د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احساس

02.02.2013 14:07    |   محمدالله احساس د مزار غونډه او انګازې يې!

تېره اونۍ د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې د شمالي ټلوالې يو شمېر رهبرانو په مشرۍ ګډه غونډه جوړه شوې وه، د جوړې شوې غونډې موخه راتلونکي ولسمشريزو انتخاباتو او د بلخ اوسني والي عطاءمحمدنور څخه ملاتړ و، ياده شوې غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې له يوې خواء په شمالي ټلوالې نيوکې زياتې شوي، چې د ځينو هېوادنو سره يې د هېواده بهر پټ تماسونه نيولي او د هغوئ حمايت او ملاتړي پدې برخه کې غواړي. د تېرې غونډې څخه داسې انګيرل کېږي، چې شمالي ټلوالې خپل متحده توب وښود، او د خپلو پلويانو څخه يې وغوښتل چې په راتلونکي انتخاباتو کې د دوی له لوري د ټاکل شوي شخص ته رايه ورکړي او په برياليتوب کې ورسره مرسته وکړي.

20.01.2013 13:18    |   جميل احساس پارلمان که سياسي کودکستان؟

د ۱۳۹۲ مالي کال بوديجه د دوهم ځل لپاره د ملي شوراء له لوري رد شوه، ويل کېږي، چې د ملي شوراء ځیني غړي نيوکه لري، چې د ۱۳۹۲ مالي کال بوديجه ځينې نيمګړتياوې لري او د ولایاتو انډول په پام کې ندی نيول شوی، خو اوس داسې ښکاري، چې د بوديجې رد يوازې د ځينو مشخصو ګټو لپاره و.

09.12.2012 18:30    |   محمدالله احساس د استاد صمد بېساری اثر (اخلاقي کنایې) چاپ شو

د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن،ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد دا ځل خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایې-لومړی ټوک) وړاندې کړې. کتاب ټولټال (۳۲۸) مخه لري،په ښکلې پښتۍ او معیاري کاغذ په کندهار کي د علامه رشاد (رح) خپرندویه ټولنې له لوري د زر ټوکه په تېراژ له چاپه راوتلی.

12.08.2012 14:05    |   محمدالله احساس پښتون مېشته ولاياتو بې ثباتي طرحه شوی پلان دی

د هېواد په تېر يولس کلن تاريخ کې يو شمېر پښتون مېشته ولاياتو د نورو پرتله ډېر زيان وليده، دوی د علم له عظيم نعمت څخه بې برخې پاتې سول، سړکونه يې لا هم ندي پاخه، لوی او مهم پلونه لا تراوسه شړ پاتې دي، په صنعتي فابریکو کارونه ونشول او په ټوله کې بنسټيزې پروژې پلې نشوې، سره لدې چې افغان ولسمشر، زيات شمېر وزیران، وکيلان، رئيسان او واليان هم د همدې ولاياتو اصلي اوسيدونکي دي، مګر دوی تر اوسه پرې زړه ونه سوځوه، یوازې يې د هغه ولايت د اصلي اوسيدونکي په نوم بسنه وکړه او بس! نه يې د کومې کونډې اواز واوريده، نه يې د يتيم پر سر د رحم لاس کش کړ، نه يې زده کوونکو ته د ښوونځيو دروازې پرانيستې او نه يې هم د دوی د درد درمان شول، په ډېر تاسف چې اوس هم د پښتون مېشته ولاياتو پرخلاف

04.08.2012 12:33    |   محمدالله احساس روژه څه ده

د هندوستان آل انډیا رادیو د ۱۹۷۸م کال د اګست پر ۱۹ د ماښام په نهه نیمو بجو یو پروګرام خپور کړ. د هغه سرلیک و (روژه څه ده؟) .دا یو نیم ساعته رادیویې خپرونه وه چي د درې مذاهبو استازیو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ترڅو راشي او هر یو د خپل مذهب له لیدلورې د روژې په اړه تصورات وړاندې کړي.

