د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دویندویۍ فن (وروستۍ برخه)

عبدالله الهام جمالزی 05.05.2007 04:00

ویندويي په ټلویزیون کې :
 تاسې به فکر کوۍ چې په ټلویزیون کې ویندويي ستونزمنه ده ، خو نه داسې نه ده په تیره بیا اوس چې امکانات زیات شوي دي ، که څه هم چې د تصویر دثبت ، د حرکاتو د کنټرول ، دڅیرې دحالت او د کمرو د ځای په ځای کیدلو او نورو لاملونو له کبله په ټلویزیون کې د پروګرام ترسره کول یو څه ګران دي خو داهم باید له یاده ونه باسو چې د ټلویزیون کتونکی سربیره پردې چې غوږونه یې کار کوي سترګې یې هم کار کوي ، په همدې خاطر ستاسو د غږ تغیر ، دکاغذکړپ کړوپ  او حتی ستاسې د ټوخي غږ کېدای شي دهغه پام جلب نکړي په داسې حال کې چې د راډیو د اوریدونکي ټول پام په غوږ کې تاسې ته متوجه وي .
په ټلویژني پروګرامونو کې د نور او تصویري لوبو یاهم د کامپیوتري ځلاوو ، دعکس او سلایډ او لیکنو د ښودلو له کبله یاهم د باران داوریدلو اود دود د پیداکولو په څیر له نورو تدابیرو څخه په استفادې سره کېدای شي چې د لیدونکي پام ستاسو له غږ څخه بل خوا واوړي . خو په راډیو کې هرڅه په غږ پورې تړلي دي .
دا چې د تلویزیون لیدونکی تاسې نه ویني نو ډیر وخت ستاسې د کلمو په صحیح تکرار یا هم د کاغذ او چوکۍ په غږونو هغه دچاخبره سترګې پټوي او کله خوهم له سره د ویاند د غږ بدوالي ته هم نه متوجه کیږي .
چې په خواشینۍ سره به ووایو زموږ په ټلویزیونونو کې هم یواځې همدې ټکي ته پام شوی او د ټلویزیون ویاند نو جوړ شوی دی یو هنرمند او د هندي فلمونو هلک .
کله چې د ټلویزیون لپاره کوم ویاند استخدامیږي نو باید سربیره پردې چې غږ ته یې پوره پوره پاملرنه اړینه ده بلکې د څیرې حالت ، د غړو حرکاتو او دسترګو د لیدلو قسم ته یې هم باید ډیره پاملرنه وشي .
د راډیو د ویاند د پروجکټورونو له روښانیۍ سره سروکار نشته او تل اړهم ندی چې سر له لیکنې پورته کړي او کمرې ته وګوري او یاهم ځینې جملې له یادو ذده کړي .
همدارنګه د راډيو ویاند یوه دا آسانتیاهم لري چې دجامو خرابوالی یې دکار خنډ نه کیږي او زړه به یې له جامو سره نه وي کښاله چې له ځان سره ووايي اخ جامې مې غیرمنظمې نه وي ویښتان مې جوړوي او دکمرې په انتخاب کې سهوه نسم یاهم د ځینو خبرونه لیډونه او یانورې جملې اشتباه یاد ته ونه سپارم .
ځکه نو ویلی شو چې د راډیوویاند یواځې غږ او بس ، هغه اړ دی یواځې خپل غږ وروزي او دخپل غږ د ښه والي لپاره هڅه وکړي ، او خپل ټول ذده په خپل غږ کې وکاروي ځکه چې د اوریدونکي له ځیر غوږونو څخه د تیښتې هیڅ بله لاره نلري .
د راډیو د ویاند یو ځنډ اوریدونکی دومره غوسه کوي چې راډیو بندوي ، یو وړوکی ټوخی یې په اوریدونکي داسې بده اغیزه کوي لکه یو بم د کاغذ غږ یې لکه اره د اوریدونکي په اعصابو کې ګرځي .
 خو په ټلویزیون کې ډیرڅه توپیر لري چې دهغه لپاره په لاندې بحثونو کې د روښانولو هڅه کوو :

لومړی : دپروګرامونو ډلبندي:
 
دلته هم هماغه دمتن بحث ډیر مطرح دی ، څرنګه چې متنونه په ښځینه ، نارینه ، ماشومانه او ټولیز ویشلای شو همدغه ډول پروګرامونه هم ویشلی شو .
مثلاً که تاسې له تلویزیون څخه یاهم له راډيو څخه د پهلوانۍ دلوبو یو رپوټ اورۍ او یوه نازکه جینۍ یې وړاندې کوي ، کله چې صحنه هیجاني کیږي او پهلوان خپل ټول زور کوي هغه جینۍ به څرنګه وکولای شي په خپل نازک غږ داسې درنې خبرې وکړي که یې کوي هم ستاسې به پرې خندا رانه شي ؟
یا هم ناڅاپه دټلویزیون په پرده یو بریتو سړی ښکاره شي او ووايي چې غواړي ښځو ته اوبدل ور ذده کړي ، او یوه ښه لویه اوسپنیزه میله یې هم په لاس کې وي پرې وبه نه خاندۍ ؟
یاهم دخبرونو په مهال یو اووه اته کلن ماشوم راشي د لویانو په پروګرام کې دکمرې مخ ته کیني اوسیاسی او اقتصادي خبرونه ولولي که څه هم دویندویۍ ټول اصلونه مراعات کړي ، په ښه لهجه ، مناسب لحن او دجملو مکثونه او هرڅه په ښه توګه مراعات کړي خوبیاهم تاسې به یې په خبرونو باور وکړۍ که څه هم ټول دقیق وي ؟
خونه تاسې د پهلوانۍ له لوبو څخه د راپور لپاره مناسبې څیرې او مناسب غږ ته اړتیا لرۍ ، د پخلي او اوبدلو دپروګرام لپاره هم مناسبو څیرو او غږونو ته اړتیا لرۍ ، د خبرونو او نورو پروګرامونو لپاره هم همداسې .
کله چې لیدونکی له تاسې څخه راپور اوري باید ستاسې دمتن لیکوال یې له یاده ووځي اوریدونکی او لیدونکی باید تصور وکړي چې هغه څه چې تاسې یې وایاست ستاسې دخپلې څیړنې او فکر حاصل دی .
پس پام مو وي چې هرڅه هم مسولینو او پروډیوسرانو ته مه سپارۍ ، او دې ټکو ته باید پروډیوسران هم په جدي توګه پام وکړي .

دوهم  :  دڅیرې تناسب :

تاسې باید هڅه وکړۍ د یوپښتون او یو افغان په توګه هغوکسانو ته چې ستاسې پروګرام ګوري او اوري وښایاست چې تاسې له پښتنو سیمو او افغانستانه خبرې کوۍ او افغانان یاست ، پام مو وي هغه کسان چې ستاسې پروګرام ګوري هغه ټول له امریکا څخه ندي راغلي او نه یې هم له هغو او دهغوی له جامو سره دومره مینه لري لکه تاسې یې چې لرۍ .
کله چې ستاسې پروګرام پښتانه او افغانان ګوري تاسې باید لکه یوافغان او پښتون وۍ ترڅو هغوی موخپل وبولي او دپردي په سترګه درته ونه ګوري ، دا دهغوی په واک کې دي چې بل ټلویژن ونیسي اوخبرونه یې واوري ، ښايي ستاسې له دې پردي توبه یې ښه رانه شي .
او که چیرې تاسې دیوکلتوري یا دودیز پروګرام په اړه خبرې کوۍ او جامې مو افغاني او پښتني نه وي هسې مثال به ولري لکه دهغه چانصیحت چې خپله پرې عمل نه کوي او دا جوته شوې ده چې هغه بیا اغیز هم نه لري .
خو په هرحال تاسې باید خپل موډ په ښه توګه سم کړۍ مثلاً : مخ ، سن ، رنګ ، دویښتانو ډول ، مزي توب (چاقي ) ډنګروالی او نور ...

دریم : جامه موباید له پروګرام سره سمه وي :


ویلای شو چې هر پروګرام ځانګړې جامې غواړي . یاپه بل عبارت هرویاند باید له خپل اړوند پروګرام سره سمې جامې واغوندي .
مثلاً :  دخبرونو ویاند رسمي جامه ، دکلتوري پروګرام چلوونکی ملي او ځايي جامه ، دسپورټ چلوونکی آزاده او سپورټي جامه او نور ... ولري .
که د ډاکټرۍ دپروګرام چلوونکی چې خلکو د ځینو ناروغیو درملونه په ګوته کوي له خپل واسکټ او ګوشۍ سره ښکاره شي نوښه به نه وي ؟ .
حتی که شوني وي چې بک ګرونډ صحنې هم مناسبې وي مثلاً که یوډاکټر په یو روغتون یا درملتون کې خپل پروګرام جوړ کړي او هلته خپلولیدونکوته درملونه وښايي او د سپورټ دپروګرام چلوونکی له یولوبغالي څخه څومره به ښه وي او لیدونکی به یې ترپخوا زیات پروګرام وګوري او وبه یې مني .

