د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکار،لنډه کیسه

عبدالله الهام جمالزی 23.09.2007 04:00

ټوپک یې په غاړه کې سم کړ ، ، زوی یې شاته پسې روان وو او هر څوقدمه وروسته  یې ترې نوې پوښتنه کوله .
- پلاره اوس خو نور سپین ږیری هم یې د څه لپاره اوس هم له ښکاره لاس نه اخلې ؟
- زویه په ښکار کې ډیر څه شته چې ته پرې نه پوهیږې .
- لکه ؟
- ډیر دي داسې آسانه یې درته نشم بیانولای ، زه خپله ترې ډیر خوند اخلم .
پلار ځیر ځیر کتل ، شنې ځلېدونکې سترګې یې په څه شي کې ګنډلې وې او خوله یې ښوروله ، بیا یې جیب ته لاس کړ څه شی یې له جیبه راوویستل او تر شا یې زوی ته هم ونیول ، هغه هم لاس ور وړاندې کړاو ترې راوایې خیستل .
زوی یې له څنګه روان وو ، کله به یې د پلار خیرنې قوارې ته وکتل او کله به یې وړاندې په شنه دره  کې سترګې وګرځولې .
- دڅه شي له ښکار سره دې ډیره لګي ؟
- دهوسۍ .
په یوه ډبره کېناستل او د طبیعت سندرې ته یې غوږ ونیو ، وړاندې یې په شنه دره کې کتل ، او شخوندیې واهه.
- وګوره زویه د طبیعت ننداره وکړه ، څومره درسونه پکې دي ، څومره رازونه پکې دي ، هیڅ له خبرو درته نه ستړی کیږي تل ګویان دی او زړه یې غواړي هره شېبه درته نوې خبره وکړي خو دا موږ یو چې هیڅ یې خبرې ته غوږ نه نیسو او هیڅکله په هغه څیزونو فکر نه کوو چې هغه راته وايي .
- هو ، ولا ډیر خوندور دی ، زما د غره له هوا ډیر ښه راځي بیا دداسې شنه او له ځنګلونو ډک غره ډیره مزه داره هوا یې وي .
- زه چې کوچنی وم دلته به له پلار سره راتللم ، هغه به هم ښکار کاوه ، ډیره ښه نښه یې ویشتله ، خو ما نو ماته ورکړې وه ، چې هرڅو به یې وکړل له ماسره یې نښه نه شوه ویشتلای .
- پلاره تاته د غره څه شی ډیر خوند درکوي ؟
- ولا ماته یې یواځې دا خوند راکوي چې ورته راشم نو له هر ډول چرتونو خلاص شم ، نه مې په ظالم او ظلم سترګې نښلي ، نه مې په عاجز او عجز بس دا یې ډیره مزه راکوي .
- فکر نه کوې چې دا هوسۍ هم دخدای پیدا ده د ژوند کولو حق لري ، دا درته عاجزه نه ښکاري ؟
- ولا زویه ریښتیا وایې کله چې یې ښکار کوم نو دا فکر راسره پیدا شي ، عجز او زارۍ یې له لیرې په سترګو کې لولم ، خو بچیه پخپله به دې هم په کتابونو کې لوستي وي چې دا طبیعت خدای زموږ لپاره پیدا کړی دی دا هوسۍ یې هم زما دښکار لپاره پیدا کړې په دې کې څه وایې ؟
- ولا نه پوهیږم .
پدې کې یې ټوپک راپورته کړ ، په څه شي یې نښه ونیوه ، ډیره شېبه ورته ځیر وو ، بیا یې ټوپک کیښود ، او زوی ته یې وکتل .
- ستا لپاره مې پریښود کنه هاغه مرغه وینې چې په ګټه ناست دی بل قسم به مې درته شیندلی وای .
- زما لپاره ؟
- هو ، خو تاویل چې  دژوند کولو حق لري ، زما هم پرې زړه وسوځېده پرې مې ښود .
- خو تا خوویل چې زموږ لپاره پیدا شوي دي ؟
- دا یو توپیر کوي .
دواړو وخندل ، ډیره شېبه سره چوپ ناست وو ، پلار ټوپک راپورته کړ او منډه یې کړه .
- زویه کېنه چې پیدا مې کړه .
- څه شی ؟
- هوسۍ ده .
- ښه سمه ده زه درته دلته ناست یم ، که مرستې ته درشم ؟
- نه نه کېنه .
پلار وړاندې په هوسۍ پسې منډې کړي وو ، له وړې غونډۍ واوښت ، زوی هم شاوخوا کتل ، صافه هوا ، چوپ آسمان ، او د ځمکې ښکلا ته چرت وړی وو . څه شېبه یې د پلار په خبرو کې چرت وواهه ، بیا موسک شو او په پلار پسې ور روان شو .
پلار د یوې ګټې خواته پټ وو ، په ټوپک یې سترګه پټه کړې وه ، د زوی د پښو ښکالو یې واورېده له شا یې  نرم ور وکتل بیا یې له شا ورته لاس وخوځاوه .
- آرام کېنه .
- چېرې ده ؟
- هغه ده دهغه غټ بوټي خواته په چمن کې .
پلار ډیره شېبه ورته ځیر وو ، بیا یې پرې ډز وکړ ، اوږده ساه یې واخیسته او کرار یې ګټې ته تکیه وکړه ، هوسۍ یې په ګېډه کې ویشتلې وه او په چمن کې وغورځېده ، زوی پلار ته وکتل ، او بیا یې د هوسۍ په لور وکتل .
- ولا نښه مو ډیره ښه ده .
- هو بده نده .
- اوس یې نو ولې را اخلو نه ؟
- نور یې ماته خوند نه راکوي ورشه په خپله یې را واخله او درسره یې کورته یوسه .
- نو تاته یې څه شی خوند درکوي ؟
- ماته یواځې دا خوند راکوي چې منډې پسې وکړم ، ښه یې ستړې کړم او ښه مې ستړی کړي او بیا یې له پښو وغورځوم ، په ګېډه کې یې وولم او راویې غورځوم  ، وروسته یوه اوږده ساه واخلم او یو ارګمی وکړم بس .