د پروژې د مدیر لسګوني وړیتاوې:
حلیم وردګ
لاندې د یو مدیر لس غوره وړتیاوې د هغوی د زیات کاریدو له مخې یو پر بل پسې برابرې شوي او غواړو دلته ېې لنډه تشریح ستاسو سره شریکه کړو. پدې هیله چې ستاسو د ورځني مدیریت په پیاوړتیا کې څه ناڅه ګټور تمام شي.
۱- د ګډ لیدلوري الهام ورکول:
یو ښه پروژوي مدیر کله کله داسې پیژندل کیږي چې هغه د خپلې موخې لپاره یو خیالي حل او حل لاره ترسیم، او په مفصله توګه نورو ته څرګنده کړی شي. خیال، یا تخیل (Visionary) زیاتره وخت دا ځواک راکوي چې د یو بدلون لپاره نوی حل، د هغه حدود او پولې ترسیم او وټاکلی شو. یو ځل دا خبره عامه وه چې ویل کیدل به: مشر (Leader) هغه څوک دی چې موږ له لاسه نیولي پورته کړي، موږ ته زموږ پدې ځای کې د شتون دلایل راکړي، موږ ته د بدلون په اړه روحیه او الهام راکړي. یو خیالي (Visionary) مشر تر لاس لاندې خلکو ته دا ځواک ورکوي چې دوی داسې احساس وکړي چې دوی پدې لار کې یوازې ندي، بلکه یوه ښه کلکه امسا (مشر) لري، تر څو د ضرورت په وخت کې پرې تکیه وکړي. د مشر تخیل تر لاس لاندې کسانو ته دا ځواک ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپلو ورځنیو چارو کې تمرین او تجربه کړي. د بنّیز په ژبه: خیالي مشران خلکو ته دا فرصت ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپل ځان کې پیاوړی کړي، او د خلکو په منځ کې دا خبره خپره کړي چې تخیل د دوی په ژوند او مسلکي دنده کې څه رول لري.
۲- ښه خبرې اترې کونکی (مفاهمه کونکی):
د خبرو اترو ځواک د لوړ پوړو او یا تر لاس لاندې کسانو سره زیاتره وخت د مدیریت د دوهمې مهمې اړتیا په توګه پیژندل شویدی. د پروژې مشري (Leadership) هر وخت د هدف، مسؤلیت، کردار، او توقعاتو په برخه کې، د ښه، واضح، شفاف او ساده افهام او تفهیم لپاره لمړیتوب (اهمیت) ورکوي. د یوې موضوع په راخلاصولو (خلکو ته په لنډو کې تشریح کولو) او مسیر ورکولو کې ډیر اهمیت پروت دی. د پروژې مشر د ټیم د غړو او لوړو پوړو ترمنځ یو ارتباط دی. یو مشر باید ددې ځواک ولري چې د خپل کاري ټیم د بریاو او لاسته راوړنو په بیانولو، او د دواړو خواو په قناعت حاصلولو برلاسی وي، او د اړیتا په صورت کې د خلکو په هڅونه (تشویق) هم سترګې پټې نکړي. د ښو، ساده، او څرګندو خبرواترو له مخې د پروژې مشر کولای شي د پروژې د هر غړي لپاره مرستندوی واقع شي، کوم چې نن او سبا ددې کاري ټیم د لاسته راوړنو او فعالیتونو لپاره ډیر ګټور پریوزي.
۳- امانت داري:
د یو مشر لپاره ډیره مهمه ده او باید په یاد ولري چې دده کار او کردار باید د لاس لاندې کسانو لپاره سرمشق وي. یو ښه مشر د ښو اخلاقو او خوی تمرین او تجربې ته ډیره اړتیا لري. د خپل ځان لپاره اخلاقي معیارونه ټاکل، او پر هغو باندې عمل کول، او همدا راز د هغه چا چې ددغو اخلاقي معیارونو سره برابر عمل کوي د هغوی هڅونه (تشویق) ، او هغه څوک چې دا اخلاقي معیارونه نه مراعات کوي خبر ورکول، هم د مشر د مسؤلیتونو څخه دي. پخپل زړه سره (سلیقه يي) روزل شوی مشرتوب د ټیم په درد نه لګي، بلکه هغه مشري چې په امانت دارۍ، او متقابل درناوي ولاړه وي د ټیم او هم د مشر لپاره ډیر ګټور دی.
۴- هڅونه او تشویق:
لنډ او ساده، موږ هغه مشر چې تل منفي بافي کوي، او موږ ځپي، نه غواړو!. موږ د هڅونې او بونس (bounce) سره یوځای مشر ته ښه راغلاست وایو، هغه مشر چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ سره کار وکړي. موږ غواړو پدې باور کار وکړو چې موږ د یو ځواک راکونکي سفر یوه برخه یو، موږ غواړو دا احساس کړو چې ژوندي یو، موږ غواړو هغه خلک تعقیب کړو چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ د سفر مشري کوي. نه هغه څوک چې د یو کار د نه کولو یا نه کیدلو لپاره دوه سوه بیلابیل دلایل راوړي. ښه هڅونکی مشر خپلې موخې ترلاسه کولی شي، او د لاسته راوړنو په لوړتیا کې خبرې کوي. ښه مشري موږ ته د ځواک، اطمنان، او لاسته راوړنو لوړتیا را په برخه کوي.
