د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دويندويۍ فن (درېيمه برخه)

عبدالله الهام جمالزی 20.04.2007 04:00

۴- دغږ آهنګ :

هرکتاب چې مو زړه غواړي ولولۍ ، هرډول تمرین چې اړ دی ترسره کړۍ . په ورځ کې لس یا سل ځله خپل غږ ثبت کړۍ او وایې ورۍ . هرڅومره چې زړه مو غواړي کار وکړۍ . د ویندویۍ لپاره باید ستاسې غږ خوښ کړ شوی وي . تاسې د ارې د ګر ګر په شان څرنګه یومتن لوستلۍ شۍ ؟ یا به څرنګه د متن په اړه خبرې وکړۍ ؟ تاسې څرنګه په هغه غږ چې لکه د یو نامنظم ماشین په څیر دۍ په چا کې نفوذ کولاۍ شۍ ؟  یواځې یو تود او دښه اهنګ لرونکی غږ کولای شي په اوریدونکي کې نفوذ وکړي .
موږ اوس هم په رادیو او تلویزیون کې ډیر داسې ویندویان لرو چې ډیر بد غږ لري خو اوس هم هغه دي پروګرامونه وړاندې کوي . خو تاسې باید خپل غږ وروزۍ او وېې ازمویۍ .
زمري او پړانګان ، خرس او مار ، کوترې او خره روزي او هغه هڅوي ترڅو حیرانوونکي حرکات وړاندې کړي . ډیر خلک په زیات تمرین سره داسې حرکات ترسره کوي چې شادي یې هم نشي کولای .
موږ ک وروزي او په راکټ کې یې هوا ته استوي ، سپی روزي چې څرنګه خپل نوم ولیکي او یا پیانو وغږوي او ... موږ څرنګه پدې ټولو دباور سره سره نشو کولای چې په خپل غږ کې ښه والی راولو یاخپلې اشتباه ګانې لیرې کړو .
ګرانو دوستانو : خپل غږ وروزۍ . او دخپل غږ په مټ خپل اوریدونکي بلې نړۍ ته یوسۍ دا کار ډیر لوی کار دی او ډیر ښکلی .
ښه فکر وکړۍ پښتو څومره ښکلې کلمې لري څورمه درنه اوخوږه ژبه ده ، داهم راسره منۍ بیانو ولې هڅه نه کوۍ چې ویندويي یې هم هماغه ډول خوږه او سلیسه وکړۍ ؟
او بالاخره باید ترټول ښه ویاند واوسۍ .
 
۵ – دغږ حالت :
مایوه ویانده میرمن پیژندله چې بې له مبالغې یې په رادیوګانو او تلویزیونونو کې ترټولو ښه او ښکلی غږ درلود ، خو کله چې به مې یې غږ اوریده داسې احساس به مې کاوه چې ددې میرمنې په سینه دټولې دنیاغمونه پراته دي . دهغې ښکلي غږ یو قسم غمجن حالت درلود چې یواځې د غمجنو متنونو سره لګېده .
هغې به عاشقانه غزلونه ، مرثیې او غمجنې کیسې په جادویې توګه لوستې خو هیڅکله یې هم نه شو کولای خبرونه یا یو کمډي مطلب یا ‌طنز په اغیزمنه توګه ولولي .
دوه هم داسې ویاندان وو چې غږونه یې تردې بریده کمډي ته برابروو چې که مو د ننګیار ناآشنا یا شپون صیب کومه خندنۍ لیکنه ورکوله هرڅومره چې یې لوستلای تاسې به یې د بیا اوریدلو تمه کولای خو که د ورته یوه مرثیه ورکولای او هغوی لوستلای نو په هغه وخت کې به زه وایم چې خپله مړي هم ورته خپله خندا نشو کابو کولای .
ستاسې غږ باید د ښه آهنګ ترڅنګ له هرډول ځانګري حالت څخه پاک وي . ستاسې غږ باید داسې چمتو وي چې په هره بڼه چې لازمه وي په هر پروګرام او هر رول کې چې وۍ نو سم او مناسب حالت ورکړۍ .