څلورم :  دپروګرام له وخت سره سمې جامې :


ډیرکله ماپه خپلو تلویزیونونو کې لیدلي دي چې حتی په اوړي کې یې دژمي جامې اچولې دي په داسې حال کې چې پروګرام هم په اوړي کې ثبت شوی دی او په اوړي کې دادي خپریږي او یاهم په ژمي کې د اوړي جامې اچوي .
پام مو وي چې ستاسې د پروګرام لیدونکي هغه مهال ستاسې پروګرام ګوري چې له ټلویزیون څخه خپریږي او پروګرام هغه مهال له تلویزیون څخه خپريږي چې پروډیوسر او مسولین یې وخت مناسب وبولي .
که یوپروګرام په زمري (اسد) میاشت کې ثبت شوی دی او خپریږي د جديې په میاشت کې نو لیدنکی به څه احساس ولري ستاسې هغه جامې چې ګوري او دکور نه بهر واورې اویخ ګوري ، دا همداسې مثال لري لکه د تیرې اونۍ ورځپاڼه هغه څوک نن نه لولي که هرڅومره یې مطالب نه زړېدونکي وي ستاسې دپروګرام منځ پانګه به هم داسې وي چې نه به وي زړه شوې خو بیا هم اوریدونکی یې نه ګوري غواړي تازه تازه څیزونه وګوري .
دغه مسلې ته پام اړین دی چې په لیدونکو اغیز کوي او له تلویزیون څخه د نن ورځې د څیرې او نن ورځې دخبرونو په خپرېدلو کې هم مرسته کوي .

ستاسې دڅیرې سمون :


ځینې وخت اړینه وي چې ستاسې په څیره کې خندا او موسکا ولیدل شي ، خو ځینې وخت بیا موسکا بیخي هغه دچاخبره عیب وي ، مثلاً تاسې دیوملي شخصیت د مړینې خبر لولۍ او دټلویزیون ټول کتونکي دومره اغیزمن شوي وي چې سترګې یې نمجنې شوې وي او تاسې دخبر په پای کې موسک شۍ یاهم خبر په شوخه لهجه ولولۍ نه یواځې به درنه لیدونکی خپه شي بلکه یوډول سپکاوۍ ګڼل کیږي .
همداراز که یو دخوښۍ او خندا خبر یاپروګرام وي تاسې تندی هغه دچاخبره ګونځې وي ترپایه مو څیره موسکا ونه لیدل شي اوریدونکی داسې احساس کوي لکه هیڅ چې یې نه وي لیدلي سربیره پدې دهغه زړه دهم مات کړ ، دهغه چازحمتونه چې ددغه پروګرام لپاره یې ایستلي وو هم په اوبو لاهو شول ، ځکه دا پروګرام یوتفریحي پروګرام وو او تاسې یواځې په کتلو او دخپلې څیرې په ډول سره دهغه ټول شور له منځه یووړ .
نو دهرپروګرام لپاره ځانګړې څیره ولرۍ یاپه بل عبارت په خوښۍ خوښ شۍ په غم کې غمجن .

دتوجه جلبول :


تاسې پرته لدې چې دکمرې په مخ کې مطلب یا متن لولۍ تاسې  دتلویزیون له لارې دډیرو خلکو په کورونو کې هم یاست ، دهغوی په کورونو کې له هغوی سره خبرې کوۍ ، داسې مه کوۍ چې خلک ستاسې له څیرې څخه ستړي شي ، یایوډول کینۍ او یواځې خوله وخوځوۍ چې اوریدونکی آخر په خپل ځای کې تنګ شي زړه یې غواړي چې تاسې لږ وخوځيږۍ .
ددې لپاره چې اوریدونکي مو پرینږدي او ترپایه درسره پاتې شي هسې حرکات ولرۍ چې هغوی درته ځیر شي تاسې یې له یاده ونه وځۍ .
خوهسې هم مه کوۍ چې هغه مو دمتن منځ پانګه له یاده وباسي او یواځې ستاسې د اداګانو سیل وکړي .

پنځمه برخه ؛وروستۍ سپارښتنې :

 

کله مو چې پورته سپارښتنې ټولې عملي کړې او نور نو چمتویاست چې کار پیل کړۍ نو ددې لپاره چې نور په کار پیل وکړۍ دا څوسپارښتنې د وروستي یادښت په توګه په یاد وساتۍ .

اول : په متن یاهغه څه چې وایاست باید تسلط ولرئ :
پدې اړه پخوا هم خبرې شوي دي خو دلته یوڅه توپیر لري .
که تاسې یواځې دیومطلب ویاند یاست یعني اړیاست متن ولولۍ ، ستاسې ټوله دنده دهغه سم لوستل دي . خو که دکوم پروګرام چلوونکی یاست چې په هغه کې دمیلمه دشتون اړتیا وي ، نوښه داده چې لږ ترلږه سلام او د پروګرام پیل او دپروګرام معرفي او دپرورګرام خدای پاماني درسره ولیکۍ او یادیې کړۍ .
په متن یاهغه څه چې لولۍ او وایاست ستاسې تسلط سل په سل کې اړین دی . په هغه څه سربیره چې وړاندې مو وویل او تاسې هم لږ تمرین وکړ اوس وړاندې تردې چې د میکروفون ترشاکینۍ په متن د تسلط لپاره لاندې ټکي هم په نظر کې ونیسۍ :

الف : د لوستلو او لیکلي شوو څیزونو ترمنځ د توپیر تشخیص :

لیکوال هغه متن چې تاسې ته درکوي ښایي داسې جملې او کلمې یې پکې ځای کړې وي چې یواځې لیکل کیږي او لوستل کیږي نه . مثلاً لیکوال لیکي : کومو مسلو ته چې پورته اشاره وشوه ، یا هغه څه چې پورته ولیکل شول ،.
داډول جملې لیکوال د لوستونکي لپاره کاروي نه ویاندد اوریدونکي لپاره .
ځینې وخت لیکوال په یومتن کې د یوڅیز د توضیح او تشریح لپاره ځینې ضروري یادونې په قوس کې نیسي مثلاً :
افغانانو نننۍ له ویاړه ډکه ورځ (دخپلواکۍ ورځ )په داسې شرایطو کې ونمانځله چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې ترهه ګراقدمات دوام لري .. .
چې دلته لیکوال یواځې یادونه کوي خو تاسې اړیاست چې متن وړاندې لدې چې سټوډیو ته یوسۍ باید پوره پوره مو داڅیزونه سره سم کړي وي .

ب : نښې ایښودنې:


دا په یاد ولرۍ چې که غواړۍ په متن ښه برلاسي وۍ او زیات تسلط پرې ولرۍ نو په متن کې نښې ولیکۍ .
مثلاً د نقطو په ایښودلو ، ویرګل او سوالیې په څیرنښې کولای شي چې ستاسې په کار کې هم آساني راولي او هم تاسې وکولای شۍ څرنګه چې وړاندې مو پرې غور کړۍ په معنی مو یې ځان پوه کړۍ هغسې پرې اوریدونکی هم پوه کړاۍ شۍ .
کابو ټول باتجربه ویندویان ځان ته ځانګړې نښې لیکي ترڅو د متن د لوستلو په مهال یې په یاد وي چې مثلاً جمله څرنګه پیل کړي او یا یې څرنګه پای ته ورسوي او یاهم چېرته په کومو جملو ټینګار وکړي .
هغه نښې چې په متن کې یې ږدۍ سړک ته ورته دي . تاسې که هرڅو په خپلو سالمو سترګو لاره وینۍ خو بیاهم نښو نښانو ته اړتیا لرۍ . ستاسې یوه وړه اشتباه د ټول پروګرام د ثبتیدا خنډ کیږي او څه شېبه به ځنډ کوۍ بیا به شروع کوۍ چې هله مو د غږ آهنګ هم تغیر کوي شاید هم چې لحن یا لهجه مو هم فرق وکړي ، چې داکار بیا په تلویزیون کې یو څه زیاتې ستونزې زیږولای شي .
حتماً په متن کې نښې ځان ته کیږدۍ او پدې برخه کې له لیکوال او پروډیوسر څخه هم مرسته وغواړۍ .

ج : نورې خبرتیاوې


داهم ډیره ښه خبره ده چې په هغه څه په خبریدا سربیره چې په متن کې راغلي دي په نورو برخو کې هم خبر شۍ ، دغه کار به له تاسې سره مرسته وکړي چې ترڅو هرڅومره ژر کولاۍ شۍ په متن کې مسلط شۍ .
ددغه خبرتیاوو ترلاسه کول بیا په هغه پروګرامونو کې ډیر اړین دی چې هلته بشپړ متن نشته او لکه مرکې  ډیرې اړینې دي .
پدې برخه کې هغه لیکوال یاهغه څوک چې ورسره مرکه کیږي ښه معلومات درکولاۍ شي .

