د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولس دچارواکو په منګولوکې

محمداصف شينوارى 20.04.2008 15:12
داسلام په صدر کې دحضرت محمد(ص)دوفات نه وروسته چې دچارو واکې دخلافت يا امارت پوسيله تر سره کيدې نو خلفاې راشدينو او اميرانو به ځانونه دخلکو حاکمان نه بلکې خادمان ګڼل که دچارو دورسپارلو پرمهال دحضرت ابوبکر صديق(رض) لومړنۍ وينا ته پاملرنه وکړو نو هغه په دې وينا کې له خلکو غوښتي وچې که سم کارونه کوي نو ورسره دې مرسته وکړي او که چيرې داسلامي لارښوونو او دمسلمانانو له خدمت کولو نه غافله او په چارو کې پاتې راځي نو هماغه شيبه دې ورځينې خپل باورواخلي.حضرت عمر فاروق دخلکو په ستر مجلس کې ويلي وکه زه په لاره وم نو زما اطاعت وکړۍ او که بې لارې شوم نو زما اطاعت پرتاسو لازم نه دى نو دمجلس له منځه يوتن راپورته او خپله توره يې له تيکي راوويسته عمر ته يې وويل قسم مې دې په خداې وي که ته بې لارې شوې نو په دې توره به دې سم کړم.حضرت عمر دخداې شکر پرځاې کړ چې په رعيت کې يې داسې وګړي هم شته.دادهغه چا وينا ده چې هر مسلمان ته دمنلو او باور کولو وړ ده خوراځۍ چې لږ داوسمهالې اميرانو اوچارواکو له حاله هم ځان خبرکړو چې دمنصب او امارت دترلاسه کولو پرمهال دخداې (ج) له لورې پرراليږل شوي سپيڅلي کتاب قران عظيم الشان سوګند يادوي ،ځان دخلکو حاکم نه بلکې خادم بولي خو چې کله دعمل ميدان ته راوزي نو بيا دا ټولې ژمنې بل ډول وي .زموږ چارواکو او اميرانو دولس او هيواد دګټو پرځاې تل خپلې ګټې په پام کې نيولي اوددې ګټو دخوندي کولو لپاره يې ولس يرغمل کړى .موږوليدل چې دا خوار او کړيدلى ولس چادکمونيزم،چادجهاد او چاهم ددموکراسۍ په نوم په منګولو کې نيولې او شپيلوي يې .وړاندې به نه ځو او دتيرو خواوشاه اوه کالو مودې ته به ځغلنده نظر واچوو .طالبان مات شوهغه مجاهدين او وسله وال چې طالبانو دشر او فساد په نامه له پښو غورځولي ودامريکا په مرسته بيا په پښو ودريدل او ټولو هغه له لاسه ورکړي منصبونه چې له هر ډول وړتيا پرته يې دټوپک په زور لاندې کړي و بيا تر ګوتو کړل او دولس په نوم راتلوونکې مرستې لکه دجهاد او کمونيزم دمرستو په څيريو ځل بيا ددوې جيبونو ته ورروانې شوې تر يو وخته حالات همداسې روان وخو چې دولس فرياد پورته او نړيوال ځير شو نو له ددموکراتو او روښانفکرو په نوم هغه افغانان چې په بهر کې ديره و او تر ډيره دولس له دردونو او کړاوونو ناخبره و دبيلابيلو منصبونو او ددې زورواکو نه دواک دترلاسه کولو لپاره راوستول خو دا جګړو ځپلې ولس په دې نه پوهيده چې دا ښاغلي به ورسره هغه د(کفن کش) ټوکه کوي .ددرانه استاد محمداصف (صميم) په خبره چې له بهر نه په کچکول کې راغلې پيسې په ديپلومات بکسونو کې بيرته بهر ته روانې شوې ، ولس يوځل بيا ددغه بهر نه راغلو په منګولو کې ولويده او ددوې له لورې دجوړو شويو انجو ګانو او ودانيزو شرکتونو چې (يوازې دپيسو دترلاسه کولو په موخه جوړې شوې وې) ښکار شول دې چارې ته په پاملرنې سره هغه نور هم راويښ شول او دپيسو دترلاسه کولو لپاره يې دهمدې په څير انجوګانې او شرکتونه جوړ کړل .