د وسپنې را ایستنه
ژباړن : محمد طاهر کاڼی
د ځمکې پر مخ او د هغې په کانونو کې د مسو په پرتله ، سوچه وسپنه نږدې نه موندل کيږي . خو هغه د ګڼ شمېر منرالونو په ګډوله ( ترکیب ) کې شامله ده او د رنګه فلزاتو په پرتله يې ډېره پراختیا موندلې ده . پر لرغونو زمانو کېدای شو ، چې وسپنه له بېلابېلو ځایونو ، یانې د ولاړو اوبو ( جهيلونو ) ، ډوبنیو ( جبه زارو ) ، چمني سیمو او نور ځایونو څخه تر لاسه شي . اړینه ده وویل شي ، چې د مسو د ویلي کولو له چارو څخه د وسپنې د ویلي کولو چارې یوه ډېره ستونزمنه پروسه ده . وسپنه د تودوخې په ۱۵۳۹ درجو کې ويلي کيږي . د لرغونيو ماهرانو لپاره د تودوخې د دومره لوړې درجې د تر لاسه کولو کار کورټ ناشونی او دوی ورته لاسرسی نه شو درلودای ، ځکه خو د مسو پر پرتله وسپنه ډېر وروسته د انسانانو په ژوند کې پر کار ولوېده . د وسپنې پراخه کارونه ، له هغې نه د وسلې او نورو څيزونو په جوړولو کې یوازې د مخزېږد ( میلاد نه مخکې ) پر لومړۍ زریزه کار واخیستل شو ، هغه مهال ، کله چې د سکرو او لرګيو پر مټ په بټیو کې د وسپنې د سور کولو او نرمولو ډول خلکو زده کړ او پراختیا یې ومونده . دا هم باید وویل شي ، چې ځينو ولسونو له دې نه پخوا لا د وسپنې ویلي کولو چارې زده کړې وې ؛ د ساري په توګه هغه قبېلي ، چې په اوسني ارمنستان کې مېشتې وې هغوی کولای شوای ، چې ان د مخزېږد د درېيمې زریزې په پیل کې له کانونو څخه وسپنه تر لاسه کړي .
تر ټولو ډېره پراختیا موندونکې وسپنیزه ګډوله ، یانې مقناطیسي مينرال ، سور مينرال ، او لیمونیت مينرال یا خو وسپنه له اکسېجن سره ( د وسپنې اکساید ) یا د وسپنې د اکسای هايدرات وو . د دې لپاره چې وسپنه له دغو ګډولو څخه بېله شي ، اړینه ده چې له هغې نه اوکسېجن لرې شي . ښکاره خبره ده ، چې لرغوني ماسټران ( پښان ) پر هغو پېچلو کیمیاوي پروسو ، چې د وسپنې جوړولو یا په بله وینا سوچه کولو لپاره ترسره کېدل ، نه پوهېدل ، خو د فلز د ویلي کولو بهیر ته پر کتو سره هغوی په پای کې وکولای شول ، چې څو قانونمندۍ وټاکي ، چې د وسپنې د توليد د ساده لارو چارو ( میتودونو ) په بنسټ کې يې ځای خپل کړ . زموږ د نيکونو تر هر څه دمخه دې ته پام شو ، چې د وسپنې د تر لاسه کولو لپاره دا حتمي نه ده ، چې هغه د ویلي کېدو تر درجې پورې ورسول شي . فلزي وسپنه کېدای شي ، چې د تودوخې په ډېرو ټيټو درجو کې تر لاسه شي ، خو د دې کار لپاره باید سونتوکي ، د مسو د ويلي کولو پر پرتله ، ډېر وي او دغه سونتوکي باید تر ټولو ښه څرنګوالی ( کیفیت ) ولري . همدا راز اړینه ده ، چې اور باید ډېر سخت سور وي . د دې ټولو لپاره د بټۍ ځانګړی جوړښت او د ویلي کولو ځانګړي شرایط اړین ول . د ویلي کولو پر کار باندې پیل کولو پر مهال ، پښانو لومړی په ځمکه کې ګردۍ کنده کېندله ، بیا یې د هغې دننني دېوالونو ته ډبل کاګل ورکاوه . دغې کندې ته د باندې له خوا نه مورۍ ورکول کېده ، د دې لپاره چې هوا ورننوزي او اور ګړنديتوب پیدا کړي . وروسته بیا د لاندينۍ برخې له پاسه پاسنۍ برخه د استوانې په بڼه جوړېده . د سونتوکيو په توګه پکې د لرګيو سکاره کارېدل . سکاره د بټۍ په ښکتنۍ برخه کې اچول کېدل . له پاسه پرې د وسپنې وړه ( میده ) شوې ګډوله ، بیا سکاره ، بیا ګډوله ، قشر پر قشر اچول کېدل . د ټولو قشرونو له پاسه پرې بیا د سکرو ډبل قشر اچول کېده . وروسته له هغه نه چې لاندينيو سونتوکيو اور اخیست ، نو د وسپنې ګډولې پر سره کېدو پیل کاوه . هممهال د هایدروجن ( سکرو ) د اکسایدونو کیمیاوي تعامل پیلېده او د وسپنې بېلېدل