روغتیا او آرامښت :
کله چې ټاکل شوې وي پروګرام ثبت کړۍ تاسې باید داسې پلانونه وکړۍ چې په ښه روغتیا او آرامښت سره سټوډیو ته لاړشۍ .
په ډاډ سره ویلی شو چې ستاسې ستړیا او غوسه په پروګرام اغیز کوي ، د ستړي ویاند غږ یا د هغه ویاند غږ چې زکام وي خپل اصلي حالت له لاسه ورکړی وي او د اوریدنکي دخوښې وړ غږ ندی ،مګر داچې تاسې وغواړۍ د یوزکام ویاند رول ولوبوۍ !
ځکه نو په تیره هغه ویندویان چې هره ورځ پروګرام لري باید ښه صحت ولري او په بشپړه توګه آرام او هغه دچاخبره عادي وي .
یوه تجربه هم داده چې له ویندویۍ وړاندې د یو یادوه ګیلاسونو نیمه ګرمو اوبو څښل هم ګټه لري .

دریم : مړښت او وږی توب :
تاسې بایدپوه شۍ چې په څرنګه معده ښه کار کولی شۍ ؟ زه فکر کوم چې په ډیره ډکه معده یا ډیره تشه ګېډه هم نشۍ کولای په ښه توګه پروګرام وړاندې کړۍ .
خپل ځان وازمویۍ په دې اړه هم یوه بله تجربه داده چې وړاندې له دې چې دپروګرام ثبت ته لاړ شۍ په اوبو کې لږ دلیمو اوبه وڅښۍ ترڅو چې حلق مو وچ نشي .

څلورم : مناسبې جامې :
د مناسبو جامو منظور هغه جامې دي چې تاسې پکې آرامه وۍ ، تاسې څرنګه کولاۍ شۍ چې له نرمې موسیقۍ سره په ډیره آرامۍ د رحمان بابا یو غزل ولولۍ په داسې حال کې چې په بوټونو کې مو پښې له میخ څخه ځوریږي او تاسې هم ورته نور طاقت نشۍ راوړلای او ځان سره کشوۍ ؟ !

پنځم : مناسب وخت
ځینې ویندویان باوري دي او دایې تجربه کړې ده چې له ماسپښین وروسته ویندويي د سهار له ویندویۍ څخه ډیره ښه ده یاداچې هغه مهال غږ ډیر ښه آهنګ لري .
یا په بل عبارت هرڅومره چې د ویندویۍ کار له سهاره لیرې کیږي دومره ښه کار کولاۍ شو . ځینې هم وایې چې نه هسې نده خو بیاهم تاسې ځانونه وازمویۍ .

شپږم :  باید پاک او مرتب وو
ښایي تاسې فکر وکړۍ چې نو په راډيو کې به دا پاکیزګي څه په درد وخوري ځکه چې هلته مو څوک نه ویني یواځې ته یې او تخنیکر نو که پاکې جامې ونه لرو څه پروا لري .
فرض کړۍ مازیګر له ادارې ووتلاست غواړۍ چکر ووهۍ که پاک وۍ نو له دغه چکر څخه به ډیر خوند وانه خلۍ ؟
کله چې ستاسې ماشوم یا میرمن پاکه او ښکلې درسته ناسته وي خوښ به نه وۍ ؟
له دې به تیر شو موټر خو به ډیر ځغلوۍ ، که په یو ککړ او هغه دچاخبره غورازه موټر کې ناست وۍ ډیر به ښه احساس ولرۍ که په پاک او ښکلي موټر کې ؟
که نور باور نه کوۍ ورشۍ له یو مستري او یوبل کارګر نه پوښتنه وکړۍ چې کله یې جامې پاکې وي ښه په خوند کار نه کوي ؟
دا خو پریږده چې په تلویزیون کې پاکیزګي شرط ده ، بلکې په راډیو کې هم کله چې یو ویاند پاک وي ، ښه احساس لري په ښه احساس کار کوي او ښه خپله دنده اجرا کولۍ شي تاسې به کله هغه رستورانت ته تللي یاست چې ډیر ښه روښانه وي ښه هوا ولري او ښه پاک وي هلته که ډیرې پیسې هم ورکړۍ او خوراک یې هم څومره ډیر صفتي نه وي خو بیا به هم ښه احساس ولرۍ همداسې ویندويي هم ده .
یووخت کې مې د یودوست په کور کې یو افغان ټلویزیون کتلو ، دهیواد یو ادیب چې په ښه معتبره رادیو کې هم کار کوي میلمه وو ، دهغه جامې که څه هم پاکې وې خو سمې یې نه وې اچولې او هغه څه چې یې لاندې اغوستي وو په غاړه کې بهر ښکاریدل ، که هرڅو به یې ښې خبرې کولې خو زموږ یې له جامو سترګې نه اوښتلې او موږ ته یې زور راکاوه چې ولې یې جامې داسې وي .
که خپله یې هم فکر شي خپه به وي ، که دراډیو ویاند هم وي جامې یې سمې نه وي یو قسم یې زړه هغه دچاخبره کښاله کیږي .
تاسې تراوسه په کوم ټلویزیون کې داسې ویاند لیدلی دی چې د ډیرو سګرټو دڅکلو یا ... له کبله یې غاښونه ژیړ وي ؟ خو نه به مو وي لیدلی پس تاسې هم نه غواړۍ داسې وۍ  .
او دا له یاده مه باسۍ چې تاسې د موډ او سمبل په توګه په ټولنه کې ارزښت لرۍ موډ هم تاسې خپروۍ او خلک له تاسې نه ذده کوي ، پس مثبت اوسیږۍ .

اووم :  دکار ځای هوا :
بې له شکه د سټوډیو یا دکار د ځای هوا هم ډیر اغیز لري . ډیرۍ ویندویان په سټوډیو ګانو کې په تیره کله چې پرې د سټوډیو د پروجکټورونو وړانګې هم لګيږي خولې کیږي په تیره بیاهم په اوړي کې چې بیا په هغه کچه چې لازمه ده ښه ویندويي نشي کولاۍ .
همدارنګه ډیر کله ساړه وي ویاند اړ  دی چې بخارۍ ولري ، هلته که د هغه زنه لړزیږي نو بیا به یې ویندويي څه مزه ولري .
داټکی هم پروډیوسرانو ته داهمیت وړ دی او هم خپله ویاند ته .

اتم : آرامه ځای
که په چوکۍ او دمیزتر شا ویندویۍ ته کینۍ نو پام مو وي چې په ښه توګه په متن تسلط ولرۍ .
زما په یاد دي ډیر داسې وختونه راغلي دي چې د ویندويۍ په وخت به مې دچوکۍ بدلولو ته اړتیا پیدا شوه ، ځکه په هغه چوکۍ به نو شوم کیناستلای .
یابه هم ځینو چوکیو غچ غچ کاوه چې دغې مسلې به ډیر راته کار ګران کړ ، خو په هرحال تاسې باید ډیر پام وکړۍ وړاندې تر دې چې وینديي پیل کړۍ باید هرڅه مو سم کړي وي .

نهم : په متن کې موسیقیو کې ته پام
هر کله چې یو پروګرام د اوریدلو لپاره چمتو کیږي نو موسیقۍ ورسره میکس کیږي یا پرې زیاتیږي چې که تاسې وړاندې له هغې موسیقۍ واورۍ دابه ډیره ښه خبره وي ځکه چې ښایي تاسې له هماغې موسیقۍ سره سم وکولاۍ شۍ خپل غږ ته ډیر اغیز ورکړۍ .
ځینې وخت ویندویان په متن کې هغه موسیقي چې له متن سره خپریږي خپله هم کراره کراره اوري ترڅو خپل غږ ته زیات پام وکړي او هغه ته احساس ورکړي .

 لسم : دغږ بیا اوریدل
که هرڅومره تخنیکر په خپل کار کې پیاوړی هم وي بیا هم دغږ په لیول کې ورسره ملګرتیا وکړۍ . وړاندې له هغه چې غږ نور د خپراوي لپاره لاړشي نو یوځل یې بیا خپله هم واورۍ .
خو ترټولو داښه خبره ده چې وړاندې لدې چې ثبت پیل شي نو یوه ټوټه غږ ثبت کړۍ او یوځل یې واورۍ .
په تلویزیون کې هم د اصلي ثبت له پیل وړاندې خپل غږ اوتصویر وګورۍ .