02.01.2012 12:10    |   مجیب الرحمن احساس دامپراطور يوه هديره

افغانستان دخپل حساس ستراتيژيک موقعت په لرلوسره دتاريخ په اوږدوکې دډېرو زبرځواکونودسيالوډګرپاتې شوى ، هرامپراطورچې په نړۍ کې يې سررااوچت کړى دآسياپه زړه يې سترګې ښخې کړې .خودسکندرنه نيولې بيادشوروي اتحادترپاشلوپورې ټولودلته دخپل غرورککرۍ ښکته کړې ، تردې چې ځينوخوافغانان فولادي نينې بللې چې په شخوندوهلوپرې غاښ ماتيږي اوپه خوړلويې دهضم ځواک نلري .

26.09.2011 21:43    |   مجيب الرحمن (( احساس)) افغاني رسنۍ دسياست په پنجوکې

ننۍ نړۍ هغومره سره تړل شوې اونژدې شوې که په يوه برخه کې يې وړه پېښه هم کيږي په بله برخه اغېزه کوي اوخلک ترې اغېزمن کيږې . ورستيوپرمختګونونړۍ په يوه وړوکي کلي بدله کړې په داسې کلي چې دهرې شېبې له بدلون اوپېښې يې يوبل خبريږې په دې تړښت اونژديوالي کې درسنيوونډه ترټولوزياته وه .په ديموکراتيکوهيوادونوکې رسنۍ

14.09.2011 21:47    |   مجيب الرحمن (( احساس)) لنډۍ دټپيزولپاره !!!

لنډۍدپښتوادب دفکلوريوه غني برخه ده اوزرګونه کلونه مخينه لري تردې چې په ځينولنډيوپورې خودپښتنودژوندتاريخ تړل شوي .

06.09.2011 20:32    |   مجيب الرحمن (( احساس)) دسولې ملي مشورتي جرګه که دسولې مشورتي پروژه ؟

موږدنړۍ په تاريخ کې دډيروجګروشاهديو خوډيروملتونوچې يومهال ديوبل وينوته تږي و.واوديوبل پرضديې ګولۍ اورولې بلاخره سره په خولاشول اودوينې په ځاي يې مينې په يوبل ولورلې .

22.08.2011 22:05    |   محمدالله احساس باداره دغه جنګ دې ...

باداره! دغه جنګ دې ... زموږ د یونیم ملیون پخوانیو او همدومره (یا تر دې هم زیاتو) اوسنیو شهیدانو وینې نه ضایع کوي. باداره ! دغه جنګ دې... زموږ کونډې د پېښور،کوټي،پنجاب،تهران ،آسیا،آسترالیا،اروپا او امریکا په بازارو کي نه نیلاموي . باداره ! دغه جنګ دې... زموږ د یتیمانو سرپرستي نه اخلي . باداره ! دغه جنګ دې... زموږ اجدادو (نیکونو) او اخلافو (پاته شونیو) ته د غلامۍ تور داغ په ټنډه نه لګوي .

07.08.2011 12:15    |   انجينر امين الرحمن احساس په وردګو کې لوی شمېر يهود جهنم ته ډالۍ شول

دوردگو ولايت چي په اوسني لسيزه كي دنا امنه ولاياتو په سرليك كي قرار لري دير نه تقريبا 25 كيلومتره دكرزي صاحب دكرسي نه غرب پلو ته پروت دي دنوموري ولايت په دريو ولسواليو (چك. سيد اباد.جغتو)

25.07.2011 12:41    |   انجينرامين الرحمن احساس دمظلوموافغانانو قاتلان به څوک محاکمه کړې

دمظلوموافغانانو قاتلان به څوک محاکمه کړې

20.07.2011 15:33    |   احساس خوستی لمرڅرک او د غازي نواز ښکرور دروغ

لمر څرک د هغه خپرونې نوم دی، چې د لمر تلويزيون څخه له شنبې تر پنجشنبې سهار ۸:۰۰ بجې په ژوندي شکل خپرېږي، ياده خپرونه څو برخې لري چې يو يې هم هغه برخه ده، چې پکې مخور مشران او يا چارواکي ميلمانه کېږي او خپل معلومات د يادې خپرونې له لارې نورو سره شريکوي، زه يو هم د یادې خپرونې يو تن مينه وال يم، چې په ډېره شوق سره يې هره ورځ تعقيبوم، مګر پرون ورځ (دوشنبه، چنګاښ ۲۷) د یادې خپرونې په ميلمه برخه کې د خوست ولايت يو متنفر، شوکمار او بداخلاقه شخص(غازي نواز تڼی) ميلمه وه، غازي نواز چې د يوې تش