۶ – په کلام باندې تسلط :
ځینې وخت به تاسې هم لیدلي وي ، زموږ په تلویزیونونو کې ځینې ویندویان خبر لولي ، خو خپله نه پوهیږي څه لولم فکر یې بل ځای دی ، که تاسې ورشۍ لږ وروسته ترې پوښتنه وکړۍ چې د هغې فلانۍ جملې مطلب څه وو درته وبه وايي چې زه ولا که پرې پوهیږم خو همداسې یې راته لیکلي وو .
کله چې سړی خپله په یو مطلب پوه نسي ، خپله ونه پوهیږي چې څه لولم او معنی یې څه ده نو بل به څرنګه وپوهوي ؟
د (په کلام باندې تسلط) څخه هم مطلب دادی چې هغه څه باید ولرۍ چې د متن ددقیقې معنی او مفهوم په لیږدونه کې اړ ټول صفات او مهارتونه ولري .  په کلام د تسلط د پیدا کولو لپاره باید لومړی د شاعر یا لیکوال د جملوپه معنی او مفهوم په بشپړه توګه پوه شۍ او ددې پوهیدلو لپآره باید ترخپلې وسې او اندازې پورې مطالعه او تمرین ولرۍ او وروسته د همدې صفاتو او مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره وهڅیږۍاو هڅه وکړۍ چې هرڅومره زیات کیدی شي اوریدونکی د لیکوال په منظور پوه کړۍ .
تاسې دلیکوال ژبه یاست هغه څه چې لیکل شوي تاسې یې تر اوریدونکو پورې رسوۍ لومړی باید تاسې پوهیږۍ چې داڅه لیکلي ؟ او معنی یې څه ده؟ وروسته تاسې هغه لیکنه او هغه متن په ښه توګه تر اوریدونکي پورې ورسولای شۍ ، یاپه بله وینا تاسې باید اوریدونکی هرڅومره مو چې وس وي د لیکونکي مخې ته نږدې کینوۍ .
تاسې تر اوریدونکي پورې دلیکوال یاشاعر د ذهني مفاهیمو لیږدوونکي یاست ، که غواړۍ چې ترټولو په ښه توګه د لیکوال مفاهیم او ذهني منځ پانګې تر اوریدونکي پورې ورسوۍ نو دلاندې نکتې په غور سره ولولۍ  :

اول : د ویوکو په سمه توګه لوستل :
کومې کلمې چې اوس موږ ترې پو ویلو او لیکلو کې کار اخلو ، نه زموږپه ځای  پورې اړوندې دي نه هم زموږ په وخت پورې . دازموږ دپخوانیو یادګار دی چې زموږ په وخت او ځای کې دامانت په توګه پاتې دي او زموږ دنده هم ددې امانت په سمه توګه ساتل او ترخپلو راتلونکو نسلونو پورې یې دسمې او کره بڼې د وررسولو مسول یو .
موږ پوهیږو چې د پښتو ژبې په زرګونو کلونو هسکې ټیټې لیدلې دي او ځان یې ترموږ پورې رارسولی دی . هغه څه چې اوس لرو او دژبې په توګه یې کاروو او هغه څه چې نن یې زموږ ماشومان اوري ترڅو یې دهغوی ژبې وروستیو نسلونو او دهغوی بچیانو ته ووايي همدا پښتو ژبه ده چې زما په نظر اوس له عجیبو ورځو سره مخ ده .
هغه څه چې د پروګرام په توګه له رادیو یاتلویزیون څخه خپریږي او هغه څه چې په لیکلې بڼه په ورځپاڼو او کتابونو کې خپریږي دیوګل اندام تصویر دی چې له نګار څخه اخیستل شوې هینداره کې ښکاریږي .
هغه ژبه چې یو وخت لکه د کروړ غوندې کروړلې او د خوشحال خان دتورې غوندې تیزه وه اوس لکه په یوه عمومي لاره کې یوه زړه قهوه خانه هسې کاریږي ته به وايې چې موږ له لویه سره رحمان ، حمید ، او خوشحال خان نه درلودل . ..
مثلاً ماډیر لیدلي دي ، ګرشک چې دهلمند یوه ولسوالي ده د ګاپ په زیر او د ش په زور سره لولي . زه دا مثالونه نشم راوړلای ځکه اوس مې یاد ندي خو تاسې دا طلوع ملوع او نه پوهیږم دا فلانی اف ام او فلانی اف واورۍ هلته به ژړا درشي . یوه ښځینه ویانده پیژنم نه پوهیږم چې په طلوع کې ده که په اریانا تلویزیون کې پښتو کله کله څه وايي باور وکړۍ چې یوه ورځ مې یې خبرې اوریدې ژړا راغله داسې یې داپښتو سره ترپښو لاندې کوله تابه ویل چې بس ترېشل دی غنم دي پرې ورتویږي او سره ټکوي یې .
یوبل ویاند هم په طلوع کې خبرونه وړاندې کوي ښه شاعر او پوه هم ځانته وايي تاسې ویندویي وګورۍ او سم ورته ځیر شۍ بیا فکر وکړۍ چې له لویه سره یې په دې ټولو خبرونو کې په څو پوه شوۍ .‎؟؟ ...
زیاتره ویوکي چې اوس موږ لرو ، له وینو او اورونو په ډکو پیړیو کې تر موږه رارسیدلې او روغې رمټې ... زموږ نیکونه مړه دي او اوس خاورې شوي دي خو ویوکي یې لا تازه ، رغند ګویا او په خپل حال پاتې دي . او نن همدا په خپل حال پاتې ویوکي له راديو او تلویزیون څخه ساکن او بې غږه اورو داولې ؟ ؟
که چېرې په یوه میلمستیا کې کوم څه غلط تلفظ کړو شاید څومره اهمیت ونلري خو د رادیو او تلویزیون له میکروفونه څرنګه ؟ هغه وخت چې زموږ غږ میلیونونه کسان اوري هلته موږ حق نلرو ویوکي په غلطه توګه ولولو .که یولیکوال متن غلط ولیکي او تاسې هم د یولوستونکي یا دیو پروګرام دچلوونکي په توګه یوڅه غلطۍ نورې هم پرې زیاتې کړۍ فکر کوم چې هلته به نوشي له روژې ددوه میاشتو وروسته اچار ...
کله چې یو ویوکی څوځله غلط ولوستل شو ، یا له مجبورۍ په یوه جمله کې وکاریده دخلکو په تیره بیا دځوانانو په ذهن کې پاتې کیږي ، او له هغه بل نسل ته او که په همدې توګه وړاندې لاړ شي چې همدا اوس روان دی لیرې نده چې دا بېټ ، کروړ ، رحمان خوشحال او ... ژبه به کوم څیز شي یابه د یاجوج ماجوج له ژبې پرته بله څه نشي .
ای کاش ای کاش چې لیکوالو هم ډیره پاملرنه کولای !