شپږمه برخه : کله مو چې ثبت پیل کړ :
کله چې ثبت پیل شو یعنې ستاسې کار وروستي پړاوونه کچ کول نو له هرڅه زیات باید په ځان مسلط وۍ .
د ثبت په مهال باید تاسې له ټولو طبیعي اوهغو امکاناتو چې په لاس کې یې لرۍ ښه استفاده وکړۍ او له ټولو هغو استفاده وکړۍ ترڅو ښه وځلیږۍ .
ویاند که هرڅومره په خپل کار کې استاد وي بیا هم کله چې د پروګرام د پیل علامه ورکول کیږي لږ څه هیجاني کیږي ، خو بیا دغه هیجان ډیر ژر ختمیږي .
تاسې کله چې د میکروفون ترشا کینۍ باید ټول بهر څیزونه هیر کړۍ ، باید ټول فکر مو خپل متن او خپل پروګرام ته وي .
داسې احساس ولرۍ چې بس نور نو په ژوندۍ توګه دادي له اوریدونکو سره یم او هغوی هم هغه دچاخبره دزړه په غوږو راته ځیر دي .
کله چې تاسې په خپل ځان پوره مسلط وۍ نو بیا کولاۍ شۍ ټول هغه حقونه چې په متن یا وینا کې یې باید ادا کړۍ ښه ادا کولاۍ شۍ .
لاندې څیزونه هم درسره ډیره مرسته کوي  او اړین دي .

اول :  ډاډ
کله چې مو ښه تمرین کړۍ وي په خپل متن هم ښه لاسبري یاست بیانو د دې ځای نه پاتې کیږي چې تاسې په ځان ډاډ ونه لرۍ .
په ښه ډاډ سره سټوډیو ته ننوزۍ دا هم په یاد ولرۍ چې ټوله سټوډیو او امکانات ددې لپاره چمتو شوي دي ترڅو تاسې پکې خپله ښه اجرا ترسره کړۍ .
له اوله ډاډ ولرۍ چې څومره کیدلۍ شي په هغه توګه مطلب ښه ولولۍ ، په ټول ډاډ سره ننوزۍ او په پوره ډاډ سره خپل مطلب ثبت کړۍ .

دوهم : تمرکز ، او پوره پام
دا وروستي پړاوونه دلته نور څه ندي پاتې یواځې داپاتې دي چې تاسې خپل مطلب په ترټوټولو ښه توګه ثبت کړۍ ، ستاسې وینا ښکلې وي او په ښه توګه د لیکوال منظور تر اوریدونکي پورې ورسوۍ پس همد ې ټکي ته مو باید پام وي .
دلته باید داسې فکر وکړۍ چې هرڅه له سټوډیو بهر پاتې شوي دي یواځې تاسې یاست او هغه مطلب چې ثبتول غواړي .
تاسې ټول څیزونه باید له یاده وباسۍ ترڅو ښه وکولاۍ شۍ خپل مطلب ته ځیر شۍ او ټول تمرکز مو خپل متن ته وي .
یوه ساده لاره هم پدې اړه داده چې سترګې پټې کړۍ او څو ژورې ژورې ساګانې وباسۍ .

دریم : مطلب ته اهمیت ورکړئ:
هرپروګرام چې جوړیږي دیوې اړتیا لپاره جوړيږي ، او هرپروګرام خپل ځانګړي مینه وال لري تاسې چې سټوډیو ته لاړ شۍ ، پدې ستاسې کار نشته چې دا پروګرام د چالپاره دی ؟ د پوهانو ، ماشومانو ، ادیبانو او نورو تاسې یواځې د متن د لوستلو مسولیت په غاړه لرۍ پس پروګرام مو ډیر مهم دی او ډیر اهمیت ورته ورکړۍ .
همدا تاسې یاست چې کولای شۍ دهغه پروګرام اهمیت زیات کړی نو هلته به بریالی ویاند یاست چې په ښه توګه خپله دنده اجرا کړۍ .
دا مو باید په یاد وي چې هر پروګرام ځانګړي مینه وال لري ، که سپورټي پروګرام اجرا کوۍ که روغتیایي یا هرډول پروګرام تاسې اړیاست په ښه توګه یې اجرا کړۍ .

څلورم : له اوریدونکي سره خبرې وکړئ :
تجربو ښوولې ده چې د ویندویۍ په مهال باید هسې خبرې وکړۍ لکه له اوریدونکي سره چې مجلس کوۍ .
تاسې دهمدې اوریدونکو لپاره مطلب لولۍ او یا زیار ګالۍ نو پدې سربیره چې اوریدونکی باید هغه څه چې تاسې وایاست په یو ځل اوریدلو درک کړي باید خپل اوریدونکی په خپل ذهن کې انځور کړۍ چې تاسې دغه اوریدونکي ته خبرې کوۍ ، هله به وپوهیږۍ چې په څومره ښه توګه هماغه اوریدونکي ته چې ستاسې په ذهن کې ناست دی او راډیو ته په کلکه غوږ نیولی دی ښه پوه کړۍ .
زموږ په راډیو ګانو او ټلویزیونونو کې ویندویان هسې خپل مطلب لولي ته به وايي چې د کومې محکمې امر لولي .
په ټلویزیون کې هم داسې سر ښکته اچوي او خپل کاغذ ته ځیر وي ، هیڅ دافکر هم ورسره نه وي چې اوس به اوریدونکي زما پروګرام اوري .
ځینې خو هم یواځې د مسولینو له ویرې یواځې د کلمو سمې بڼې لولي نور په دې کیسه کې هم ندي چې اوریدونکی به اوس څه احساس لري .؟
په تیره خو په ټلویژنی مرکو کې ، ویاند هغه کاغذ ته ځیر وي چې بل چا ورته لیکلی دی او کله کله خو هم تکرارً د ښاغلی فلانی او ... کلمې چې په کاغذ لیکل شوې د پوښتنو ترپایه لولي .
خو یوځل بیا ټینګار کوو چې تاسې باید په خپل ذهن کې یو اوریدونکی انځور کړۍ هغه ته خبرې وکړۍ ، دلته به درته پته ولګي چې تمرین څومره اړین دی .

پنځم : له مخاطب سره صمیمي اوسئ :
ستاسې پروګرام که دهرچا لپاره دی ، د ماشومانو لپآره ، د لویانو لپآره یاهم د پوهانو لپاره باید اوریدونکی مو په ذهن کې ناست وي او تاسې ورسره په پوره پوره صمیمیت خبرې وکړۍ .
وايي د راډیو یو وتلي ویاند به ورسره خپل یو ملګری سټوډیو ته بیولو ترڅو هر وخت چې د هغه له څیرې څخه د صمیمیت او موسکا لیرې کیږي هغه یې پرې غوږونه راکاږي او بیرته یې خپل صمیمیت او موسکا یاد ته ورشي .
همداسې په ټلویژن کې تاسې باید په پوره صمیمیت له اوریدونکي یا لیدونکي سره خبرې وکړۍ .
باید اوریدونکی یا لیدونکی داسې وانګیري چې تاسې سربیره پر دې چې یو ښه وتلی څوک یاست بلکه په پوره زړه سوي او صمیمیت سره ورسره خبرې کوۍ .
تاسې خو څه له اوریدونکي سره خپه نه یاست چې ورته په ترینګلې لهجه خبرې وکړۍ ، یاهم هغه وویروۍ .
اوداهم له یاده مه باسۍ چې کله تاسې د مایکروفون یا کمرې مخ ته کیناستلاست نو باید پّه اوریدونکي یا لیدونکي خپل ویاړ هغه دچاخبره وپلورۍ .
ډیرکله اوریدونکي یا لیدونکي وايي : یاره فلانۍ ویاندڅومره ځان ته په غوره کې دی  .
شپږ م : د شاوخوا حرکاتو ته نه پاملرنه
دویندویۍ په مهال ښایي په  هغه متن ، نښانو او سپارښتنو سربیره نور حرکتونه او پیښې هم ستاسې نظر جلب کړ ي ، چې دا چاره د راډیو په نسبت په تلویزیون کې ډیره شونې ده .
ځکه چې د تلویزیون په سټوډیو کې د سټوډیو له څراغ او تخنیکر پرته نور کسان هم شته ، لکه دصحنې مدیر ، لیکوال ، پروډیوسر یا کتونکی .
دکمرې چلوونکي هم له خپلو مسولینو څخه په ګوشۍ کې معلومات اخلي چې کمره څرنګه کړي نو دهغوی څراغونه هم کله مړه او بل شي چې دا پيښې باید ستاسې په تمرکز اغیز نه وکړي ، تاسې ددې په څنګ چې د کمرو حرکت څارۍ او نورې اشارې هم اخلۍ باید اجازه ورنکړۍ چې دا څيزونه مو په پام بل خوا کړي . 
په راډیو کې هم همداسې ، تاسې چې کله خبرې کوۍ او د سټوډیو له څراغ پرته نورې باریکۍ هم شته چې ستاسې پام باید ورته وي ، خو دا څیزونه باید ستاسې په کار کې هیڅ اغیز هم ونه کړي .
یا لنډ به ووایو چې هیڅ حرکت باید د کار په مهال ستاسې پام بل خوا کړي .
چې داچارې زیاتره د تخنیک له کوټې څخه چې د دوه ښیښو په وسیله له سټوډیو څخه هم بیل دی ترسره کیږي ، زیاتره وخت هلته له تخنیکرانو سره خلک ناستې ولاړې کوي چې ښايي تاسې ته لاس هم وخوځوي ، او که درسره شوخي لري نو هلته خو نو بیاڅه کو ې  .
او لکه له سټوډیو بهر که پروګرام وړاندې کوۍ یا دکوم پروګرام ویندويي کوۍ نو هلته بیا دا حرکتونه زیات لیدل کیږي ، چې که تاسې په ځان بشپړ باور ولرۍ نو دا څیزونه بیا ستاسې په کار اغیز نه شي کولاۍ .
خو تاسې باید یواځې په هغه څه چې درکړل شوي دي لکه متن ، د څراغ بلیدل او مړه کیدل او یا نور د پروګرام د پیل او پای نښانې په نظر کې ولرۍ نه بل څیز .

