د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پسرلى خپرونې وړانديز

احساس 24.04.2008 19:27


د هېواد ټولو ليكوالو ته سلامونه!
له شمال څخه خپرېدونكې درې مياشتنۍ خپرونې راتلونكې( لسمه) ګڼه د (( فارسي ژبي مثلث)) تيوري د عندولو لپاره ځانګړې شوې ده.
څه موده وړاندې د ايران، تاجكستان او افغانستان چارواكو  په دې غولونكې پلمه چې دغه درې واړه هېوادونه (( هم ژبي)) دي، د يو ګډ  فارسي ژبي تلويزون جوړولو فيصله وكړه. نو د پسرلى خپرونې ادارې پتېيلې چې راتلونكې ګڼه د همدې فارسي ژبې مثلث د غندلو لپاره ځانګړې كړي.
له تاسو ټولو درنو ليكوالو څخه هيله كوو چې د موضوع اړوند ليكنې په لاندې برېښنا ليكونو راواستوئ.
Zahsass@yahoo.com
Zahsass.2@gmail.com
يادونه: ښه به وي چې ليكنې مو په كومه بله خپرونه كې خپرې شوې نه وي.

درنښت
ستاسو احساس
مزارشريف
۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