دوهم :
د ویوکو یاکلمو د معنا اومفهوم او همداراز دهغوی دترمنځ داړیکې په سمه توګه پیدا کول .
دریم :
دشعر له وزن ، قافیې او ادبي صنایعو سره بشپړه بلدتیا او آشنایي .
زیاتره وخت د نازکو ټکو دمعنا او مفهوم پیدا کول د کلمو په سمو پییلو پورې اړه لري او په شعر کې د ویوکو د اړیکو پیداکول د بیلابیلو وزنونو پیژندګلوي له نثر څخه په شعر کې زیاته بریښي .
د ویوکو سم ادا کول او لوستل یوه موضوع ده او دهغوی ترمنځ د اړیکو پیداکول بله موضوع او تر زیاتې اندازې پورې د پښتو ژبې له ګرامر سره ستاسې تر اشنایۍ پورې اړوندیږي .
کیدی شي تاسې یو ویوکی په یواځې توګه سم او فصیح ادا کړۍ ، خو باید ځیر شۍ چې دهغه په سمه نښلولو او ارتباط کې هم بریالي وۍ . کله چې تاسې شعر لولۍ نو دا موضوع د بیلابیلو وزنونو او صنایعو له شتون سره زیاته مطرح کیږي ، چې داپخپله ددې دلیل دی کوم متن چې تاسې لولۍ څه نثر وي څه نظم تاسې یې باید په معنی او مفهوم په بشپړه توګه وپوهیږۍ .
خو که تاسې یو ویوکی غلط ولولۍ دهغه تاوان له هغه څه ډیر زیات دی چې تاسې د ویوکو ترمنځ سم تړاو جوړ نشۍ کړای که څه هم چې تاسې په غلط تړاو سره د جملې معنی معکوسه کړۍ .
خو پداسې حالت کې څو کارونه کیږي : د یو ویاند په توګه ستاسې ابرو له خطر سره مخ کیږي او ستاسې په بې سوادۍ او ناپوهۍ دلالت کوي له بلې خوا اوریدونکی په هغه مطلب چې اوري یې او همدار راز ستاسې په رادیو یاتلویزیون خپل اعتماد له لاسه ورکوي مالږ وړاندې وویل زه اوس کله چې خبرونه اورم له بده مرغه له بده مرغه هلته تلویزیون هم راته چالان وي خو بیاهم زه دمهمو خبرونو لپاره بي بي سي یا آزادي یانورې رادیو ګانې اورم داولې دا ددې له خاطره چې په ‌طلوع ملوع مو اوس اعتماد له لاسه ورکړی  .
په هرحال که متن فصیح او روښانه وي که څه تاسې د ویوکو ترمنځ په هغه توګه چې لازمه ده ارتباط برقرار نشۍ کړای بیاهم ستاسې اورېدونکی شاید د مطلب په معنی او مفهوم پوه شي خو که په یوه متن کې تاسې درې ځله یو ویوکی ناسم ولولۍ ستاسې دا ناسم لوستنې به د اوریدونکي په ذهن تل پاتې اغیز وکړي ، مګرهلته چې ټول اوریدونکي پوه او ادبیات یې دومره قوي وي خو زه ډاډه یم چې هغوی بیاستاسې رادیو او تلویزیون څومره نه ګوري او اوري او هرچیرته خپل فارغ وخت په کتاب لوستنه تیروي .
خوویندویي په تیره بیا زموږ او تاسې په ملکونو کې له شعر ویلو څخه ډیره جدا نده . یعنې تاسې دیوویاند په توګه نشۍ ویلای چې له شعر سره آشنايي او شعر ویل زما کار ندی . که تاسې غواړۍ شعر ښه ولولۍ د تورو او تړنګونو په معنا او مفهوم په ښه توګه پوهیدواود ویوکو په سم درک سربیره باید د ادبي صنایعو سره هم مخ شۍ او حتماً ځیر اوسۍ چې په زیاترو ځایونو کې په شعري اړتیا سره ویوکي خپله اصلي بڼه له لاسه ورکوي او ځينې بدلونونه مومي .
فکر مووي چې دهرڅه په لوستلو کې ډیر دقیق واوسۍ شونې ده ستاسې په ډیره وړه تیروتنه نیوکه وشي او مسخره مو کړي . هڅه وکړی په فارغو وختونو کې بیلابیل شعرونه ولولۍ دهغې ادبي صنایع ، باریکۍ کره او سمې بڼې او همداسې نورې هڅې وکړۍ ترڅود هر شاعر یا هر شعر په سمه توګه ولوستلای شۍ .
دلته د پښتو ژبې شعرونه او نورې لیکنې ندي راوړل شوې چې مثال ورکړ شوی وای او تاسې هم متوجه شوي وی خو تاسې خپله باید ډیره مطالعه وکړی ، دډیرو ویوکو او ډیرو بیتونو سمې او کره بڼې ومومۍ همدارنګه تل هڅه وکړۍ چې هرڅومره کیږي دپښتو ژبې ګرامر ولولۍ اوذده کړۍ ترڅو دجملو په اوډون ښه پوه شۍ .
 