پیلېدل . وسپنه د ډېرو کوشنیو پاڼو په بڼه ، چې د نور خيري ( اضافي نا اړينو موادو ) پر پرتله درې ګرایه درنه وه ، ښکته کېدله او د بټۍ پر لاندینۍ برخه ( تل ) باندې لوېدله . په پایله کې به د کندې په تل کې د نرمې وسپنې ګردۍ کتله ترې جوړه شوه ، چې وزن به يې له یوه څخه تر اتو کيلوګرامو پورې وو . دغه کتله به له نرم فلز څخه جوړه وه ، چې تشې به یې درلودې او دغه تشې به يې له کلک خیري څخه ډکې وې . کله چې به د ویلي کولو کار پای ته ورسېد ، نو بټۍ به یې ړنګه کړه او په هغې کې رامنځته شوې نرمه وسپنه به يې ترې راوایستله . له دې وروسته به وسپنه په پښګرۍ کې پښانو بیا په انګار کې سره کړه ، د څټک پر ګوزارونو سره به يې ښه وټکوله ، د دې لپاره چې له وسپنې سره ګډ خیری او اضافي شیان ترې توی شي . د وسپنې ویلي کولو په چارو کې ، وسپنه د ډېرو پیړیو په اوږدو کې د فلزاتو تر ټولو لومړی او مهم فلز ګڼل کېده ، ډېر کار ترې اخیستل کېده او پښګري د تولید تر ټولو ارزښتناکه څانګه وه . یوازې له کلکولو او پاکولو وروسته وسپنې د قناعت وړ ځانګړنې خپلولې . لنډه دا چې سوچه وسپنه ، د هغې د نرموالي لامله شونې نه ده ، چې کار ترې واخیستل شي . د دې لپاره چې وسپنه په کورني - کرنيز ژوند کې د کارونې وړ وګرزي ، اړینه وه ، چې له کاربن سره یو ځای ویلي شي ، او ورسره ګډه شي . که چيرې د په لاس ته راغلي فلز په سلو کې له ۳ ، ۰ تر ۷ ، ۱ ( له صفر اشاریه درې تر یو اشاریه اووه ) سلنې پورې به کاربن وو ، نو دا فلز به پولاد وو ، یانې هغه وسپنه ، چې بل نوی قابليت يې خپل کړی چې هغه نور هم کلکېدل دي . د دې کار لپاره به يې جوړه شوې اله په انګار کې سره کړه ، داسې چې رنګ به يې سور شو ، بیا به یې په اوبو کې سړه کړه . له دې وروسته به نو اله ډېره کلکه شوه او ډېرې ښې غوڅوونکې ځانګړتیاوې به یې خپلې کړې .
بټۍ ته د هوا د عادي ( طبيعي ) ننوتو په صورت کې به ، په هغې کې د تودوخې درجه له زرو ۱۰۰۰ نه لوړېده . ان لا په لرغونيو زمانو کې خلک په دې پوهېدل ، چې که چیرې په لاسي توګه ، د بنۍ په واسطه هوا بټۍ ته ورګړندۍ شي له همدغې طبیعي فلزي ګډولې څخه کېدای شي ، ډېره او د ښه څرنګوالي وسپنه تر لاسه شي . بنۍ له څرمنو جوړېدې او د هوا د ګړندي کولو لپاره به د لاس په واسطه پر حرکت راوستل کېدې . له بنۍ څخه د کار اخیستلو په صورت کې په بټۍ کې د تودوخې درجه کېدای شو ، چې یوازې تر ۱۲۰۰درجو پورې لوړه شي او له غرنۍ ګډولې څخه په هغې کې د شته وسپنې له نیمې برخې نه زیاته وسپنه نه بېلېدله .
لکه څنګه چې وسپنه د هر چا لپاره د کار وړ او ارزان توکی وو ، نو پر ډېر لنډ راتلونکي مهال ډېر ژر د تولید په ټولو برخو کې دود شوه ، په کورني ، کرنيز ژوند ، پوځي - جګړه ییزو چارو او د ژوند په ټولو برخو کې يې اوښتون ( انقلاب ) رامنځته کړ . وسپنيز تبر ، وسپنيزې یووې د ځمکو په کر او کښت کې هغو ولسونو ته ښه شونتیا ورکړه ، چې تر دې مخکې يې ورته کورټ لاسرسی نه درلود. په ډېری ولسونو کې یوازې د وسپنې له خپرېدو او پراختیا وروسته ، کرنه د تولید په تر ټولو ارزښتناکه څانګه بدله شوه . وسپنې کسبګرو ته داسې کلک سامان او تېرې الې پر لاس ورکړې ، چې د هغوی په وړاندې نه ډبرې او نه هم ژېړو کولای شوای مقاومت وکړي . هغوی یو داسې بنسټ وګرزېد ، چې د هغوی پر بنسټ بیا نورو کسبونو په ډېر ګړنديتوب وده وکړه . دغو لویو پرمختګونو لومړنۍ ټولنې ته پایټکی کېښود او د هغې پر ځای ډېره وده موندونکې طبقاتي ټولنه رامنځته شوه .
اخځ : د سل سترې راایستنې له کتاب څخه ، برېښنايي بڼه