بدليدای شي
پوهنمل محمدوارث 25.06.2016 16:43وختونه چې بدليږي ذهنيتونه بدليدای شي
د وخت په تقاضو بيا اميدونه بدليدای شي
قحطي د مينې راغله کرکو تيغ وهل شروع کړه
دايم به داسې نه وي نفرتونه بدليدای شي
ته که په تعبير د خوب ښه کلک اوټينګ ولاړئې
د کاڼي کرښه نده تعبيرونه بدليدای شي
تيارو د جهالت اوس تسخير کړی ټول وطن دی
په قلم او په کتاب دا تورتمونه بدليدای شي
بدلون د زمانې که مستقبل ته غاړه ورکړي
( وارثه ) د انسان زاړه فکرونه بدليدای شي
خبرونه
- فايز عيسا: "د کله نه چيف جسټس جوړ شوی يم يو جج هم راته د لاسوهنې شکايت نه دی کړی"
- ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
- بېرسټر سېف: حکومت، پوليس، پوځ او ټولې ادارې د ترهګرۍ ضد جګړه کې بوخت دي
- بارانونو او سیلابونو په تانزانیا کې ۱۵۵ تنه مړه کړي
- بنګله دېش او میانمار خپل منځ کې قیدیان تبادله کړل
- کرکټ: نيوزيلېنډ په څلورمه ټي ټوينټي سيالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړې
- پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امریکې رپورټ رد کړی
- امریکا اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې اخلي- مقامات
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019