د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دويندويۍ فن (دويمه برخه)

عبدالله الهام جمالزی 12.04.2007 04:00

هیله ده لومړۍ برخه مو هم لوستې وي دادي بله برخه مو په مخ کې ږدو خو هیله کوم ددې په لوستلو سره له ماسره اړیکې ټینګې کړئ او خپلې تجربې او پدې برخه کې خپل لیکلي له ماسره شریک کړئ؛ ځکه ماتیر ځل ویلي وو چې هرڅه هله آسانیدلای شي، چې له خپلې ژبې او خپل مسلک سره مینه ولرو . (ليکوال)

لومړني ګامونه :

وياند هغه څوک دی چې دلیکوال لخوا لیکل شوي ، د ایډیټر لخوا ایډیټ شوي او د کاپي ایډیټر لخوا کتل شوي او د پروډیوسر له نظره تیرشوي او بالاخره د ټولو زیارونو وروستی مسول دی چې هغه زحمتونه چې ایستل شوي دي هغه داوریدونکي په مخ کې کیږدي کیدای شي په لږ بې پروایۍ سره ددغه ټولو کارکوونکو زیارونه په اوبو لاهو کړي  .
وایي چې  یو هّ  لیکوال به  د خپلې هرې   لیکنې په   پیل     کې    د موسکا کلمه هم لیکله او د راډیو یوّ ه بل لیکوال به تل له  ځان سره خپل ملګری    سټوډیو ته بوته او ورته یې ویلي و چې  کله د هغه له  څیرې موسکا لیرې شي نو ورو به یې  د هغه غوږونه راکاږل  چې بیرته موسکی شي .
زموږ دغږ کیفیت او زموږ دبیانولو څرنګوالی دژبې په پیژندګلوۍ اوپه لیکلي متن زموږ دتسلط ښودنه کوي او لدې هم مهم زموږ دشخصیت ښودنه کوي .
موږ په هغه غږ چې چیغې ته ورته دی او په ژوول شوو اوناسمو ویوکو سره څرنګه کولای شو نور دخپل مطلب درک کولو ته وهڅوو .
دخبرو په وخت زموږ دڅیرې ناسموالی او دسر او لاسونو خوځول هم زموږ شخصیت داغي کوي اوهم مو خبرې بې اغیزې کوي .
موږ دیوپښتون په توګه کله چې یوخپل هیودوال ته خبرې کوو ، باید زموږ بیان پاک ، فصیح ، اغیزمن او په یادپاتیدونی وي بې شکه چې زموږ بیان به زموږ په شاوخوا خلکو او دشاوخوا ژبو په خلکو هم اغیز کوي .
زموږ ژبه زموږ د نیکونو مهم یادګار دی او زموږ د یووالي ترټولو ښه سمبول دی او زموږ دنده هم داده چې دهغې په ساتنه ، پالنه ، روزنه او بډایونه کې هم ترخپله وسه وسه هڅه وکړو .
زموږ په هیواد کې اوس په رادیو ګانو او تلویزیونونو کې په تیره بیا په دې مصنوعي رادیوګانو منظور مې دا اف ایم یا طلوع مولوع دی پدې کې ویندویان په یوه غونډله ټینګار کوي پداسې حال کې چې ټینګار هلته نشته ، یاهم دغونډلې په منځ یا ناسم ځای کې مکث کوي د همدې لپاره راتلونکې بحثونه همدې وړ څیزونو ته ګوښي شوي دي  .

۱- لهجه :