که لږ شاته وګرځو او ددې ښاغلو دپلرونو او نيکونو شتمنۍ او جايدادونه راوسپړو نو وبه وينو چې ښايې ډيرى دغه ښاغلي به دخپل مړي دښخولو لپاره هم ځاې ونلري خو که اوس څوک دکابل شيرپور ته لږ سرورښکاره کړي نو ښايې داسې فکر وکړي چې په افغانستان نه بلکې په کوم پرمختللي لويديز هيواد کې دې ﻻه بهر نه راوړل شوې نقشې او ودانيز توکي او دغه راز بهرني انجنيران او کارکوونکي بل څوک راوستلاې شي.څه موده وړاندې زموږ ديو ښاغلي چارواکي نه چې ځان يې ددغه ليوانو او ښامارانو درانيولو او ورسره دحساب کتاب کولواتل باله وپوښتل شول چې ګواکې په شيرپورکې يې ديوې نومرې زمکې دترلاسه کولو وروسته دهغه څه نه لاس په سرشوې چې له ولس سره يې ژمنه کړې وه نوداوريدو نه چې دې ښاغلي ورته په ځواب کې ويلي و تاسې زما کور په شيرپور کې ولټوۍ نو وبه يې نه مومۍ هغه په شيرپور کې نه بلکې په وزيراکبرخان مينه کې ده وايې (پکه دادې لابله سپکه) دهمدې ښاغلي په ملاتړ کې دهغه يولاس لاندې ښاغلي رسنيو ته ويلي و چې ديوافغان په توګه ددې حق لري چې په شيرپور او يا وزيراکبرخان کې يوه نومره زمکه تر لاسه کړي خو دي ښاغلي لکه چې دا له ياده ويستلي و چې اوس هم دډيروګواښونواو رټلو سره سره مليونونه افغان کډوال دبې کورۍ له امله خپل هيواد ته نه راستنيږي.زموږ ولسمشر صيب چې کله خپل وزيران له قسمه تيرول نو ورنه يې په کلکه غوښتي وچې خپلې پانګې به دده له لورې په ورکړل شوې ځانګړې پاڼه کې وليکي خو زما په ګومان چې دا پاڼې به هغه مهال ليکل کيږي چې کله دا او ددوې انډول ښاغلو بلډنګونه په شيرپور ،وزيراکبرخان او دهيواد په نورو ارزښتمنو سيمو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شي.د تيرو شپږ اوه کالوراهيسې همداسې داداري فساد او بډواخيستنې نغارې غږيږي چې ان دا هيواد يې په نړيواله کچه دلسو مفسدو هيوادونو په ډله کې ودرولې دې خو دمشوړې سرله هم نه مالوميږي هر څه چې دې هيواد ته راځي نو پرنورو لارو بيرته وزي خو دا خوار او بيچاره ولس لاهماغسې دپلۍ پړک ته ناست دى.څو ورځې وړاندې راته ددې ځپيدلي يو خواخوږي وويل داسې يوڅو کورنۍ راپه ګوته کړه چې ډيرې بې وزله وي ترڅو ورسره دخوراک څښاک دتوکيو مرسته وکړي خو ما ونشو کولې چې داکار تر سره کړم ځکه چې ماته ټول افغان ولس اړ اوبې وزله ښکاري .دافغان ولس هره ګړۍ او هره شيبه دغم او خفګان داستان دې خو په دې به خپله خبره راټوله کړم چې موږ په دې ايمان او باور لرو چې دهرچا سره حساب کتاب کيدوونکې دې او هيڅو ک هم نشي خلاصيدې خو کاش چې زموږ چارواکي لږ ددغه حساب کتاب نه وړاندې په خپل ګريوان کې سرښکته کړي او ددې ځوريدلي ولس پرحال زړه سوې وکړي.دهمداسې يوې ورځې په هيله