ژاړم
22.08.2016 22:22وايم رښتيا چې له وختونو ژاړم
ځان سره تل له نفرتونو ژاړم
تورتم کې ښه يم څراغ مه لګوه
چې ټوله شپه بيا له غمونو ژاړم
زمونږ قسمت کې خوشحالي چيرې ده
ژونده د ستا له کړاونو ژاړم
له ويرې سترګې پټولی نه شم
بيا د خوبو له تعبيرونو ژاړم
زما په زړه کې خو ټګي نشته دی
ستا له ګيلو او له شکونو ژاړم
وائي ( وارث ) چې اوس ئې زغم نه لرم
ځکه په زړه کې له دردونو ژاړم