اووم : حرکتونه
تاسې کې د تلویزیون د کمرې په وړاندې متن لولۍ ددې ترڅنګ چې د یو مړي غوندي باید متن ونه لولۍ بلکه دا هم نشۍ کولاۍ چې دخپل حالت ته بدلون هم ورکړۍ .
خو زما وړاندیز دادی چې په راډیو کې هم باید له پیله ترپایه خپله یوډول بڼه وساتۍ ځکه دا چاره ستاسې په غږ کې سل په سل کې اغیز کوي .
کله چې تاسې غوسه وۍ نو ټول اوریدونکي په آسانۍ سره کولای شي ستاسې په غږ کې په غوسه پوه شي .
اویا کله چې تاسې طنز لولۍ کولای شۍ لاسونه وخوځوۍ او یا هم ولي پورته واچوۍ چې دلته تاسې لکه یو هنرمند هسې کار ته اړتیا لرۍ .
یوبل څیز چې دلته یې یادول مهم دي هغه دادي چې تاسې باید د لانګ شاټ ، یا میډیم شاټ تصویرونو په مهال چې کله مو پښې هم ښکاري باید ډیرپام مو وي چې له پښو سره زیات احتیاط وکړۍ چې درنه پرانستې پاتې نشي .

اوومه برخه ،راپور او مرکه :

که څه هم مرکه پخپله یوډول راپور او راپور هم غالبا‎ً له مرکې سره مل وي ، خو له دې دواړو څخه هر یو په راډیو او ټلویزیون کې ځانګړی ځای اومفهوم لري چې موږ هم همدغه اصل ته په پام سره مخ په وړاندې ګامونه اچتوو .
که ځینې ملګري وايي چې آسانه کار په راډیو اوټلویزیون کې مرکه ده خو په لږ پام سره به دې پایلې ته ورسیږی چې هغه هیلو او تمو ته په پام سره چې له یوې مرکې څخه کیږي نو بیابه هم ځیر شي چې دډله ایزو رسنیو یو ترټولو مهم کار هم مرکه ده .
یوه دقیقه مرکه کولای شي حیرانوونکې پایلې په لاس درکړي او واقعي پوښتونکی یا مرکه کوونکی باید د ډیر معلومات ولري .
په پرمختللو هیوادونو کې د هرې برخې لپاره ځانکړي خبریالان روزي لکه : جنګي خبریالان ، هنري ، اقتصادي ، سپورټي او نور ځکه نو هرخبریال هرکاره نه جوړیږي او پخپله څانګه کې کافي معلومات ترلاسه کوي .
ځینې هغه استادان وايي چې د تحقیق یوه ترټولو ښه لاره مرکه ده . مرکه داطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره ډيره ښه اوساده لاره ده .
ځینې داسې کارپوهان شته چې ځینې مطالب نشي کولای ولیکي خو په آسانۍ سره کولای شي په مرکې کې یې ووايي او همدارنګه دلیکلو په وخت پام هم زیات کوي .
ځکه نو څوک چې د راډیوټلویزیون یا هم نورو مطبوعاتي دفترونو لخوا دمرکې لپاره استول کیږی دهغوی دنده د متن له لوستونکي څخه سخته ده .
مرکه کوونکی اړ دی چې هسې اخلاقي او علمي وړتیاوې ولري چې هغه چا سره چې مرکه کوي داسې صمیمي او د اعماد رابطه ټینګه کړي چې هغه شوق ، هیجان او د مسولیت احساس وپاروي .
مرکه په حقیقت کې یو شفاهي او دقیق پوښتنلیک دی چې هیڅ د شک ټکی نه پریږدي او د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره ډیر ه کاریدونکې لاره ده .
مرکه په دوه بڼو ترسره کیږي :
اول : له وړاندې ټاکل شوې وي
دا ډول مرکه معمولاً د موضوع په همغږۍ اوله پخوانۍ ژمنې سره سم ترسره کیږي .
دوهم : ناڅاپي
ناڅاپي مرکې چې کله ورته ګزارش هم ویلی شي څوک چې ځواب ورکوي د حاضرینو له منځ څخه غوره کيږي له مکاني نظره هم داډول مرکه په دوه برخو ویشلی شو .
الف : په دننه ځایونو کې (پلاتو)
ب : په بهر ځایونو کې (لوکیشن )
هره مرکه یا ګزارش که د وخت او هغه لګښت له مخې چې پرې راځي ګټوره نه وي نو بې ګټې ده .
د هرپروګرام د پوښتونکي ژبه د زرګونو بلکې د میلیونونو خلکو ژبه ده . ځکه نو کومې پوښتنې چې مطرح کیږي باید په ډاګه او روښانه وی او هڅه وکړي چې مناسب ځواب ترلاسه کړي .
ښکاره خبره ده چې هره مرکه باید یوڅه اوریدونکي ته وروښیي او یا لږ ترلږه د مطرح شوې پوښتنې ځواب ترلاسه کړي . مرکه کوونکی که له چارواکي سره خبرې کوي نو ښه خبره ده چې د ډیرو په خیرراغلې او تشریف مو راوړ په ځای ډیر ځیر واوسي چې د مرکې حق ادا کړي .
ډیر داسې مرکه کوونکي شته کله چې له چارواکي سره مرکه کوي ، نوخپله ورته کیني هغه یې خوشی کړی وي چې څه وايي هغه وايي ، خپله ځان ته لا دپوښتنې جرات هم نه ورکوي چې د اوریدونکي پداسې وخت کې له مرکې ښه نه راځي .
یاهم د وړوکوالي احساس کوي ، خبرې په مهرباني وکړۍ ، که ممکنه وي او ... کلمو پیلوي چې هم ځان وړوکی کوي خو په حقیقت کې ورسره میلیونونه کسان چې د هغه پروګرام اوري یا ګوري هم وړوکي کوي .
خو له عامو خلکو سره په کوڅه او بازار کې هسې پوښتنې کوي ته به وایې چې خپله د ریاست جمهوري له ماڼۍ څخه راوتلی دی او یوډول احسان په مرکه ورکوونکي اچوي .
کله چې له کوم مجرم سره هم مخ کیږي هسې چلند کوي ته به وايي چې خپله یې په معصوم او پاک دی هیڅکله هم ترې خطانه کیږي ، یاهم قاضي دی .
دلته څو ټکي یادول غواړو
اول : دهرډول خبرو اترو لپآره باید ستاسې کلتور ، خبراوی او جامه مناسبه وي یا په بل عبارت ستاسې شخصیب باید د مرکه ورکوونکي له شخصیت سره په بشپړه توګه برابر وي ترڅو ښه وکولای شۍ هغه مو په آسانۍ سره ومني او ستاسې شتون سپکاوۍ ونه ګڼي .
یو شل کلن ځوان چې رنګارنګ کمیس او ډولي پتلون یې اچولي دي نشي کولای په هغه توګه چې لازمه ده له دیني شخصیتونو او علماوو سره اړیکې ټینګې کړي ، او هغه دچاخبره هر اړخیزه مرکه واخلي .

دوهم : د هغه ځای چې پکې مرکه کوۍ دود او آداب مراعات کړۍ ، او د مرکه ورکوونکي ګروهنوته احترام او پام وکړۍ .
که کوم مسجد یا کور ته ولاړاست چې خلک هلته بوټونه دننه نه وړي تاسې هم خپل بوټونه بهر ته یوسۍ .

