د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانش خپرونديې ټولنې د بلخ فرهنګيانو سره خپله وعده پوره کړه

احساس 23.04.2009 11:03

د انش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ  فرنګيانو سره د ٥٠٠ ټوکو کتابونو د مرستې وعده کړې وه، چې نن دغه کتابونه مومند باباادبي بهير ته ورسېدل.

نوموړي د روان کال په لومړيو ورځو کې بلخ ته د ځينو نورو فرهنګيانو سره سفر درلود چې هلته يې د مومند بابا ادبي بهير په مټ په ځينو فرهنګي ناستو کې ونډه واخيسته.

نوموړي په غونډو کې د مومند بابا ادبي بهير سره د ٣٠٠ او په بلخ ولسوالي کې د ام البلاد ادبي بهير سره د ٢٠٠ ټوکو کتابونو دمرستې وعده کړې وه، چې نن ورسېدل.

د دغې مرستې په تر لاسه کولو د مومند بابا ادبي بهير کتابونو شمېر سلګونو ته ورسېد، چې هره اونۍ ترې د بهير ګډونوال د خپلې ژبې د پوهېدنې په برخه کې په پوره توګه ګټه اخلي.

د بلخ  فرهنګيان د دانش خپرونديې ټولنې مشر له دې سترې پېروزينې څخه مننه کوي او کور ودانى ورته وايي.

دانش خپروندويه ټولنه د تيرو کلونو را په دې خوا د افغاني ادب په پياوړتيا کې نه هېرېدونکې هڅې کړي،  چې تر دې دمه يې په زرګونو کتابونه چاپ او تر مينه والو رسولي دي.