د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دويندويۍ فن (څلورمه برخه)

عبدالله الهام جمالزی 29.04.2007 03:00

دمتنونو ډلبندي:

ټول متنونه چې له راډیو یا ټلویزیون څخه خپریږي ، بایدیواځې یو ویاند ونه لولي ښایي ځینې داسې متنونه وي چې که ښځینه ویانده یې لولي داوریدونکي یا لیدونکي خوښ نشي یاهم داسې متنونه وي چې که نارینه یې لولي ښايي له سره هغه دچاخبره شرم وي .
پخوا هم وویل شول ځينې متنونه لکه خندني ، ټراجیډي ، سیاسي ، ټولنیز او یانور هریوځانګړې لهجه او دویلو طرز ته اړتیا لري . چې په خواشینۍ سره به ووایو زموږ په راډیوګانو او ټلویزیونونو کې بس ټول متنونه یوکس یایو ویاندیاویانده لولي او توپیر ورته نه لري .
خو دې ټکي ته باید پروډیوسران او جوړوونکي ډیر ځیر وي چې ښايي دداسې بې غورۍ پایله سخته وي او اوریدونکي یالیدونکي له لاسه ورکړي .
ایرانی لیکوال حسن شیدا متنونه په درې ډوله ویشي :
۱  نارینه متنونه
۲ ښځینه متنونه
۳  خنثی متنونه

خو کېدای شي پدې درې ډولونو ځینې نور ډولونه لکه ماشومانه او ګډمتنونه هم زیات شي چې ددغه متنونو په نظر کې نیول هم ډیر اړین او زموږ په راډیو ټلویزیون کې ورته له سره پام نه کیږي .
ځینې شعرونه شته چې سړی فکر کوي چې یواځې یې له اکبر ایازي  څخه واوري نو خوند به ترې اخلي لکه دکاروان ، جهاني او یانورو تکړه شاعرانو شعرونه ، خو ځینې وخت که هماغه شعر ښځینه ویاندې ته ورکړل شي ښايي له هغه  هم ډیرخوند واخلو .
دکاروان صیب هماغه شعر چې درانه ایازي صیب ویلی دی (هغه دنګه جینۍ ) که ښځینه ویانده یې ولولي ښايي پرې وهم خاندو مګرځينې شعرونه که بیا نارینه ویاند ووایي هم همداسې ، ځکه یو خو له سره نارینه او ښځينه احساسات توپیر لري بل غږ له هرڅه زیات دشعر په اغیز کې رول لوبوي .
په نثر کې هم باید په بشپړه توګه دا څیزونه مراعات شي ، یواځې شعر هم شرط ندی ،کله کله زموږ په راډيو ټلویزیون کې داسې هم شوي دي چې ښځې ته هیڅ ونډه نه ده ورکړل شوې او حتی په هغه پروګرامونو کې چې دښځینه وو لپاره خپریږي هم نارینه ویندويي کوي چې دا دپروګرام په اغیز کې کمی راولي .
یاهم ځینې وخت داسې شي لکه د آزادۍ راډیو یو پروګرام چې نه پوهیږم اوس به خپریږي کنه (دستورو سیند ) واقعاً ښه پروګرام وو ، ډیرو درنو او تکړه خویندو چلاوه ، واقعاً ښه شعرونه یې ټاکل او ښکلي به یې لوستل ، خو کله کله به داسې شعرونه پکې خپاره شول چې نارینه ویاند ته به یې اړتیا درلوده ، خو دهغوی ډیرو هڅو او ښه نیت پدې پرده اچولې وه خو باید په راتلونکي کې دغه څیزونو ته ډیر پام وشي .
دنثر برخه هم داسې ده ځینې متنونه شته چې باید ښځینه ویانده یې ولولي او د نارینه په ویاندۍ سره خپل خوند له لاسه ورکوي ،یاهم سرچپه .
دماشومانو کوم پروګرامونه چې دي باید ویاند دماشومانو په ژبه خبرې وکړي دماشومانو د احساساتو په ژبه خبرې وکړي .
که څه هم تراوسه زموږ په ټلویزیونونو او راډیوګانو کې دماشومانو لپاره پروګرامونه کم دي خو کوم چې شته هم دي د ویندویۍ کیفیت یې کمزوری دی ، د دغه پروګرامونو ویندویان باید داسې خبرې وکړي لکه دماشومان نازک او خواږه احساسات ، لکه دهغوی په ژبه د بېګا کیسې .
خو زموږ ویندویان داسې خبرې ورته کوي ته به وایې چې ښه لوی لوی ګمراهان یې پروګرام ګوري او دوی ورته لارښونه کوي ، کله هم په تیزۍ خبرې کوي کله یې هغه موسکند لحن له یاده وتلی وي کله هم پیچلي کلمات کاروي . چې ماشومان ښايي په هغه کلماتو له سره ونه پوهیږي یابه هم له مور او پلار نه مرسته غواړي .
یوه ورځ دسلام وطنداره پروګرام خپریده ، دماشومانو لپاره وو، زما دیوملګري کوچنی زوی هم ورته ناست وو ، ښه ورته ځیر وو ، هره خبره یې دزړه په غوږونو اوریده ، په راډیو کې دماشومانو په اړه خبرې کېدې ، خوکله به چې ماشوم ټنډه تروه کړه (غوسه به ورغله ) نو زه به راډیو ته ځیر شوم ویاند به چې کله لږ سخته کلمه وکاروله هغه ته به غوسه ورغله او کله به چې ویاند وویل چې ګلونو ماشومانو یا... نو ماشوم به موسک شو .
همدارنګه څوکسیز متنونه ځینې متنونه دي چې څوکسان یې لوستلای شي ، مثلاً د کیسو غوندې متنونه چې راوي هم پکې وي او دکیسو یو یادوه کرکټرونه هم .
یاهم کومه ژباړه وي لکه ګردي میزونه چې باید بیلابیل غږونه پکې وي . یاهم نور داسې پروګرامونه چې دڅوکسانو دخولې ویلي څیزونه پکې لوستل کیږ ي .
خنثی متنونه هم ډیر دي ځینې داسې متنونه شته چې که یې نارینه ولولي او که ښځینه په اغیز کې یې توپیر نه راځي هماغه یوقسم اغیز کوي چې پدې ډول متنونو کې بیا دپروګرامونو جوړونکي اړ ندي چې ښځینه او نارینه ویندویان دواړه پیدا کړي .