هغه ټکي چې باید پرې وپوهیږئ :
اول : مرکه کوونکی باید پوه شي چې ددغه مرکې موخه څه ده
دوهم : دمرکې پیل باید داسې وي چې هم د اوریدونکي پام جلب کړي او هم یې موضوع ګوتو ته ورشي .
مثلاً : پدې ورځو کې داسې ویل کیږي چې ... البته دا موضوع ...
- څه موده وړاندې چارواکو وویل چې .... خو هغه څه چې نن ورځ پښیږي د چارواکو د څرګندونو خلاف دي ...
دریم : پوښتنې باید لنډې دقیقې او روښانه وي . هره پوښتنه باید په ترټولو لنډې جملې کې بیان شي او په عین حال کې باید بشپړ بیان ولري او روښانه وي .
روښانه پوښتنه کولای شي روښانه ځواب ترلاسه کړي . ځکه نو ښه خبره ده چې ټولې هغه برخې چې پوښتنه پکې شته ده باید جلا شي ، البته کله کله داسې هم پښيږي چې مرکه ورکوونکی د څوپوښتنو ځوابونه په یوځل وړاندې کوی .
که تاسې د هرې ساده پوښتنې لپآره اړ شۍ چې سمه جمله پیدا نه کړۍ او یاهم بشپړوونکې نه وي نو هم به مرکه ورکوونکی داسې وانګیري چې تاسې نه مطالعه لرۍ او نه هم پدې اړه درسره پوره معلومات شته .
څلورم :
پوښتنې باید له اوله یعنې له مهم ټکي ترپایه په منظمه توګه مطرح شي یو به هغه وي چې تاسې به اړیاست چې یوه فوري پوښتنه وکړۍ یعنې داسې څه وویل شي اوریدونکو ته یې روښانول اړین وي .
او یاهم یوه پوښتنه ډیر اوږد ځواب وغواړي ، خو بیاهم تاسې باید هڅه وکړۍ چې لومړۍ مهمې مسلې وپلټۍ او په تدریج سره وړو مسلو ته راشۍ .
پنځم :
 پام مو وي هغه څه چې مرکه کوونکی وايي چې ستاسې دپوښتنې ځواب وي نه داسې چې تاسې له اسمانه خبرې کوۍ او مرکه کوونکی مو له ځمکې څخه په بابولالو سر وي .
زیاتره وخت مرکه کوونکی هڅه کوي ستاسې له پوښتنې څخه ځان بلې خواته کړي ، په تیره هم چارواکي یاهغه څه څوک چې پرې نیوکې شوې وي ، تاسې باید اجازه ورنکړۍ چې له پوښتنې مو لیرې شي .
شپږم :
 دمرکه ورکوونکي ځوابونو ته ځیر وااوسۍ ځکه چې ډیرې پوښتنې داسې پیدا کیږي چې له اوریدونکي سره پاتې کیږي ، او ستاسې ورته پآم نه وي شوی .
یواځې په هغه پوښتنو چې ستاسې په کاغذ لیکل شوې دي پرې بسنه مه کوۍ ، هڅه وکړۍ ډیر معلومات تراوریدونکي پورې ورسوۍ او هغه موخه چې تاسې یې د مرکه په ترسره کولو کې لرۍ ترډیره ورته ورسیږۍ .
اووم :
 کله په ډیره ځیرکۍ سره کولای شۍ ځینې ځوابونه تکرار کړۍ مثلاً یوچارواکی په خپله مرکه د دې پوښتنې په ځواب کې وايي :
- ښاغلی ... ستاسې رسندويي او تبلیغاتي اړخ کمزوری دی فکر نه کوۍ چې د رسنیو له لارې تبلیغات به هم د ښار په پاکولو کې مرسته وکړي ؟
- بلې دې مسلې ته هم باید پام وشي .
تاسې کولای شۍ دده ځواب بېرته تکرار کړۍ .
- بلې دې مسلې ته هم باید پام وشي ! نو لدې داسې څرګندیږي چې پخوا ورته پام ندی شوۍ ؟
یاداسې نور ...
داهم په یاد ولرۍ چې د مرکې له موخو څخه یوه داهم ده چې هغه ټکي چې تراوسه ورته پام ندی شوی دهغه یادول او هغې ته پام جلبول دي .
مرکه یواځې د طلوع تلویزیون په څیر د نیوکو د ټولګې معنی نه لري .
اتم : خپل معلومات هم دپوښتنې په چوکاټ کې واچوۍ ترڅو له مرکه کوونکي سره د لازیاتو معلوماتو په برسیره کولو کې مرسته وکړۍ .
یوبه هغه وي چې مرکه کوونکی په هغه اړه معلومات ونه لري نو بیا کولای شی په اړه یې تاسې خپله معلومات وړاندې کړۍ او ووایۍ چې دهغه معلوماتو له مخې چې ددغه پروګرام څیړونکو په لاس راوړي دي .
نهم :
 بلې خواته لاړ نشۍ ، که څه هم ډیر احتمال د مرکه ورکوونکي دی چې بلې خواته لاړشي خو تاسې باید ډیر ځیر وۍ چې هغه هم په بشپړه توګه کابو کړۍ څه وار خوددې شو چې تاسې خپله هم په بله ولاړ شۍ .
لسم :
 دا له یاده مه باسۍ چې ستاسې پروګرام د ټولنې بیلابیلې پرګنې ګوري او اوري . ځکه هم نو ډېر روښانه او د پوهاوي وړ ځواب ته اړتیا لرۍ .
مثلاً که د کورجوړونې په اړه خبرې کوۍ یاهم داقتصادي مسايلو په اړه خبرې کوۍ مرکه کوونکی فیصدیو ته مخه کړي ، او یواځې وايي چې سږ کال دتیر کال په نسبت دومره فیصده زیاتوالی لرو دومره فیصده کموالی لرو چې دڅلورو کلونو وړاندې په نسبت دومره زیاتوالی یاکموالی کیږي نو اوریدونکی او لیدونکی به ورته یواځې موسک شي نور به پدې پوه نشي چې نو دقیقاً څومره لاسته راوړنه لرو ، چې دلته تاسې د مسولیت په نه درک یاپه کمزورۍ تورن کیږۍ که څه هم تاسې به پرې ښه وپوهیږۍ .
دلته باید تاسې بیا پوښتنه وکړۍ چې مرکه کوونکی درته بشپړ او روښانه ځواب وړاندې کړي چې دومره کورونه مو جوړ کړي دي یا دومره لکه ، میلیونه یا میلیارډه افغانۍ عاید لرو چې دتیرکال عاید مو دومره میلیونه یا ملیارډه افغانۍ وو .
او بیا وروسته دا پوښتنې هم مطرح کړۍ چې دا کورونه چیرته جوړیږي ؟ چاته به ورکول کیږي ؟ ....
داهغه پوښتنې دي چې ستاسې اوریدونکی یا لیدونکی غواړي پرې وپوهیږي ، پدې صورت کې به مرکه کوونکی هم دقیق شي او هغه دچاخبره لافو ته به نه مخه کوي او په خپل قول به هم بیا ولاړ پاتې کیږي .
یوولسم :
 د مرکه ورکوونکي نوم او دنده په بشپړه توګه یاد کړۍ . مثلاً ... ښاغلی ډاکټر ... د ... مشر یا هم . ښاغلی جنرال ... د .... قوماندان ....
کله چې تاسې دهغه نوم اخلۍ هغه ویاړ کوي او یوڅه احساس هغه دچاخبره پکې زیاتیږي او بې شکه ستاسې په پوښتنو هم اغیز کوي .
که مرکه اوږده وي نو دا نوم یو یا دوه ځله تکرار کړۍ ترڅو هغه کسان چې په نیمايي کې له مرکې اوریدلو یا لیدلو سره یوځای کیږي هم پدې پوه شي چې څوک دی او څه کاره دی .
دولسم :
 ستاسې په لږ بې پروایۍ سره د مرکه ورکوونکي زیاتي خبرې له اصلي ځواب څخه څو چنده زیاتيږي .
موږ ډیر دا عادت لرو کله چې دخبرو لپآره فرصت پیدا کوو ډیر په جزیاتو خبرې کوواو د تملق کلمې ډیرې کاروو یاهم ځان ستایو او کله هم له دغه فرصت څخه د راتلونکو مرکو داحتمال لپاره کاروو .
ډیره پښیږي چې د مرکه ورکوونکي ټول ځواب یواځې یوه لنډه جمله وي خو هغه په سلام او د شعر او حدیث په ویلو او د پروګرام له کارکوونکو څخه په ډیرو منننو سره ډیر وخت تیر کړی وي .
کله هم دغه زیاتي ویناوې ایډيټ کیږي خو هرکله هم نه وي .
دیارلسم :
 تاسې هم له ډیرو منننو او ژورو ښه راغلیو څخه ډډه وکړۍ او اصل مطلب بیان کړۍ ، ځکه چې له بل هرچا تاسې خپله ښه پوهیږۍ چې د راډیو ټلویژن وخت له هرڅه مهم دی .