څلورم :
په ویوکو بشپړ تسلط او لاس بری  :
تاسې که دپرښتو د وزرونو په څیر نرم غږ ولرۍ که د سپرلنیو مرغانو په نسبت څو ځله زیات ښه او ښکلی غږ ولرۍ خو چې له ویوکو سره ښه آشنایي ونه لرۍ او په هغو بشپړ لاسبرۍ ونه لرۍ هغه موټروان ته به ورته یاست چې د موټروانۍ په مخصوصو جامو کې د موټر ځغلونې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوی خو په حقیقت کې دهغه موټر په یوه پرزه او کارونه هم نه پوهیږي  . تاسې کولای شۍ په مطالعه  او تمرین ، مطالعه او تمرین او په مطالعه او تمرین کولاۍ شۍ هرویوکی اوتړنګ په جمله کې لکه ژابلې هسې په آسانۍ او مزې سره وژویاست . پرته لدې چې هغه مو له ستوني تیرې شي یامو هم له خولې بهر ووځي او یاهم په خبرو کولو کې کومه ستونزه پیدا کړۍ ...
کله چې تاسې د مطالعې او تمرین په مرسته چې ډیر ټینګار پرې وشو په متن لاسبري شولاست تاسې به دمتن له لوستلو څخه که څه هم دوه ساعته پرله پسې متن ولولۍ ستړي نشۍ بلکې د پوهې او ځواک دهغه احساس له مخې چې تاسې یې لرۍ ستاسې بدن به د خوند او لذت څخه ډکیږي ، په تیره بیا چې د پروډیو سر نور هڅوونکي لاملونه هم ورسره شي نو له تاسې به په ټولنه کې یو پیاوړی او باسواده ویاندجوړکړي .
اوس که غواړۍ چې په ویوکوله خپله لاسبري او تسلطه خبر شۍ نو خپل د ثبت ټایپ مو راوخلۍ هغه څه چې زه درته لیکم تاسې یې ولولۍ اوثبت یې کړۍ ډیر ښه نوچمتو یاست :

