د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبر

محمداصف شينوارى 04.05.2008 15:17

دغويي پنځلسمه١٣٨٧

محمداصف شينوارى جلال اباد

 

دافغانستان په ختيز کې د ولايت کونړ چارواکو ددوه تنو ځان وژونکودنيولو خبر ورکړ.چارواکي وايې په نيول شويو کې يو تن دګاونډي هيواد پاکستان دمومندو ايجنسۍ اوسيدوونکى دى.دکونړ ولايت دامنيې قوماندان جنرال عبدالجلال(جلال) ديکشنبې په ورځ وويل تيره شپه پوليسو دنورو کشفي ارګانونو دکارکوونکو په مرسته هغه دوه تنه ونيول چې دوې ته يې په اړه له وړاندې نه رپوټ ورکول شوى و.هغه وويل دغو کسانو په پام کې لرله چې هغه مهال پروالي او يا پرده باندې ځان وژوونکې حمله تر سره کړي چې دامريکايې پوځي چارواکو سره يو ځاې وي دکونړ دامنيي قوماندان زياته کړه له دغو کسانو نه چې داسعد اباد ښار ته څيرمه داستوګنې له يوه کور نه نيول شوي داړينو توکيو سره يوځاې هغه واسکټ چې په ځان وژوونکې حمله کې کارول کيږي دوه لاسي بمونه او يوه جوړه دپوليسو پوځي دريشي چې دوې غوښتل دهغه نه په ګټه اخيستنه خپلې موخې ته ورسيږي تر لاسه شويدي.جنرال جلال وويل نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو څرګندونو کې ويلي چې دا هرڅه يې له ګاونډي هيواد پاکستان نه له ځان سره راوړي و.ديادونې وړده چې ددولت مخالفو ډلو لاتر اوسه په دې اړه چې نيول شوي کسان په دوې پورې تړاو لري که نه خپل غبرګون نه دى ښودلى.په دې وروستيو کې دافغانستان ختيز ته دځان وژونکو دراننوتو شمير او په دې اړه انديښنې ډيرې شويدي.ددغو دووتنو تر نيولو خواو شاه لس ورځې وړاندې دننګرهار امنيتي چارواکو هم يوتن له ورته توکو سره يوځاې نيولې و او په همدغه ولايت کې همدا پرون دوه تنه نور چې امنيتي چارواکو ځان وژوونکي وبلل دخپلو چاوديدوونکو موادو دچاودنې له امله ووژل شول.