ولې په چین کې 13 پوړیزه ودانۍ چپه شوه
۱- ددې ودانۍ په تهکوی کې د یو ګراج د جوړولو کار روان و
۲- کیندل شوي مواد د ودانۍ شمال لوري ته څیرمه د لسو مترو په لوړوالي سره اچول شوي و
۳- ودانۍ د شمال او جنوب له لوري د دوه نامساوي فشارونو تر اغیز لاندې راغله (یو لوري ته د لوړې اچول شوې خاروې پوسیله تولید شوی لوړ فشار، او بل لوري ته د کنیدنې له امله تیټ فشار).
۴- ددې له امله په ودانۍ باندې د 3000 ټن په اندازه جانبي قوه راغله چې دغه لویه قوه د تهدابونو (میخي تهدابونو) د توان څخه لوړه وه.
په پایله کې ودانۍ په خپل سهیلي اړخ ور پریوته او د ځمکې پرمخ څملاسته.
کیسه دا دول ده چې:
1 ودانۍ جوړه شوه
2 د ودانۍ په جنوب کې د ګراج د جوړولو لپاره کیندنې پیل شوې. او کیندل شوې خاوره د ودانۍ په شمال کې واچول شوه (د یو اړخه وکیندل شوه او په بل اړخ کې انبار شوه)
3 ډیر تند بارانونه وشول او ځمکې ډیرې اوبه وزبیښلې.
4 تعمیر ناسته پیل کړه. ودانۍ د خپل خالي شوي اړخ په لور و خوځیده، تهدابونه د جابني (له اړخه) بارونو لپاره نه و ډیزاین شوي.
5 نو په پایله کې ېې د نړۍ اتم عجیب له خپله ځانه جوړ کړ (اوه نور لکه د مصر هرم، تاج محل، ایفل برج ...).
6 کچیرې له نورو ودانیو سره نږدې پرته وی نو یو پر بل پسې به ډیرې ودانۍ نړیدلې وې (یو پر بل به ور چپه کیدلې).
تهدابونو په کافي اندازه سیخ نه درلودل
تهدابونه یوازې د عمودي (له پاسه راغلي) بارونو لپاره ډیزاین و
د تهداب یوه پښه چې په خاوره کې نښتې پاته ده، او د ځمکې لاندې اوبه پکې ښکاري