د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پسرلى خپرونې دوه ګڼې چاپ شوې

احساس 21.04.2009 15:06

له شماله خپرېدونكې پسرلى پښتو سياسي او ټولنيزې خپرونې پرله پسې (۱۱- ۱۲ ) او (۱۳- ۱۴ ) ګڼې تازه له چاپه راووتې.
پرله پسې (۱۱- ۱۲ ) ګڼه:

په دغه ګڼه كې د ښاغلي سليمان لايق سره د پاكستان د لاسوهنو، ډيورنډ او باچا خان په اړه مركه شوې چې د يادو شويو موضوعګانو سربېره پكې د سيمې په اړه هم ګټور تحليل شوى دى.

همدراز پسرلى خپرونه به مو له همدې ګڼې ((په شمال كې څه حال دى)) تر سرليك لاندې د نوې لړۍ له لارې د هېواد دشمالي ولايتونو په حال د فيچري راپورونو په خپرولو هم خبر كړي.

سربېره پر دې،
ايران د ختيځ شيعه...- د مذهب انقلابي كول او د نقشو ړنګول
د تخار افغانانو ته به څوك روژه ونيسي
د كيسو سرليكونه
 او نورې ليكنې لوستى شئ.

پرله پسې (۱۳- ۱۴) ګڼه:

د پسرلى په دې ګڼه كې د راتلونكو ټولټاكنو په اړه د ښاغلي اشرف غني احمدزي سره شوې مركه لوستى شئ. په مركه كې ټاكنې په هر اړخيزه توګه څېړل شوي دي

د مجلې سرليكنه په شمال كې د زورواكو او د هېواد په نورو برخو كې د بهرنيانو لخوا رامنځ ته شوې ناامني باندې څرخي. 

همداراز،
ټولټاكنى په چا كوئ
د حل پوځي لار نشته- افغان دولت د مذاكراتو خورا محدود واك لري
افغانستان ګوندونه او علمي سياست
كركت ملي لوبډلې په نړيواله كچه د هېواد بيرغ هسك كړ
او نورې ليكنې لوستى شئ.
د پسرلى خپرونې تازه له چاپه راوتې ګڼې د هېواد له بېلابېلو كتابپلورنځيو څخه په وړ بيه تر لاسه كولى شئ:

بغلان: د بغلان ادبي بهير كتابتون، نوى ښار شېر ماركېټ درېيم پوړ.
 پلخمري: چونغر ادبي بهير، سرافۍ ته مخامخ – پلخمري ښار
كندوز: هارون كتاب پلورنځى مركزي چوك د ولايت كوڅه، پسرلى ادبي او كولتوري ټولنه_ كندوز ښار
مزارشريف: دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې دفتر، د روضې ختيځ لورته بابر هوټل او مساپر خانه
ننګرهار: هارون كتاب پلورنځى، اسحاقزى ماركېټ.
پېښور: يونيورسيټي بك ايجنسي، كيسه خوانۍ
 كابل: بيهقي كتابپلورنځى ، دمخابراتو وزارت تر څنګ.
كندهار: افغان قرطاسيه او كتاب پلورنځۍ، ارګ بازار.
او همداراز يې د خوست او ګرديز  ښارونو په كتابپلورنځيو كې هم موندى شئ