14.06.2011 10:10    |   اسيه احساس بلخ ادبي خوځښت: مېرمن ادبي بهير اونيزه غونډه وكړه

د بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي او كلتوري بهير د ۱۳۹۰ كال د غبرګولي دميياشتې په ۲۳ مه نېټه، دوشنبې ورځ خپله اونيزه غونډه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې وكړه.

08.06.2011 02:46    |   اسيه احساس بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهيراونيزه غونډه وكړه

د بلخ ادبي خوځښت څانګې، مېرمن كلتوري او ادبي بهير خپله اونيزه غونډه د ۱۳۹۰ كال د غبرګولي د مياشتې په شپاړلسمه نېټه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې ترسره كړه

16.01.2011 16:39    |   مجيب احساس لنډه کيسه وېره

هغې بياخپل سر له کړکۍ راويوست واوره اوس نه ورېده خو سخت سوړبادچلېده ،يوه شېبه له ځان سره په فکر کې شو ژريې کړکۍ بنده کړه ښځې ته يې نارې کړې:تاته وايم څه شوې ! ښځه يې چې په پخلنځي کې په کارلګياوه ژرراغله اوويې ويل ...........څه دې ويل !

16.10.2010 18:38    |   عابدالله احساس دشهید جان الله هاشمزاد ه لومړی تلین

دهیواد دتګړه او پیایوړي ژورنالست ا و لیکوال شهید جان الله هاشمزاد دلومړي تلین مراسم د روانې تلې میاشتې په اته ویشتمه نیټه چې داکټوبر له شلمې نیټې سره برابره ده د جلال اباد ښار دقومونو او قبایلو دریاست په انګړ کې دده دکورنۍ، پژواک خبري اژانس او بټي ګوټ دځوانانو دادبي کلتوري او علمې ټولنې لخواتر ره کیږي .

09.04.2010 12:08    |   مجيب احساس غلا - لنډه کيسه

دمني يخه شپه وه او سوړبادچلېده ده په بيړه دمخامخ هديري په لوري ګامونه اخستل په ښى اوږه يې دکلنګ اوبېلچې وزن دروند ورته ښکاره شو،غوښتل يې بلې اوږې ته يې کړي خو په بله اوږه کې يې ټوپک اچولي وو ، مجبور وو خپل تګ ته همداسې ادامه ورکړي

20.01.2010 11:13    |   احساس ويښ ځوانان: ولسي جرګه دې د ناسمو څرګندونو له امله له افغان ملت څخه بښنه وغواړي

د مرغومي په ۲۴مه، د ولسي جرګې د ځينو غړو لخوا د لوی افغانستان د نومياليو مشرانو فخر افغان خان عبدالغفار خان او خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او د دوی د درنو کورنيو په باب سپکې څرګندونې كړې وې.

22.05.2009 09:54    |   ذبيح الله احساس د ټولو ياره! بلا دې واخلم

23.04.2009 09:03    |   احساس دانش خپرونديې ټولنې د بلخ فرهنګيانو سره خپله وعده پوره کړه

21.04.2009 13:06    |   احساس پسرلى خپرونې دوه ګڼې چاپ شوې

12.04.2009 13:18    |   میوند احساس دویم شاګرځ

07.04.2009 19:38    |   ذبيح الله احساس راځى! كركټ ملي لوبډلې ته دوعا وكړو

كركټ ملي لوبډله نړيوالو لوبو ته د لار پيداكېدو په مزل كې داسې پړوا ته رسېدلى چې د خپلو هڅو او زيار تر څنګ د درنو هېوادواولو دعاوو ته هم اړتيا لري.

26.10.2008 13:52    |   ذبيح الله احساس د شمال غوره فرهنګيال د سروزرو په مډال ونازول شو