د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

پوهنمل محمدوارث 04.08.2016 12:14

پرښې ملګرې د سهاره سره وي
ګل خو هميش وېده د خاره سره وي

د اسمان لمنه هسې ډکه ښکاري
رنګونه ډير خو د بهاره سره وي

د سپرلي هغه شيبې زما ياديږي
نری باران چې له غباره سره وي

زه ئې هسې تهمتي او ملامت کړم
څړيکې هميش بيا له پرهاره سره وي

د زاهد په سجدو کله خطا مه شئ
ډار خو له خدايه توبه ګاره سره وي

دا د ويرې ژوند ( وارثه ) هيڅ خوند نه کړي
خوند په مينه کې له داره سره وي