یوویاند چې په هره ژبه ویندویي کوي ، باید په هغه په بشپړه توګه واکمن وي ، نه داسې لکه زموږ په هیواد کې بس که پښتون دی که فارسي ژبی خوچې هغه متن ولوستلای شي نور یې فکر ندی چې مطلب اوردو دی که پښتو خو بس ویاند یې نور معلوم شوی دی . کله چې یو ویاند په سیمه کې په دود ژبه او لهجه خبرې کوي خو د بلې سیمې لهجه ولري نه یواځې اوریدونکو ته یې د بیان درک ګرانیږي بلکې په هغه لهجه پورې به یې زیات اوریدونکي وهم خاندي .
ددې ترڅنګ به دې کمډي لوبغاړو لپآره یومضمون هم په لاس ورکړي ، که باور نه کوی د هندوستان پښتو رادیو ، دمسکو ، دچین او ځینو نورو راډیوګانو ته غوږ ونیسۍ خندا به موراشي . په یاد مووي چې شاید همدا لهجې دهغې سیمې په لهجو چې هلته هغه رادیو زیاته اوریدل کیږي اغیز وکړي . او داوریدونکو عادت شي .
زه یوه یادونه غواړم دلته وکړم او هغه داچې باید ویندویی دپښتو هرټکی او هرتوری سم ادا کړی .اوس په ځینو راډیوګانو او ټلویزیونونو کې حتی په بي بي سي کې هم داناروغي لګیدلې ده چې فارسي ژبی راځي پښتو خبرونه لولي ، ښه فکر وکړۍ چې فارسي ژبۍ کولای سي د ټ  ، ډال ، ړ ، ڼ ، ښ ، ږ ، څ او ځ یا نور توري هسې ولولي لکه چې یوپښتون یې لولي  ؟ فکر نه کوم ... او داچاره د هغې راډیو محبوبیت کموي ځکه چې ویاند دومره مهم رول لري چې حتی خلک هغه راډیو یا ټلویزیون په ویندویانو پیژني  .
 همدارنګه که په ټوله پښتونخوا کې یو پروګرام خپریږي . تاسې یې فرض کړی چې دکروندې په اړه دی او ددې پروګرام چلوونکی په سوچه خوستۍ ژبه خبرې وکړي یادځندراڼو یاد تڼیو یا نورو یاهم دبل ولایت یابلې لهجې نو په ننګرهار کې یوبزرګر به یې واوري خو فکر کوم چې حتماً به یوڅه ووایي چې داګوره کومه پښتو غږوې زه خو پرې نه پوهیږم همداسې که دهمدغه بزګر په لهجه په تڼیو کې خپرونې وکړې ...

۲ – له اضافي غږونو او جملو پرته خبرې :
زموږ عادت دی کله چې خبرې کوو او  په یو سم ویوکي کې فکر کوو نو د (اَ ) (اِ) (اوم ) او ... په څیر غږونه باسو . زیاتره هم دغونډلې په پیل یا منځ کې د (نو) یانورو په څير جملې کاروو . چې دخبرو کولو له موضوع سره هیڅ اړیکه هم نه لري . او پایله یې هم داوریدونکي ستړي کیدل دي . او داسې ښودنه کوي چې ویاند دخبرو لپاره چمتووالی نلري یاهم په وینا مسلط ندی او زیاتره دوخت تیرول دي چې داچاره به لامل شي چې ډیر ژر خپل اوریدونکي له لاسه ورکړۍ .
 په تیره بیا چې عادت مووي ځینې ورته ویوکي سره د او په وسیله وتړو او تکراري تکراري یې ووایو . که ویاند کرارې او سستې خبرې وکړي او دجملو پای هم همداسې پریږدي خو نو څه یې کوې هغه خوبه نو له بد هم بدتر شي .
دا په یاد ولرۍ ، څه په رادیو کې څه په تلویزیون کې څه په اداره او دکارپه ځای کې فصیحې روانې او له هه هو پرته خبرې وکړۍ ترڅو مو خبرې اغیزمنې او تاسې هم ددرناوي وړ وۍ .

۳- له ساه کښلوڅخه سمه ګټه اخیستنه :

پوهیږۍ چې هره دمه او ساه کښل دوې مرحلې لري : یو ساه اخیستنه بله ساورکول . تاسې چې کله هوا اخلۍ نشی کولای خبرې وکړۍ . ستاسې خبرې د ساایستلو په وخت کې دي یعنې کله چې تاسې ساوباسۍ .
تاسې باید په خپله ساه ایستنه دومره مسلط وۍ چې وکولای شی له خپلې ساه ایستنې څخه زیاته اندازه استفاده وکړۍ . داکار په ډیر تمرین سره شونی دی .
دا تمرینونه کولای شی په کتابونو او نورو لیکلو کې ومومی چې دلته زه نسم کولای دومره مثالونه درته راټول کړم چې تاسې پرې تکیه وکړۍ نو تاسې ډیرې مطالعې ته اړیاست . 
خو تاسې له موږ سره لاندې جملې هم لولئ :
داجمله پوه یوه ساه ولولئ :

:   لومړنۍ جمله باید لنډه او په زړه پورې وي تر څو اوریدونکی یې  پاتې برخه په ځیرتیا او دقت سره واوري . 

داځل جمله لږ اوږدوو :

البته دا چاره ستاسو په سلیقې ا و ذوق پورې  اړوندیږي  ممکنه ده دغه  لنډه  جمله یوه  هیجنانی    پوښتنه وي  اویا داسې  څه وویل شي چې اوریدونکی  شک او  فکر کولو ته  اړ کړي یاکه ستاسو په څیرې موسکا خپره وي ستاسو  د آواز دوستانه او مینه ناک   لحن به له ورایه جوت وي  او دا به یو برغولی وي  چې  ستاسو غلطۍ پټې کړي  ...

