د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله څنګه راتلاې شي؟

محمداصف شينوارى 21.09.2008 16:54
سوله او جګړه دوه هغه نومونه دي چې تر ډيره نه بيليدونکي دي ،په دې مانا چې کله دسولې نوم اخلو نو ورسره سم مو جنګ جګړې مخې ته کيږي او که جګړه يادوو نو بيا مو سوله سترګو ته ودريږي.چيرته چې دجګړو خبرې کيږي او يا دجګړو وريځې راخوريږي نو سوله هم دګواښنې له امله کډه کوي.دبده مرغه افغانستان داسې يو هيواد دى چې له تيرو درې لسيزو راهيسې دکورنيو او تپل شويو جګړو له امله ترې سولې خپله بستره رانغاړلې او ددغه هيواد وګړي دسولې دراتلو لارې څاري خو پوښتنه داده چې سوله څنګه راتلاې شي؟که دافغانستان دتيرو اوه کالو مودې ته پاملرنه وکړو نو دبيلابيلو نومونو لاندې دغه هيواد ته دسولې دراوستو هڅې شوي ،ملګرو ملتونو دګڼو هيوادونو سرتيري دسولې او ټيکاو دټينګښت لپاره افغانستان ته رااستولي.دنړۍ شتمنو هيوادونو ملياردونه ډالر دسولې دټينګښت لپاره ولګول،دهيواد په دننه او دباندې کې دسولې دراوستو په موخه نړيوالې غونډې او کنفرانسونه جوړ شودنړيوالو ضبر ځواکونو له لورې پر ګاونډيانو فشار راوستل شو،په کوردننه دسولې دراستلو دهرې ممکنې وسيلې نه کار واخستل شو،او په پايله کې دهغه چا دپخلايني لپاره يو خپلواک کميسون هم جوړ شو چې دسولې دراوستلو په لاره کې خنډ بلل کيږي او اوس خو لا دادې دتيرو څو کلاو راهيسې يوه ورځ دسولې دنړيوالې ورځې په نوم هم نمانځل کيږي. خو ددومره هڅو سره سره لا هم سولې دجګړو ځاې نه دې نيولې .او هره ورځ دا روانه جګړه يو نوې اړخ پيدا کوي او دسولې لپاره راټوکيدلې هڅې بيا له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي.خو زما په اند هغه لاملونه چې افغانستان ته يې دسولې دراوستو مخه نيولې په لاندې ډول دي.
-تر اوسه موجوده حکومت په رښتينې مانا دخلکو حکومت نه ګڼل کيږي او تر منځ يې خورا پراخه واټن موجود دى. حکومتي چارواکي ځانونه دخلکو حادمان نه بلکې واکمنان بولي.
- په دولتي چوکيو ګومارل شوي خلک تر ډيره دمصلحتونو له مخې ګومارل شوي چې د کاري وړتيا دنه درلودلو تر څنګ دولس دزړونو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلي.
- په هيواد کې ميشت بهرني سرتيري تر ډيره ددولت مشورو او لارښوونو ته غوږ نه نيسي او دې هيواد دخلکو کلتور ،مذهب او نورو ارزښتونو ته درناوې نه کوي،
- دبهرنيو سرتيرو خپلسرو کړنو خلک ديته اړکړي چې ددولت پرځاې دهغه دمخالفينو پلو ونيسي.
- په هيواد کې دبيکارووګړو دشميرې ورځ په ورځ زياتيدنه او دا چې دولت دوزګارو لپاره دکارموندنې کومه ځانګړې کړنلار نه لري نو دهمدې امله ډيرې ځوانان يا دمخالفينو سره يوځاې کيږي او يا دهيواد نه بهر ګاونډيو ملکونو ته ځي.
- په هيواد کې دنشه يي توکيو کورنۍ اونړيواله مافيا چې ريښې يې ددولت تر لوړو پوړيو پورې رسيدلي او تر ډيره دغه مافيا خپله ګټه په جګړو او ګډوډۍ کې ويني او دسولې دراوستو په لار کې لوې خند شمير لکيږي.
-له دولت سره ديوځاې شويو قومي مشرانو او مخالفو وسله والو قوماندانانو لپاره دژوند نه خونديتوبز
- دبيا رغاونې نا متناسب پرمختګ او دپروژو په پام کې نيول چې له امله يې دخلکو په منځ کې ناهيلې رامنځ ته کيږي.
-او په پايله کې په ټولنه کې دقانون نه پلې کيدل او په ځينو سيمو کې دلا هم دزورواکو شتون او دهغوې پوسيله دخلکو دجايدادونو لاندې کول ،په وړو ماشومانو انجونو او هلکانو جنسي تيري کول او داسې نور.
دپوتينو يادونو په پام کې نيول سره که اوس ووايو چې سوله څنګه راتلاې شي نو په زغرده ويلاې شو چې دولت او نړيواله ټولنه دې پورتنيو نيمګړتياو ته په پاملرنې سره دخلکو په زړونو حکومت وکړي او دسولې دراوستو لپاره دې دولس او خلکو ترمنځ له منځه تللى باور بيرته راژوندى کړي.حکومت دې خلکو ته رجوع وکړي ،رښتينې ولسواکي دې رامنځ ته شي ،له ادارو نه دې دبډو او فساد ټغر ټول شي،او حکومتي چارواکي دې قاونو لومړې په خپل ځان عملي کړي نو ملت هر وخت دسولې دراوستو په کار کې دحکومت ملاتړى دى او دکوم حکومت چې دولس له لورې ملاتړ وشي نو هغه مظبوط او نه ماتيدونکى وي او چې کوم حکومت مظبوط او نه ماتيدوونکې وي نو هغه حکومت بيا دسولې په راوستو کې هيځ خنډ نه ويني.
دپاې دخبرې لپاره همدومره چې په ټول افغانستان کې ديوې ټينګې،رښتوني او نه ماتيدوونکې سولې په هيله