ويښ ځوانان: ولسي جرګه دې د ناسمو څرګندونو له امله له افغان ملت څخه بښنه وغواړي
20.01.2010 12:13ويښ ځوانانو د غبرګونغونډې په توګه د يوې خبري ناستې په ترڅ كې وويل چې ولسي جرګه دې د لروبر افغان مشرانو پر وړاندې د ناسمو څرګندونو له امله له افغان ملت څخه بښنه وغواړي.
دغه خبري ناسته د مرغومي په ۲۶مه، په ننګرهار ولايت كې د فخرافغان باچاخان پر مزار د لسګونو ويښ ځوانانو او د لوى افغانستان د فرهنګيانو په ګډون ترسره شوه.
په ختيځ زون كې د ويښ ځوانانو استازي شريف الله ناصري وويل چې دوى دغه ناسته د ولسي جرګې د ځينو غړو لخوا د لوى افغانستان د ځينو مشرانو پر وړاندې د ناسمو څرګندونو په غبرګون تر سره كړه.
د مرغومي په ۲۴مه، د ولسي جرګې د ځينو غړو لخوا د لوی افغانستان د نومياليو مشرانو فخر افغان خان عبدالغفار خان او خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او د دوی د درنو کورنيو په باب سپکې څرګندونې كړې وې.
د ويښ ځوانان مشر اسرار احمد كريمزي وويل چې ويښ ځوانان د لروبر افغان مشرانو پر وړاندې د ولسي جرګې د ځينو غړو سپكې څرګندونې په كلكه غندي.
اسرار وويل: ((ولسي جرګې دې د ناسمو څرګندونو له امله له افغان ملت څخه بښنه وغواړي.))
نوموړي په سختو الفاظو كې له دولت او د ولسي جرګې له مشرتابه څخه غوښتنه وكړه چې د لوى افغانستان د مشرانو په درنښت او حيثيت ساتلو په موخه دې د ولسي جرګې هغو غړو ته چې سپكې څرګندونې يې كړي علني سزا وركړل شي.
د هغه په وينا دا ډول څرګندونې هغه څوك كوي چې د هېواد د دښمنانو له خوا استخدام شوي وي.
د غونډې يو تن ګډونوال او په پښتونخوا كې د ملي عوامي ګوند غړي احمد شاه يوسفزي هم د لوى افغانستان د مشرانو پر وړاندې شوې څرګندونې وغندلې.
نوموړي دغه ډول څرګندونې د لروبر د يووالي لپاره زيانمنې وګڼلې او زياته يې كړه چې دا ډول څرګندونې هغه څوك كوي چې د لوى افغانستان له تاريخ څخه ناخبره وي.
همداراز د سيمې فرهنګي او د قلموال خپرونې چلوونكي شېرعلم املوال هم د غبرګون تر څنګ زياته كړه چې دولت بايد د لوى افغانستان د مشرانو د پېژندنې په موخه وكيلانو ته روزنيز پروګرامونه جوړ كړي.
نوموړي زياته كړه چې لروبر افغانان سره بېل نه دي او وكيلان بايد دا حقيقت درك كړي.
په ختيځ زون كې د ويښ ځوانانو استازي د ولسي جرګې له مشرتابه څخه په كلكه غوښتنه وكړه چې د لوى افغانستان د ملي مشرانو پر وړاندې د ناسمو څرګندونو مخنيوى وكړي.
نوموړي زياته كړه چې په دغه غبرګونغونډه كې د لوى افغانستان ځوانانو د ويښ ځوانانو سره خپله همغږي وښوده.
د خبرې ناستې په پاى كې لاندې پرېكړليك وړاندې كړاى شو.
- هر هغه څوک چې د ملي مشرانو سپکاوی کوي بايد علني سزا ورکړل شي.
- په دې باب د ولسي جرګې د مشرتابه بې تفاوتي په کلکه غندو او ترې غوښتنه کوو چې په راتلونکي کې د دا ډول مسايلو راپېښېدو مخنيوی وکړي.
- دولت بايد د هغو وکيلانو لپاره چې خپل ملي مشران نه پېژني ځينې روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.
- له لروبر پراته افغان ولس څخه غوښتنه کوو چې په خپلو نومياليو ننګ وکړي او دغه ډول افغان ضد کسان پرې نه ږدي چې زموږ د مشرانو په شان کې بې احترامي وکړي.