الف : داوونۍ اوه ورځې دادي : شنبه ، یکشنبه ، دوشنبه ، سه شنبه ، چهارشنبه ، پنج شنبه او دجمعې مبارکه ورځ .
اوس پام وکړۍ چې د شنبه ، یکشنبه ، دوشنبه ، سه شنبه ، چهارشنبه ، پنج شنبه په ویوکو کې د ن   توری درنه میم نه دی لوستل شوی ؟ ...
تاسې هڅه وکړۍ همدارنګه ستونزې راټولې کړۍ او په تمرین او څیړنې سره یې کره او سمې بڼې پیدا بیا یې سره یوځای کړی او څوڅو ځله یې ثبت او واورۍ .
په هرحال داستاسو ژبه ده چې ویوکي سره بیلوي ، او ویوکي باید ستاسې ژبې ته دوکه ورنکړي .
پنځم :
مناسبه لهجه او دویلو طرز :
ستاسې لهجه او دویلو طرز باید د ویوکي له معنی او مفهوم سره په متناسبه توګه تغیر وخوري . یاپه بل عبارت ددې ترڅنګه چې ستاسې غږ هیڅ ځانګړی او ټاکل شوی حالت نلري باید وکولای شۍ هره لهجه او حالت چې مناسب وي ورکړۍ ، دلته نو کابو یو هنر مند جوړیږۍ . لاندې مثال ته ځیرشۍ :
تاسې له خپلې میرمنې څخه پوښتنه کوۍ :  هلک ته دا درمل ورکړم  ؟
میرمن مو په اوږدو چیغه کوي : ن..............نه !
یعنې دهغې دادویلو طرز ددې ښودنه کوي چې هیڅکله هم باید دادرمل ورنکړې .
اوکه ستاسې میرمن په لنډه او معمولي توګه ووايي : نه .
یعنې داددې ښودنه کوي چې نه اوس یې مه ورکوه یعنې وخت یې ندی .
اوس فرض کړۍ له خپلې میرمنې سره مو خپل ماشوم ته د درمل په ورکولو کې د نظراختلاف دی تاسې هم له هغې پوښتنه کوۍ : دادرمل ماشوم ته ورکړم ؟ او هغه په پریکنده توګه وايي : نه !
یعنې په حقیقت کې وايي چې : نع
اوس دهغې دا لهجه تاسې ته څه معنی لري شاید مفهوم یې داوي چې که د ماشوم ته دا دارو ورکړل نو زه به درسره جوړیږم .
بیاهم فرض کوو چې څووختونه مو خپل ماشوم ته درمل ورکړي دي خو اغیزیې ندی کړی داځل بیا هماغه پوښتنه کوۍ ستاسې میرمن داځل په بې اعتقادۍ سره وايي : نه .
یعنې : پریږده یې نور دا درمل بې اغیزې دي .
وینۍ چې یولنډ ددوه تورو لرونکی ویوکی څو ډوله معنی ګانې رامنځ ته کولای شي ، په یاد ولرۍ هغه متن چې دپروګرام په توګه په واک کې لرۍ شاید د ماشومانو لپاره کیسه وي شاید یوه ټوټه عرفاني شعر وي شاید طنز ، خبر او یاهم د بزګرۍ په اړه درس وي . د یادو شوو توکو هریو ځانګړې لهجه اود ویلو طرز غواړي . تاسې کولای شۍ په کومه لهجه چې د رحمان بابا شعر لولۍ د کلیوالې روغتیا په اړه خبرې وکړۍ ؟  کولای شۍ په هغه مهربانۍ چې دماشومانو لپاره کیسه لولۍ سیاسي یا اقتصادي تبصره ولولۍ ؟ یاهم خبر ولولۍ . خو نه نشۍ کولای .
زما په نظر داښه خبره ده کله چې تاسې یو غم انګیز مطلب یا شعر لولۍ په ځان کې لږ کینه راپیداکړۍ او کله چې طنز یا خندوونکی مطلب لولۍ په خپله مو هم په شونډو موسکا خپره وي .
په یاد ولرۍ وړاندې هم ټینګار وشو چې کله مو د لوستلو لپاره متن چمتو کړ او په ټولو شرایط سربیره مو متن درک هم کړ نو دا هم بده نده ترڅو چې مطلب ثبت کوۍ شعر یوځل ثبت کړۍ وایې ورۍ حتی څو ځله یې ثبت کړۍ او هرځل یې په دقت سره واورۍ په لسم ځل به پوه شۍ چې له نهم ځله موډیر ښه لوستلی دی خو یو به نوهغه وي چې ډیر به ستړي یاست .

شپږم :
په مهمو ویوکواو کلمو ټینګار :

هرمتن او مطلب د ځانګړي مفهوم او موخې لپاره لیکل کیږي چې نوموړې موخه او موضوع باید اوریدونکی ستاسې له خولې واوري . هغه باید په هغه څه چې ته او لیکونکی یې غواړۍ د پوهولو لپاره وړاندې کړۍ وپوهیږي .
په همدې خاطر لازمه ده چې په هغه ویوکو او کلمو چې دهمدې موضوع او موخې د رسولو لپاره کاریږي هغه که خپله موضوع وي یا داسې څه چې د موضوع له رسولو سره مرسته کوي ستاسې په ټینګار او ادا سره تر اوریدونکو رسیږي لاندې مثال ته ځیر شۍ :

بریالي له احمدسره په کوڅه کې لوبې کولې .
اوس پورته غونډله څلورځله ولولۍ او هرځل په یوه کلمه یا ویوکي ټینګار وکړۍ او وګورۍ چې څرنګه مفهوم تغیر مومي :

بریالي له احمد سره په کوڅه کې لوبې کولې

یعني داچې له احمدسره بل چا په کوڅه کې لوبې نه کولې بریالي ورسره لوبې کولې .

بریالي له احمد سره په کوڅه کې لوبې کولې .

یعني بریالي په کوڅه کې له بل چاسره لوبې نه کولې دهغه لوبې له احمدسره وې .

بریالي له احمد سره په کوڅه کې لوبې کولې .

یعني بریالي له احمدسره په کوڅه کې لوبې کولې بل ځای نه .

بریالي له احمدسره په کوڅه کې لوبې کولې .

یعني بریالي له احمدسره په کوڅه کې لوبې کولې هغوی بل څه نه کول یواځې لوبې یې کولې .
ځیر شوۍ چې ستاسې لفظي ټینګار په اوریدونکي څوډوله اغیز ښندلای سي ؟
لاندې غونډله څوځله ولولۍ او هرځل په یوه کلمه ټینګار وکړۍ :

بالاخره به دجنګ له لمبوڅخه یواځې افغانستان سرلوړی راوځي .
وبه ګورۍ چې د هر ویوکي په پرتله به زیات یواځې دافغانستان په کلمه ټینګار ستاسې له پاره خوندور وي ...