تاسې باید د هرډول لیکنې لوستلو ته چمتو وۍ ، د سا غوڅونکو ، اوږدو جملو ، غوڅو غوڅو جملو او داسې نورو ته  .البته فکر مو وي چې کله کله متنونه په اوږدو عبارتونو سربیره سخت ویوکي هم لري . او ددې ټولو سره سره باید ستاسې دساه اواز څوک وانه وري ، په ټول کې ویلی شو چې باید په خپله ساه په بشپړه توګه واکمن وۍ .
اوس هڅه وکړۍ چې دا لاندې مطلب په لوړ آواز ووایۍ او هڅه وکړۍ چې په هره ساه سره ډیر ویوکي ولولۍ خو روښانه او سلیس . دا کار ستاسې له تنفس سره مرسته کوي . تاسې کولای شۍ هرځل خپل غږ ثبت کړۍ او ځلونه ځلونه یې واورۍ او خپلې تیروتنې سمې کړۍ .

وږمې اوښکې پاکولې او ددروازې ترڅنګ یې غوږ نیولی وو ، بېرته شاته روانه شوه او ټیکری یې لیرې کړ ویښتان یې سم کړل ،  او دغولي په منځ کې اوږده وغځېدله مخ ته یې دواړه لاسونه لپه ونیول ، په ژړا یې له ځانه سره یې ویل  :
دا اکبر څه دشرم لوښی دی ، کاشکی زما سم ورور وای ،  کاشکي یو ځل مې پلار ته راغلی وای او مینه یې ورکړې وای دپلار همدایو ارمان دی چې یو ځل اکبر وویني ، او ورته وژاړي ...  

دادکیسې یوه برخه ده ، کله چې تاسې بل ډول مطلب ثبت کوۍ ، بیا اړیاست د تورو په ادا کې بل ډول شۍ :
مثلاً  داولولئ او ثبت یې کړئ :

     انسانانوله وړاندې څخه كوښښ كاوه اوتلوسه يې درلوده چې دځمكې اونورومخلوقاتوپه اړه وپوهيږي ،  دهمدې موخې لپاره يې له ډېروړاندې څخه په څيړنواوموندونولاس پورې كړيدى چې دډيرڅه په موندلوبريالي شوي هم دي ، تردې چې نن دسياروپه موندلواوپه هغه كې دژوندكولوپه فكركې دي ، هواته خپل مالوماتي توكي استوي اودځمكې مالومات راټولوي . خوداچې دڅيړنوپه لمړيوكې هم پوهانواوستورپيژندونكو داسې وسیلې درلودې كنه ؟، كوم چې پوهان اوستورپيژندوكي نن ورځ ترې ګټه اخلي ؟ سړۍ له حيرانۍ سره مخ كيږي .
     تالس دپخواني يونان لوى ستوري پيژندونكى دلمرنيونې ( كسوف ) له يوې پيښې دمېلاد څخه ۵۸۵ كاله وړاندې وړاندوينه كړې وه ، چې داموندنه دتلسكوپ له موندنې تقريباً د۲۰۰۰ كاله وړاندې خبره وه .
     خوپخوانوڅيړونكودتلسكوپ په ځاى نوروسايل دلمر، ستورواوسيارودكچې اواندازې داخيستلولپاره درلودې .
همدارنګه لمړنى كس چې له ميلادڅخه ۲۶۰ كاله وړاندې يې دلمرپه چورليځ دځمكې دګرځيدلوخبره كړې وه يوناني ستورى پيژندونكۍ ( آريستاركوس aristarchus  ) وو ، خودهغه وخت زياتروخلكوباورنشوكولاى چې ځمكه به هم خوځښت لري ترڅو۲۰۰۰ كاله وروسته په ۱۷۲۸ كال مالومه شوه چې هغه ېيښتياويلي وو . جيمزبراډلي (James Bradley  ) انګليسي ستوري پيژندونكي ديولوى تلسكوپ په وسيله جوته كړه چې ستوري ډيركرارخوځښت لري ځكه نوځمكه هم په خوځښت كې ده اودلمرپه چورليځ چورليږي .
     همدارنګه دځمكې دلويوالي په اړه خلكورنګارنګ فكرونه كول له ميلادڅخه ۲۴۰ كاله وړاندې يوناني ستوري پيژندونكي ( آراتوزتنس ) دځمكې دچاپېرپه دقيقه محاسبه كاركولو ، چې په هغه وخت كې هيچاهم دافكر نه كولوچې ګواكې ځمكه به دومره ارته وي ...                                                                                                   

خو دا څیزونه کم دي او تاسې نه شۍ کولای چې یواځې په همدې تکیه او بسنه وکړۍ تاسې پراخې مطالعې وکړۍ ، او له رنګارنګ لیکنو سره ځان آشنا کړۍ .
نوربيا ...