څوارلسم : که کوم ځواب ستاسې په خوښه نه وي نو په ډاګه مه وایاست چې زه نشم کولای ستاسې داځواب ومنم ځکه ... دا چاره له مرکه ورکوونکي سره ستاسې د ټکر په معنی ده او ښايي بیا ونشی کولای چې په زړه پورې مرکه  ترلاسه کړۍ .
تاسې خپل مخالفت داسې هم بیانولای شۍ .
- ماتراوسه فکر کاو ...
- ستاسې دا دلیل د ډیرو هغو کسانو لپاره چې تراوسه یې زما په څیر فکر کاوه چې .... دپام وړدی  ... خو
پام مو وي چې تاسې مرکه کوی نه مباحثه ، تاسې له هغه څخه پوښتنې کوۍ او هغه خپل نظر وايي که سم وي که ناسم .
دامو باید په پآم کې وي چې تاسې یواځې د پوښتنې حق لرۍ او دځواب حق له مرکه ورکوونکي سره دی او تاسې اړ نه یاست چې هغه له خپلې عقیدې واوړۍ نه ستاسې دنده داده .
 پنځلسم :
 دهغه پوښتنو له مطرح کولو څخه چې ځواب یې معلوم وي ډډه وکړۍ ، مثلاً تاسې له چا پوښتنه کوۍ : چې ستاسې په نظر حجاب ښه دی ؟
شپاړسم :
کله چې مرکه ورکوونکی خبرې کوي باید ستاسې پام هغه ته وي  .
تاسې له هغه پوښتنه کوي او دا طبیعي ده چې هغه تاسې ته ځواب وايي او هیله لري چې تاسې یې ځواب ته ځیر وۍ . ځینې ویندویان په مرکو کې یواځې هماغه لیکل شوي کاغذ ته ګوري او بس دې ته انتظار وي چې څرنګه مرکه ورکوونکی وروستی جمله ووايي نو خپله بله لیکل شوې پوښتنه مبارکه مطرح کاندي .
اولسم :
 د ځینو کلمو او جملو په معنی کې ځیر واوسۍ . ډیر کله داسې کیږي چې سخت ویوکي کاروي یا داسې اصطلاحات کاروي چې هرڅوک یې معنی نه پوهیږي .
دغه ډول ویوکو او اصطلاحاتو ته مو ډیر پام وي ځکه چې له هرچاسره فرهنګونه نشته چې ستاسې دانګلیسي او عربي مبارکې کلمې وژباړي چې دا به څه معنی لري ؟
چې دا بحث هم هغه بحث ته راجع کیږي چې وړاندې مووویل تاسې باید په یاد ولرۍ چې ستاسې پروګرام دټولنې هره طبقه او پرګنه ګوري باید دهغوی په ژبه خبرې وکړۍ .
اتلسم :
 ډیرکله مرکه کوونکي دهرې پوښتنې په سر کې وايي : وبخښۍ که پدې اړه هم معلومات ورکړۍ یا مهرباني وکړۍ ...
کله چې یوڅوک ستاسې بلنه مني او له تاسې سره مرکې ته حاضریږي نور دې ته اړتیا نشته چې تراخره ترې بخښنه وغواړۍ او دومره ډیره مهرباني پرې وکړۍ چې اوریدونکی یا لیدونکی ستړۍ کړۍ ! .
یا هم له چارواکو سره په مرکو کې وایو :
محترم وزیر صاحب ! ... که مهرباني وکړۍ...
کیدای شي پدې اړه زموږ اوریدونکو ته معلومات ورکړﺉ چې ....
یاهم وایو چې زموږ ځینو اوریدونکو غوښتنه کړې چې تاسې ورته د... په اړه ووایاست .
هرڅوک خپله دنده لري ، که وزیر دی که ولسمشر دهغه دنده ده چې دخپل ملت لپاره خدمت وکړي او په کومو برخو کې چې تاسې ترې پوښتنې کوۍ هغه خپله دغه ځوابونو ته حاضر شوی دی اوس نو دادومره بخښنې څه معنی لري ، چې داچاره ستاسې په جرات او هغه موخې چې غواړۍ یې تراوریدونکو پورې ورسوﺉ ستاسې دناکامۍ لامل کیږي .
ډیر کله مې په خپلو راډیوګانو او ټلویزیونونو کې اوریدلي او لیدلي دي چې له ښاروال صیب څخه خلک غوښتنې لري ، او کله چې په مرکو کې هم حاضریږي نو مرکه کوونکي ترې بخښنې غواړي او مهرباني پرې کوي .
داد هغه دنده ده چې د خلکو په غوښتنو عمل وکړي که هغه هم نشي کولای نو خپل دلایل وړاندې کوي په موږ یې څه چې ورته ووایو که مهرباني وکړۍ او لطف وکړۍ ...
البته زما منظور داندی چې موږ د نو له خلکو سره په ترخه لهجه مرکه کوو او داسې کلمې کاروو چې نه یواځې په مرکه کوونکي ښې لګي بلکې د اوریدونکي غوسه هم وپاروي .
نونسم :
 که داسې احساس کوۍ چې دا کومه مرکه چې کوۍ یاهغه متن چې لولۍ ستاسې دکاري او مطالعاتي زمینې سره اړخ نه لګوي مه یې منۍ .
وړاندې مو هم وویل چې هڅه وکړۍ په هغه موضوع چې بحث پرې کوۍ ښه پرې مسلط وۍ .
شلم :
 اجازه مه ورکوۍ چې مرکه ورکوونکی مو موضوع تکرار کړي .
موږ زیاتره عادت کړی دی چې یوه موضوع په ډیرو خبرو کې تکراروو که څه هم یو مجلس او یوه ناسته وي . نو تاسې خپل وخت اودمرکې اهمیت ته په پام سره مرکه کوونکی مه پریږدۍ هغه مطلب چې پخوا یې بیان کړ بیاهم ووايي .
یوویشتم :
د مرکه ورکوونکي له احساساتو او د بیان له آلو سره پام کوۍ . ډیر داسې کسان شته چې په خپلو خبرو او چالاکیو سره خلک ترخپل اغیز لاندې راولي او څه چې یې زړه غواړي هغې خوا ته یې بیايي  ‎.
په یاد مې دي ، زموږ د ولسي جرګې یو وکیل ډیرې په ناز خبرې کولې ، که څه هم دهغې عادت په ناز خبرې کوي ، خو خبرې یې ښې او پخې وې ، واقعاً زما په اند هماغه حقیقت وو . مګر یو بل وکیل په شور او هیجان سره خبرې کولې د خبریالانو راپورونه یې تراغیز لاندې راوستلي او لومړيتوب یې ګټلی وو .
دوه ویشتم : خپل نظر له ځان  سره وساتۍ او یواځې د مرکه کوونکي نظرته اهمیت ورکړۍ مثلاً :
- ښاغلی ... ټول پوهیږي چې ... په دې اړه تاسې څه فکر کوۍ ؟
نو څه فکر به کوي ، کله چې ته ورته ځواب هم په مخکې وايې نو بیا څه اړتیا ده هغه خوار پرې انرژي ولګوي که بیا ډیر جزوي له بلې پوښتنې سره یې وتړۍ او په بله توګه یې ځواب ترلاسه کړۍ .
یا هم وایو چې : ښاغلی ... ستاسې نظر د هغه افغانانو په اړه څه دی چې په بهر هیوادونو کې میشت دي او خپل هیوادته د ستنیدلو ډیره مینه هم لري خو امکانات ورته برابر ندي .
هغه خوار به هم وايي چې هو ولا زړه یې غواړي خو امکانات برابر نه دي خو موږ کوښښ کوو .
لدې به هلته ښه وه چې تاسې پرې داهم ورزیاته کړې وای چې تاسې هم کوښښ کوۍ خو بیاهم په بشپړه توګه امکانات ندي برابر شوي چې هغوی خپل هیواد ته راستانه شي .
دوه ویشتم : د پوښتنو د برابرولو په مهال هغه پوښتنې چې تاسې پوهیږۍ د مرکه کوونکي غوسه پاوري اخرته پریږدۍ .
په داسې صورت کې به تاسې خپل مطلب ترلاسه کړۍ وي ، یاهم که مرکه تمامه شي تاسې به ناکامه نه وی پاتې شوي ، او له ټولو مهم داچې ستاسې پروګرام د پای ته رسیدلو په حال کې دی داچې ستاسې دپروګرام یا مرکې پیل جالب وو او ښه پیل شوی وو نو پای یې هم باید ښه او اغیزمن پای ته ورسوۍ .
خو داد دې معنی نه لري چې تاسې نو په خپلې پوښتنې کې دهغه سپکاوۍ وکړۍ یاهغه ته بد رد ووایاست .
درویشتم :
په پام کې ولرۍ چې په هره مرکه کې د ستونزې بیان یو اړخ دی چې باید په خلاصه توګه یې یادونه وکړۍ او د قضیې بل اړخ د ستونزې په هواري کې د اړوند لوري اقدامات یا فعالیتونه دي چې ستونزې خلک ژر حس کوي .
په هغه صورت کې چې تاسې دخلکو ستونزې بیانوۍ او چارواکي خپلې ستاسې هنر دادی چې خلک مو هم له هغوستونزو هم خبر کړل .
څلر ویشتم :
 ستاسې ویوکي او اصطلاحات له پروګرام سره سم وي . او یاهم ستاسې د بیانولوطرز د مرکه کوونکي له سن او کلتور سره مناسب وي .
څلورویشتم : دخپلې مرکې پایله جوته کړۍ ، په هغه څه چې بحث شوی دی یا هم په ځینو څیزونو اعتراف شوی دی یاهم دځینو څیزونو وعدې ورکړل شوې .
او که شونې وي خپل دمرکې لوري ته هم اجازه ورکړۍ چې دمرکې پایله له خپله نظره په ګوته کړي کنه تاسې باید حتماً دا کار وکړۍ .
بالاخره تاسې باید داسې مرکه کوونکی یاستۍ چې کله له چاسره مرکه کوۍ نو هغه ونه وايي چې یوڅه به ووایم بلکه ووايي چې څه ووایم ؟