د ویلوپه چټکوالي (سرعت)کې تغیر :

تاسې چې کله دیومتن په لوستلو بوخت یاست ، ددې لپاره چې اوریدونکی زیات ځانته راکاږۍ او هرڅومره یې زیات په ذهن په کې نفوذ وکړۍ او دلیکوال پیغام ترټولو په سمه بڼه ورورسوۍ بایدلکه یو بالرین هسې عمل وکړۍ .
بالرین پخپله ځانګړې محدوده کې کله په خپله شاوخوا څرخي ، کله منډې وهي ، کله دریږي ، کله هوا ته پورته کیږي او په همداسې حالاتو کې خپل هنرونه نندارې ته ږدي چې په ټول کې ښکلي او په زړه پورې ننداره وړاندې کوي .
حیرانیږۍ مه ، زه نه وایم چې تاسې د متن دلوستلو په وخت هوا ته پورته شۍ یا په خپل شاو خوا وڅرخیږۍ یا هم خپلې پښې تر اوږه واړوۍ  تاسې دخوځښت په ځای ویوکۍ او غونډله لرۍ او دخپل اوریدونکي د راکاږلو لپاره اړیاست چې کله یې وځغلوۍ کله یې کرار کړۍ کله یې له معمولي نه هم کرار ولولۍ .
تاسې په خپل ورځني ژوند کې په طبیعي ډول دا موضوع رعایتوۍ . کله چې غوسه وۍ او دعوا کوۍ په چټکۍ سره خبرې کوۍ او په لوړ آواز غږیږۍ او کله چې غواړۍ یو ماشوم ته نصیحت وکړۍ نو په شمیر خبرې کوۍ او په آرامه توکه ...
لاندې عبارت ژر ژر او یوډول ولولۍ :
کله چې له دغه پیاوړي ویاند څخه پوښتنه وشوه چې د ویاند مهمه دنده څه ده ؟ ځواب یې ورکړ : اوریدونکي ته د لیکوال د افکارو په ښه توګه لیږدونه .
اوس نوموړی عبارت بیاځلي ولولۍ خو وروستی غونډله آرامه او په شمیر بیان کړۍ :
کله چې له دغه پیاوړي ویاند څخه پوښتنه وشوه چې د ویاند مهمه دنده څه ده ؟ ځواب یې ورکړ : اوریدونکي ته د لیکوال د افکارو په ښه توګه لیږدونه .
اوس فکر وکړۍ چې کوم ځل ستاسې لپاره قانع کوونکی وو .

تاسې دخبرو په چټکوالي کې دتغیر په وسیله چې داهم په خپله یو ډول ټینګار دی کولای شۍ مهم ټکي پیاوړي وښایاست او داوریدونکي په ذهن کې یې ښه ځای په ځای کړای شۍ او همدا خبره ده چې ستاسې د دندې یوه برخه یعني په ښه توګه تراوریدونکي پورې د لیکوال دافکارو وروسول به مو ادا کړې وي .
یادونه کوم چې په په مهم غونډلو او ویوکو ټینګار یوهم په خپله د سرعت تغیر دی .
دریتم دا تغیر د فیلم په موسیقۍ کې هم شته دی ، تاسې یوه د څار او تیښتې صحنه او بله د  سمندر په غاړه د یوې غمجنې جینۍ دقدم وهلو صحنې په یاد کړۍ .

اتم :
دغږ لوړول او ټیټول :

دغږلوړول او ټیټول له نه او نو پرته ستاسې په غږ کې اغیز لري . تاسې ټول متنونه او ټول شعرونه هسې نه شۍ لوستلای لکه یوه ګاډۍ چې په هموار سړک په داسې حال کې چې ګاډیوان یې هم خوب وړی وي په یوډول ولولۍ . هماغه ډول چې په ځینوویوکو او غونډلو ټینګار پکار دی ، دغږ تغیر هم له شک پرته اړین دی  .
ستاسو غږ باید د اوریدونکي په وجود کې اغیز وکړي . اوریدونکی باید قدم په قدم په تاسې پسې لاړ شي . په متن کې دموجودو خندګانو سره وخاندي او په خپګانونو یې خپه سي  . ستاسې له متن او لوستونکي مضمون سره باید اوږه په اوږه روان وي او هرڅه چې ستاسې په متن کې تیریږي هغه هم حس کړي .
داستاسې دنده ده چې لکه یو هنر مند بې روحه کلماتو ته روح وبخښۍ اوهغه په ژوندۍ توګه داوریدونکي د غوږونو له لارې تر هغوی وروسوۍ .
راځۍ بیاهم له خپل ټیپ څخه کارواخلۍ دا لاندې غونډله په یوډول ولولۍ .
    ددې په انتظارچې څوک ورپرانیزي اوماله دې بلاوژغوري دوره ترڅنګ مې سترګې کلکې پټې نیولې وې . چې ناڅاپه ورد کوڅې دشر اوشور په غږونو پرانستل شو او سترګې مې وغړولې چې نه هم بلاوه اونه هم دسپینوجامواروا .

