا تاسو هیڅکله کره ډیزاین نشئ کولی.

هرکله چې یو انجینر د یوې موضوع په اړه دومره پوهه شي چې د سافټ ویر تیروتنه او کره والی ځان ته معلوم کړي، نو ویلی شم چې دغه انجینر د هر مروج سافټ ویر په کارولو سره کولی شي نسبتا دقیق ډیزاین وکړي. کچیرې یو انجینر ددې توان ونلري، هغه بیا کیدای شي په یو ډیر پرمختللي پوستکالي کې ناسمه ډیتا دننه کړي او ناسم یا غلط ډیزاین ترې ترلاسه کړي، د پوستکالي د وتنې تحلیل او د هغې سموالی او ناسموالی به نشي معلومولی او پدې ترتیب به ېې د ښه او پرمختللي پوستکالي سره سره ناسم ډیزاین کړی وي.

په افغانستان کې مروج پوستکالي عبارت دي له:

1- STAAD

2- SAP2000

3- ETABS

4- SAFE

5- CSI BRIDGE

6- AUTHODESK RIVET

او د اټکل کولو لپاره کیدی شي لاندې پوستکالي وکاروئ:

1- Ms. Projects

2- Primavera p6

کیدی شي په هره برخه کې نور زیات پوستکالي موجود وي، خو زه بیا هم تر هر څه لمړی د اساساتو زده کړې ته لمړیتوب ورکوم.

والسلام  

پوښتنه وکړئ او ځواب ترلاسه کړئ