د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر کرزي خپلې ژمنې له پامه وغورځولې!

محمداصف شينوارى 26.08.2008 10:36

لکه چې ټول هيواد وال خبر دي دروان کال دچنګاښ دمياشتې په شپاړسمه امريکايي الوتکو دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ داوغز په سيمه کې دواده پر مراسم بمباري وکړه چې له امله تر پنځوسو تنو ښځې او ماشومان ووژل شول ،لس تنه ټپيان شو او تر لسو تنونور لاتر اوسه هم لادرکه دي،دډيرو کره ثبوتونو له وړاندې کولو سره سره امريکايي ځواکونه اوس هم دا نه مني چې ګواکې ددوې الوتکو پرولسي وګړو بمونه غورځولي،خير دا خبره پرخپل ځاې خو افغان ولسمشر حامد کرزي چې داوغز په څير له تمدنه لرې غرنۍ سيمې اوسيدونکو چې په دې وژل شويو کې به يې خامخا ښځې او بچي وي په رايو دې څوکۍ ته رسيدلى له پيښې څو ورځي وروسته دپيښې له قربانيانو سره دهمدردۍ په موخه په داسې حال کې دهسکې مينې ولسوالۍ ته سفر وکړ چې ان همدا زيانمنې شوې کورنۍ هم پرې خبرې نه وې،په هر حال دلته خو به دوې امنيتي ستونزې رامخې ته کوي خو تر ډيره خبره دزيانمنو شويو کورنيو ده چې  څومره ورسره دولسمشر له لورې همدردي وشوه ،داسې اوازې هم اوريدل کيږي چې ولسمشر کرزي دشيخ الحديث مولوي فضل الهادي شينواري په لارښوونه سيمې ته سفر وکړ ويل کيږي چې شيخ الحديث صيب غواړي دښاغلي کرزي لپاره دولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کمپاين وچلوي ،کرزي دسيمې خلکو او چارواکو په وړاندې په خپلو خبرو کې ځينې ژمنې وکړې،کرزي وويل له جلال اباده هسکې مينې ته تلونکې سرک به په نژدې راتلونکي کې په پاخه اواساسي ډول پوخ کړي،دولسوالۍ روغتيايي مرکز به په شل بستريز روغتون واړوي،داوغز دسيمې دوه منځني ښوونځي به ليسو ته لوړ کړي،دزيانمنو شويو کورنيو غړي او مشران به دحج دفريضې دادا کولو لپاره سعودي عربستان ته وليږي،همدې کورنيو ته به په کابل کې  يوه ،يوه نومره ځمکه دسرپنا دجوړولو لپاره ورکړي او دغه راز به يې خپل دربار ته په ورغوښتلو په نغدي مرستو هم ونازوي،خو له هغې ورځې دادى تر يوې مياشتې هم ډير وخت تير شو خو داسې ښکاري چې دښاغلي کرزي ژمنې يوازې دخپل کمپاين لپاره وې او دزړه له تله پکې څه نه ښکاريدل،ځکه چې له تيرې يوې مياشتې راهيسې دزيانمنو شويو کورنيو غړي دکابل په مسافر خانو کې سرګردانه ګرځي او نه خو يې څوک دولسمشرۍ ماڼۍ ته ورولي او نه هم ورته شيخ الحديث صيب دخپل کور ورپرانيزي،خو دغو ښاغلو ته بايد دا په ياد وي چې ټاکنې راروانې دي او که ددوې کړنې دولس پر وړ اندې همداسې وي نو دوې دې خپل مخ دولس په اينه کې همدا اوس وګوري،