دغږ تناسب :
په هرډول متن کې دغږ تناسب ته اړتیا شته ، که تاسې نارینه متن لولۍ که ښځینه ، ماشومانه یاهم ټولیز نو باید دخپل غږ تناسب مو په پام کې وي .
دې ته مو باید پام وي چې ستاسې غږ باید له پروګرام سره مناسب وي ، ځینې وختونه لکه په ځینو ډرامو کې تاسې کولای شی غږ نری یا غټ کړی خو کله چې سیاسی یا اقتصادي متن لولی څرنګه کولای شۍ غږ بدل کړۍ .
داسې هم مه انګیرۍ چې تاسې دومره هنرمند یاستۍ چې په یوپروګرام کې ددومره ستر کار تر ووده ووتلا ی شۍ .
کیدای شي تاسې په څو بیلابیلو پروګرامونو کې دکارپوه په توګه نظر ورکړای شۍ ، نقد وکړۍ مګر نشۍ کولای په ټولو پروګرامونو کې یوډول ویندويي وکړاۍ شۍ .
او بالاخره دا چې خپل ځای اوخپل غږ وساتۍ داسې مه کوی چې کله اوریدونکی یا لیدونکی ووايي : فلانی ښه ویاند دی خو کاشکي چې ځان یې نه وای هرکاره کړی .
چې دلته هماغه ټکو ته دقت پکار دی چې باید ښځینه او نارینه متنونه بیل او په خپل ځای ولوستل شي ، ماشومانه متنونه په خپل ځای ، خپله لهجه ، لحن ، طرز او خپله چټکۍ سره ولوستل شي او ټولیز هم په خپل .  
 
