غزل
06.07.2016 10:42وخت خو بې پروا خوله لګولې ده
اوس ئې په هر چا خوله لګولې ده
ژوند دلته تر اوسه د ګواښ لاندې دی
لر او بر وبا خوله لګولې ده
بڼه ئې د انسان ده خو انسان ندی
اوس ئې په دنيا خوله لګولې ده
دلته شرمښان ګله ګله ګرځي
ځکه ئې نن بيا خوله لګولې ده
ولې به تروږميو نه ګيله کوم
دلته خو سبا خوله لګولې ده
څانګو کې غوټۍ ټولې زخمي وينم
په مټو ئې بورا خوله لګولې ده
وړانګې دلمر لاړې يرغمل شولې
څه تورې بلا خوله لګولې ده
ټولو د ثواب لاره نور پريښوده
ځکه چې ګناه خوله لګولې ده
ځينې لا تر اوسه باور نلري
چا چې په رښتيا خوله لګولې ده
وير او ماتم هره ورځ نازل په مونږ
دلته واويلا خوله لګولې ده
چاته فرياد وکړم ګريوان څيرې کړم
سختې ناروا خوله لګولې ده
چيغې کړه ( وارثه ) اوس اسمان ته ته
وخت خو وارخطا خوله لګولې ده