نه ، نه ټایپ مه بندوه ، داځل همداغونډله راواخله او داځل یې داسې ولوله چې هغه لمړۍ برخه یې په ویریدلي غږ ولوله او دوهمه برخه داسې ولوله لکه چې ته هم له هماغسې وخت سره مخ شوی یې ، یوځل ویریدلی یې او بیاد نجات میندلۍ دی .
تاسې په دې برخه کې ډیرې کیسې ولولۍ ډیربیلابیل متنونه ولولۍ ترڅوبریالي شۍ چې د اوریدونکي احساسات هم خپل کړۍ ، پدې وتوانیږۍ هغه څه چې تاسې وایاست هغه اوریدونکی هم حس کړي ترڅو په ښه توګه دلیکوال لیکلي تراوریدونکي پورې ورسولای سۍ .

نهم :
له هرې مهمې خبرې وروسته ځنډ کول :

کله چې غواړۍ یوه مهمه غونډله یا عبارت ولولۍ ، او ددې لپاره چې لمړۍ جمله مو له راتلونکې جملې سره ونه نښلي لږ ځنډ وکړۍ .
خپل اوریدونکی وپوهوۍ چې غواړۍ یوه مهمه جمله ووایاست ، اوریدونکی داسې چمتو کړۍ او داسې یې لیوال کړۍ چې پخوانۍ خبره یې په ذهن کې پاتې ده او چمتو دی چې ستاسې راتلونکې جمله هم په ډیره لیوالتیا واوري اوپه ذهن کې یې ښه پاتې شي .
همدارنګه کله چې مو خپله مهمه خبره وکړه نو بیا لږ شانته ځنډ وکړۍ ترڅو مو خپلې مهمې جملې ته چې غوښتل مو بیان یې کړۍ بشپړه خپلواکي مو ورکړې وي او دافرصت به داهم وکولای شي چې هغه جملې او خبرې یې ټولې په ښه توګه په ذهن کې پاتې شي ، او پدې به هم وپوهیږي چې ستاسې دا خبره یعنې ستاسې هغه مهمه خبره چې غوښتل مو په ښه توګه یې وروسوۍ جلا وه او دا مخکې وروسته ځنډ هم دهمدې جملې لپاره وو ، پداسې حال کې چې هرې خبرې مو شاید ځانګړې معنی او موخه درلوده .
مثلاً تاسې غواړۍ چې خپلو هیوادوالو ته یوه مهمه خبره وکړۍ او مهم مطلب وړاندې کړۍ نو داسې پیل وکړۍ :
ګرانو هیوادوالو ! ...
دلته لږ ځنډ وکړۍ ترڅو اوریدونکی مو خبرو ته تلوسه پیدا کړي . دوام ورکړۍ :
نن زموږ په تاریخ کې یوه له ویاړونو ډکه ورځ ده ...
لدې ځنډ سره اوریدونکی نور هم لیواله کیږي او نوره یې هم ستاسې دراتلونکو خبرو لپاره تنده او تلوسه زیاتیږي .
نن هغه ورځ ده چې زموږ هغه پلرونو او نیکونو چې نن یې هم زموږ په رګونو کې ویني بهیږي دهغوی وینې په جوش راغلي دي ...
تاسې نور اړنه یاست چې دهرې جملې په اول او آخر کې بیا بیا ځنډونه وکړۍ بلکې په خپله پوهیږۍ چې نور نو باید مطلب ته په کومه لهجه دوام ورکړم او بې له ځنډه خپلې راتلونکې خبرې پسې وغزوۍ .
پام مو وي ځینې وخت چې دکومې ملي ورځې په اړه خبرې کوۍ یاهم کومه مهمه مسله وي اوتاسې یې په اړه راپور وړاندې کوۍ یاهم مقدمه لولۍ چې خبرې درنه په چیغو بدلې نشي اوریدونکۍ له ویرې خپله راډیو بنده نه کړي داچاره پخوا زیاته وه او اوس یواځې په ملي راډیو ټلویزیون کې دوام لري چې هغه داړتیا په خاطر ده .
په هرحال دا جهادي راډیوګانو او هغه کسانو چې غوښتل به یې دخلکو له احساساتو کار واخلي هغوی به په راډیوګانو کې چیغې وهلو ته مخه کړه اوس هم زه په یوه راډیو کې یو ویاند پیژنم چې کله به زه ورسره سټوډیوته لاړم نوزه به یې له قوارې څخه ویریدلم داسې به یې له دې جملو سره پهلواني کوله .
زموږ په ملي راډیو ټلویزیون کې ځینې پخواني ویندویان شته چې په دې چاره کې ډیر وتلي دي او کولای شي هان په رګونو کې وینې په ځوښ راولي چې دا ډیر لوی هنر دی ، خو باید پام وکړو یوځل بیا یادونه کوم چې خبرې رانه چیغې نشي او خپل اوریدونکی ونه ویروو .
دالاندې شعر ولولۍ چې تاسې یې څرنګه لولۍ :
البته د استاد ناشناس دویلو طرز پریږدۍ هغه له یاده وباسۍ داسې حس کړۍ لکه چې د خپل اولسمشر او نورو وطنوالو په وړاندې له سټیج څخه دراډیو اوریدونکو ته وینا کوۍ :
زماقندهاره ! ... دزمرو وطنه
زمادسرکشو پشتنو وطنه .
څومره یاغي یې ! ... صدقه دسمه
زما دسرکشو توریالو وطنه .