راپور :
داچې وړاندې مو هم وویل چې هره مرکه یو ډول راپور دی او هر راپور معمولاً له مرکې سره مل وي او بیا دا دواړه له هغه څه سره چې موږ پرې نوم ویندويي ایښی تړلي دي .
همدا راپورونه په دوه ډوله ویشلای شو .
اول ، له مرکې پرته راپور:
چې داډول راپور دویندویۍ هرډول شرطونو ته اړتیا لري او هغه څیزونو ته چې وروسته به وویل شي هم اړتیا لري .
دوهم ،راپور له مرکې سره :
څوک وايي چې راپور دسټوډیو له ویندویۍ څخه آسانه دی ؟ یو ویاند چې د تمرین او مطالعې وخت لري څرنګه تصور کوي چې کاریې له یو راپورڅخه ګران دی چې هغه یواځې یو وخت لري چې خپل راپور وړاندې کړي .
آیا د سټوډیو هر ویاند کولای شي په راډیو یا ټلویزیون کې ژوندی پروګرام وړاندې کړي یا هم له واټونو او سختوسیمو څخه معلومات وړاندې کړي ؟ خونه .
هغه راپورټر چې په خپل راپور کې له بیلابیلو کسانو سره مرکو ته اړ دی په ټولوهغو څه چې د مرکې په برخه کې مو وویل پابند دی . یوځل بیا یادونه کوو چې دمرکې ټولو قوانینو ته هم اړتیا لري خو خپل ځانګړي مسايل هم لري .
په کلي توګه په راپور کې دوه څیزونه باید مراعات شي .
الف : کلامي اړخ
ب : فني اړخ
الف : کلامي اړخ :
اول :
 ترخپله وسه له هرچاسره په خپله ژبه خبرې وکړۍ . مثلاً کله چې له یو ماشوم سره دیوې مسلې په اړه خبرې کوۍ که ورسره دهغه په ژبه خبرې ونه کړۍ خپل مطلب ته په آسانۍسره نه شۍ رسیدلای له کورنۍ میرمنې سره .. او همدا راز د بهرنیو چارو له وزیر سره .
له ماشوم سره په ماشومانه ، له میرمنې سره په خپله کورنۍ ژبه او له وزیر سره هم په هغه لهجه اوطرز سره خبرې وکړۍ چې لدې وړاندې وویل شول . مناسب لحن ، سن ، کلتور او...
دوهم :
دهر کس واقعي نظر واورۍ ، ډیر کله که موږ په یو ټول کې وو نو که څلور کسان په یوه خوله یوه موضوع تایید کړي موږ یې هم تاییدوو نو تاسې هڅه وکړۍ له بیلابیلو کسانو څخه بیلابیل نظرونه واورۍ ، او ددې په ترڅ کې خپل نظر هم په جیب کې کیږدۍ .
دریم  :
 له خلکوڅخه کلي پوښتنه مه کوۍ یاهم له یوې کلي پوښتنې څخه وروسته جزيي پوښتنې مه مطرح کوۍ ځکه چې ښايي هغوی ستاسې دپوښتنې هر جز ته ځواب ونه لري .
او دخبریالانو د میکروفون په وړاندې ډیر خلک سره وارخطا شي نوهله بایده ده چې ډیره مو پوښتنه ساده اوځواب یې هم ساده وي.
څلورم  :
 خلک مه محاکمه کوۍ ، تاسې یو خبریال یاست نه قاضي یا ... تاسې باید له خلکو سره داسې خبرې وکړۍ چې نه غوسه ورشي او نه هم خجالت شي .
یاپه بل عبارت تاسې له خلکو سره خلک شۍ .
پنځم  :
 دخبرواترو لپآره غوره کیدونکو کسانو ته په پام سره داسې پوښتنه مطرح کړۍ چې ځواب یې ګټور او رغنده وي .
شپږ م:
 کوم څه چې په تصویر کې شته پوښتنه یې مه کوۍ .
ډیر وخت زموږ په تلویزیونونو کې داسې شوي دي چې یو څوک ښه ګورې چې هغه دی څه کوي خو بیاهم خبریال ورځي ترې پوښتنه کوي څه کار کوې ؟
یوځل مې همداسې څه څیز کتلو . له ځان سره مې وویل کاشکي اوس خو دا کس په پورې وخاندي او ورته ووايي چې مګرپه خپله سترګې نه لرې چې داڅه کوم اخته یم ؟
اووم :
 دهغه چالپاره چې وروستی کس دی اوخپل نهايي نظر وړاندې کوي دنورو خلکو نظرونه هم بیان کړۍ .
او بیا وروسته ترې اخري پټ څیزونه وپوښتۍ . 
 فني اړخ  :
ددې لپاره چې ښه تصویر او غږ د خپراوي لپاره وړاندې کړۍ ، دغه ټکي باید په نظر کې ولرۍ .
اول :
 دتصویر بک ګرونډ ته مو پام وي ، وړاندې لدې هم اشاره وشوه چې د شاوخوا تصویر باید لیدونکی له اصلي مطلب څخه بلې خواته متوجه نکړي .
مثلاً کله چې تاسې د جامو دیوې هټۍ په مخ کې له یو چاسره د سړکونو د وضعیت په اړه خبرې کوۍ نودلیدونکي به ډیر په هټۍ کې جامو ته وي ښآيي ستاسې دخبرو مهمې برخې یې  له نظر تیرې نشي ، همدارنګه دیوالي تبلیغاتو او نورو څیزونو ته هم باید تر وسه وسه پام وکړۍ .
کله کله هم خلک سره ټولیږي کمرې ته لاس خوځوي ، چې هله به له راپور څخه سم بنډار جوړ شي او لیدونکی به مو له راپور څخه هومره ستړی نشي لکه دخلکو له بیروباره !
دوهم :
نور ستاسې دتصویر په روښانتیا او شفافیت کې مهم رول لوبوي . کله چې تاسې په آزاده فضا کې خبرې کوۍ ځیر واوسۍ چې د ونو دښاخونو او پاڼو د پاڼو سیورۍ یامو دمیکروفون سیورۍ ... مو دتصویر روښانتیا داغي نه کړي .
دروښنایۍ لورۍ په نظر کې ونیسۍ او هڅه وکړۍ چې مرکه کوونکی مو داسې لوري ته وي چې ښه وکولای شۍ ښه تصویر یې ثبت کړۍ .
که څه هم داځینې څیزونه په کمره مین یاتخنیکر پورې اړوندیږي خو داچې خبره له راپور څخه ده دلته مو یې یادول اړین وبلل .
دریم :
د مرکه کوونکي او ځوابوونکي ترمنځ د مایکروفون حرکت دغږ په یوډول والي کې ډیر اغیز لري ډیر وخت داسې کیږي چې خبریال خپل مایک نه خوځوي او دخپراوي په وخت یې هماغه غږ خپریږي هم چې په سمه توګه اوریدونکی نشي کولای ستاسې غږ واوري او داغږ بیا په ایډیټ کې هم نه شي سمیدلای که سمیږي وخت ډیر غواړي او دخبریال راپور بیا دډیر وخت خبره هم نده .
څلورم :
د ځینو کسانو له مرکو څخه ډډه وکړۍ ، چې د هغوی یاجامه سمه نه وي یا یې نظافت سم نه وي یایې هم خبرې ، حرکات او ژابلې ژوول . یوبه هغه وي چې ستاسې پرورګرام به دهمداسې خلکو لپاره وي .
چې داکار زموږ په تلویزیونونو کې شته چې هغه خلک چې په کورونو کې ناست دي د داسې خلکو په لیدلو سره خپه کیږي ځکه چې دهغوی ځوانان او دکورنۍ غړي هم داسې احساس کوي چې ښايي داجامه به ښه وي .
په کلي توګه ویلی شو چې د ښه کلتور دخپرولو لپاره هڅه وکړ ۍ .

هغه څیزونه چې په دې برخه کې مو یاد کړل ښايي دډیرو دوستانو په نظر څرګند او تکراري وي خو بیا هم ددې څیزونو یادول زیان نه لري. دوهم داچې ټول هغه دوستان چې د لومړي ځل لپاره د راپور په جوړولو پسې ځي پدې څیزونو پوهیږي ؟
خو بیاهم ستاسې دبریالیتوب په هیله کولای شۍ له لږ دقت وروسته زموږ د پورته یادونو په ریښتینوالي هم وپوهیږۍ .

په ډیره مینه او ستاسې دبریالیتوب په هیله .
۱۳۸۶/۲/۹
دتهران دنړیوال راډیو ټلویزیون میلمستون ،تهران، ایران.

(لومړۍ ، دویمه ، درېيمه او څلورمه برخه دلته ولولئ !