۵- هم دلي یا تلقین کول (empathy ):
مشر باید د نورو کسانو ژوند او د ژوند شرایط درک کړي، لکه یو زده کونکی چې خپله تبصره د مشر په اړه لیکي: دا ډیره ښه خبره ده چې د پروژې مشر ددې فکر وکړي چې موږ د خپل کاري دفتر څخه بهر هم ژوند لرو.
۶- سیالي:
موږ باید پدې باور ولرو چې، یو څوک هومره پوهیږي لکه څومره چې دی هغه په عمل کې موږ ته ښودلی شي. د پروژې د مشر په تخنیکي (علمي) پوهه تکیه کول ندي په کار، نو د مشرۍ سیالي د مشر په علمي پوهه کې نشو را خلاصه کولی، لکه څنګه به چې دې ټکي ته پرون ډیر ارزښت ورکول کیده. د پروژې مشر باید د هغه څه له مخې چې د نورو مشري په ښه توګه وکولی شي و ګمارل شي، نه د علمي پوهې او مرتبې له مخې. د مشر په ټاکلو کې د هغه د ښه رهبرۍ (مشرۍ) سوابق (شاځمکه) کولی شي د هغه د سیالۍ د ګټلو لپاره مناسب معیار وي. د مشرۍ په برخه کې تجربه د سیالۍ بل اړخ تشکیلوي.
۷- د په کار ګمارلو وړتیا:
باور د مشر او تر لاس لاندې کسانو ترمنځ یوه مهمه خبره ده.
تاسو خپل باور او اعتماد نورو ته دخپل عمل له لارې ښکاره کوئ؛ څومره د دوی کار چک کوئ؟، څومره د دوی په وړتیا باوري یئ؟، او څومره دوی ته حق ورکوئ چې په یو کار یا تصمیم کې برخه واخلي؟. هغه کسان (مشران) چې په بل چا باور نلري، زیاتره وخت ناکام بلل شویدي. او د تل لپاره د وړوکي مشر (مدیرک) په څوکۍ پاته کیږي، او یا داچې ټول کار به پخپله ترسره کوي!. یو زده کونکي پدې اړه ډیره ښه تبصره لیکلې: یو ښه مشر لږ ټنبل ښه وي.
۸- تر فشار لاندې سړه سینه پاتې کیدل:
په یوه خیالي نړۍ کې کیدای شي یوه پروژه د خپل مهال ویش، او بودیجې سره سمه، او له کومو لویو خنډونو پرته پای ته ورسیږي. مګر موږ په خیالي نړۍ کې نه اوسو، پروژه باید خنډونه ولري. یو ښه مشر به دغه خنډونه په خپلو لویو لویو ګامونو سره طۍ کوي. کله چې یو مشر د یو مشکل او یا تشویش زیږونکې پیښې سره مخامخ کیږي، دی دغه مسئله د ځان لپاره په زړه پورې بولي، دی دا احساس کوي چې دوی پدې برلاسي کیدی شي، او دا د ځان لپاره یو ښه چانس ګڼي. بنّیز لیکي: د هغه مواردو په اړه چې وړاندوینه ېې نشي کیدی، او همدا رنګه ګډوډۍ او بدلون هغه څه دي چې مشر ددې لپاره حل پیدا کوي، د هغه انځور نورو ته کاږي، او پروژه د نورو کسانو سره ګډه پر مخ کش کاږي.
په یاد ولرئ چې ـــــ تر لاس لاندې کسان مو پر تندي خولې ونه ویني.
۹- د کاري ټیم جوړولو وړتیا:
یو بریالی کاري ټیم جوړونکی کیدای شي هغه ځواکمن کس ته ووایو چې د خپل کاري ټیم لپاره هغه څه برابر کړي چې د ټیم ګډونوال ټول د یوې ګډې موخې لپاره متحد، همفکر، او او ټول د ګډې موخې په لور روان کړي. ددې لپاره چې د بیلابیلو فکرونو، وړتیاو، او نا پیژانده څیرو څخه یو موټی او یو پر بل پورې تړلی کاري ګروپ جوړ کړي، مشر باید ددې کار د تر سره کولو لپاره مناسبه پروسه، او ډینامیک په پام کې ونیسي. دی باید ددغه کار په برخه د مشرۍ مناسب سټایل (شیوه) عملي کړي، او ددې موخې لپاره ېې ګام په ګام عملي کړي. مشر باید د ټیم د هر غړي خوی، عادت او اخلاق ځانته له مخکې معلوم کړي وي.
۱۰ – د مشکل حلولو وړتیا:
که څه هم ډیره کله ویل کیږي چې ګټور مشر هغه دی چې د مشکل حلولو مسؤلیت د نورو سره شریک کړي. موږ د مشر څخه توقع لرو چې دی مشکل په خپله حل کړي. مشران د (دلته – همدا اوس فرصت) لپاره تازه، نوښتګر، او ښه ځواب وړاندې کوي. دوی پدې سر نه خوږوي چې نورو څه کړیدي.
تر بیا
درنو هیوادوالو، پښتو انجینري بلاګ ستاسو د مسلکي لیکنو او ژباړو د خپرولو لپاره هر کلی وايي، او ستاسو ملتیا زموږ د ژبې د بډاینې، او راتلونکو نسلونو لپاره ستره لاسته وړنه بولي.
د خپلو لیکنو او ژباړو د خپرولو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ.
meyounadallah@gmail.com