همداسې جملې او همداسې مطالب او همداسې شعرونه راټول کړۍ او بیا درسره ټیپ هم کیږدۍ هله یې څوڅوځله ثبت او واورۍ دهرځل په نسبت بل په احساساتي او ځنډ مراعات کړۍ چې څرنګه کیږي .

دغږ متانت :

خپله به مو هم ډیر خلک لیدلي وي ، ځینې خلک دي ډیرې ژر ژر خبرې کوي ، حتی شونډې یې سره نه شۍ بیلولای چې اوس یې شونډې وتړل سوې که پرانستل سوې . ځینې خلک به مو لیدلي وي اوږدې اوږدې خبرې کوي او هرې بلې خبرې ته به یې انتظار باسۍ .
دلته یوڅه غواړم ووایم هغه داچې یوه ورځ یوه غونډه وه ډیر خبریالان راغلي وو ، یو چارواکي خبرې کولې ډیرې آرامې خبرې یې کولې له هرې خبرې وروسته به یې یوه دمه کوله بیابه یې بله خبره کوله . په پای کې ترې دغونډې ویاند مننه وکړه  ویل یې ډیره مننه چې خپلې عالمانه اوګټورې خبرې مو ګډونوالو ته واورولې ، زما دڅنګ خبریال سره وښوریده ماته په غوږ شو ویل یې له موږ څخه مننه چې دا درې درې متره خبرو ته مو یې غوږ ونیولو ، یو عالم باید په متانت سره خبرې وکړي ترڅو ددرک وړ وي .
تاسې هم باید که کار موویندويي هم نه وي باید متانت ولرۍ ، جملې او عبارتونه ستاسې په واک کې دي کولای سۍ لکه توپ هسې یې پورته پورته کړۍ او چټک چټک پرې تیر سۍ کولای سۍ آرامې یې ولولۍ ډیرې آرامې یې ولولۍ او کولای شۍ چې په متانت سره یې په مناسبه توګه ولولۍ او ښکلې لهجه او آهنګ ورکړۍ  .
تاسې ولې دیومتن دژر ژر لوستلو لپاره بیړه کوۍ ؟ او یاهم د څلور بیته شعر لپاره دومره پس پس کوۍ خپل کلام ته مو شخیصت او مقام وبخښۍ ، پریږدۍ چې ستاسې خبرې د اوریدونکي تحسین او پام ځانته راوګرځوي .
هماغه ډول چې خپل زوی یاخپل کشر ورور مو په پام کې وي چې دروند خوی ولري او ډیره مینه ناک وي هماغه راز مو خپل غږ ته هم پام وکړۍ او ښه یې نازوۍ . ستاسې غږ ستاسې د شخصیت او بلدتیا ښودنه کوي . خلک هم دهمدې غږ په وسیله پیژني او که پروپیشنل ویاند وۍ نو ژوند به مو دهمدې ویندویۍ په وسیله تیریږي ، نوولې یې باید ونه روزۍ .
پخوا یوه ورځ په کور کې ناست وم راډیو مې نیولې وه ، ویاند د کاروان صیب یو ډیر ښه شعر غوره کړۍ وو ، زه هغه وخت په لیسه کې وم نه په ویندویۍ پوهیدم او نه هغه وخت ددې څیزونو وخت وو . شعر ډیر ښکلی شعر وو ، خو کله چې یې لمړۍ فرد ختم شو نو ویاند په پس پس پیل وکړ راتلونکی بیت یې ددې لپاره چې بیا پکې تیروتنه ونه کړي هغه یې یوځل له ځانه سره ولوست خو زه ښه پرې پوه شوم او راتلونکي بیت اوریدلوته مې یې نوره لیوالتیا نه درلوده خو کله چې یې په بیت لوستلو پیل وکړ باور وکړۍ چې له ډیرې غوسې مې راډیو بنده کړه ، ځکه کوم منظور چې دشاعر وو هغه یې یووړ بلې خواته سره ګډوډ یې کړ له بلې خوا یې غږ داسې بې متانته او بې خوږو وو چې تابه ویل په کومه کوڅه کې ولاړ دی او له ځانه سره هغه دچاخبره بابولالې وايي .
که داځینې سپارښتنې مو په نظر کې وي او له خپل غږ سره هم ډیر کوښښ وکړۍ ویې روزۍ نودخپل غږ له متانت سره به مو مرسته کړې وي .
خو ... ریښتیا مطالعه او تمرین هیڅکله له یاده مه باسۍ .
او په پای کې به یوه بله یادونه هم وکړم هغه داچې ګورۍ پام مو وي اوریدونکی یواځې په دوه وختونو کې غواړي چې جمله بیا واوري یو داچې په مفهوم پوه نشي بل داچې خبره ډیره پرې خوږه ولګي .
نور خپله پوهیږې .

نور بیا ...