ښه لیږد :

که څه هم پدې اړه پخوا بحث وشو چې تاسې باید په هغه کچه چې اړینه ده دلیکوال مطلب تراوریدونکي یا لوستونکي پورې ورسوۍ ، خو دلته یوڅو ټکي زیاتول غواړم .
په هرپروګرام یاهرهغه څه کې چې تاسې یې داوریدونکي یا لوستونکي په وړاندې ږدۍ څو کسانو کار کړۍ او زیار یې ایستلی دی ، څیړونکي ، لیکوال ، ایډیټر پروډیسر ، کمره مین  او یاهم تخنیکرانو او نورو کسانو خو اوریدونکی یا لیدونکی یواځې تاسې پیژني هغه خبر ندی چې ددغه پروګرام ، طنز ، خبر ... دمتن لپاره چاڅیړنه کړې ده چا لیکلی دی چا ایډیټ کړی دی ؟ هغه یواځې پوهیږي چې داپروګرام فلاني وړاندې کړ فلانۍ راډیو فلاني ټلویزیون وړاندې کړ  ، خو تاسې باید په متن دومره تسلط ولرۍ او دومره ښه پروګرام وړاندې کړۍ چې اوریدونکی فکر وکړي چې تاسې خپله دمتن څیړونکی هم یاست لیکونکی او نور ټول تاسې خپله یاست .
کله چې څوک یوښکلی ګل ګوري نو وايي چې به به عجب ښه ګل دی ؟ نه وايي چې عجبه ښه خاوره ده ؟ عجب ښه باغوان دی ؟ عجب ښه لمر دی ؟ عجبې ښې اوبه دي ؟ او ... تاسې هم هڅه وکړۍ چې اوریدونکی یا کتونکی ووايي چې عجب ښه پروګرام دی او تاسې باید وځلیږۍ .
بې شکه تاسې یاست چې د څیړونکي ، لیکوال ، ایډیټر او نورو ابرو ساتۍ او داټول په ډیر تمرین او مطالعه سره شوني دي ، تاسې چې کله کوم پروګرام وړاندې کوۍ وړاندې باید دهغه له لیکوال او پروډیوسر سره خبرې وکړۍ دپروګرام په اړه کافي معلومات ترلاسه کړۍ .
تاسې چې کله یو خبر لولۍ یا کومه سیاسی پیښه یاکوم بل پروګرام وړاندې کوۍ اوریدونکی باید فکر وکړي چې ګواکې خپله تاسې تللي یاست هغه پېښه مو په خپلو سترګو لیدلې ده (تاسې باید خبر ورکړۍ ، نه داچې یواځې خبر ولولۍ ) .
کله چې یوخبر لولۍ باید داسې یې ولولۍ لکه چې تاسې په خپلو سترګو پېښه له نږدې لیدلې ده ، ځیرلې موده او غور مو پرې کړۍ بیایې له اوریدونکو سره شریکوۍ ، که کومه سیاسي پیښه یا تبصره لولۍ باید داسې یې ولولۍ لکه یو ښه کارپوه چې خبرې کوي .
همدارنګه خندني او ټراټیجیډي متنونه ، تاسې که له طنز سره پوره بلد نه وۍ ، یایې په اړه معلومات ونه لرۍ یامو چېرته نه وي لوستي ښايي تاسې په هغې کې ناکام شۍ .
که تاسې له طنز سره نه وۍ آشنا ، دهغه له نازکو ټکو سره له خندنیو کلمو سره او پدې برخه کې مو تمرنین نه وي درلودلۍ نو وبه نشۍ کولای څرنګه چې بایده ده هغه ډول به تراوریدونکي پورې مطلب ورسوۍ  .
نوربیا...