د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد يون، ښه ليکوال که غوره سياستوال

سردار محمد همدرد 24.04.2016 18:58

داسې ټولنه او داسې قوم چې يو وخت يې د جلال او عظمت کيسو د نړۍ د پاچاهانو تختونه لړزول، داسې وخت وو چې ټوله نړۍ ورته سرټيټې وه، داسې ملت و چې پر کيسو او اتلولۍ يې د ټولې نړۍ هوښيارانو خولې خوځولې او داسې ولس وو چې نورې نړۍ کتابونه پر وليکل.
خو دغه ولس، دغه ملت او ژبه يې په اوسني عصر کې دومره محاصره ده چې ويونکي، لوستونکي، ليکوال او پوهان يې د خلاصون په اړه د څه ويلو جرأت نه لري.
د خوارې پښتو سره د ظلم په خاطر هر څوک زړه خوري، خو يوازې د ګوتو په شمېر خلکو دغې ژبې ته د خدمت په خاطر چې قانوني او ژبنی حق يې دی د يو شمېر متعصبو خلکو دښمني پر غاړه اخيستې ده او ژوند يې له احتمالي ګواښونو سره مخ دی.
د دغه کسانو په ډله کې يو هم دروند استاد، تکړه ليکوال، ويښ سياستوال او رښتينی مبارز محمد اسماعېل يون دی چې اوس يې له نېکمرغه له نوم سره د «پوهاند» مختاړی هم ور ډېر شو.
استاد په هغه کلونو کې د پښتو ژبې د ګټلو لپاره مبارزه کړې ده او پر دغه ژبه د مسلطو تېری کوونکو مخه يې نيولې ده چې هيچا هم د دې جرأت نه شو کولی چې پښتو وپالي، ننګه او دفاع يې وکړي.
استاد سره له دې چې د هر باطل پر وړاندې په هر ډول شرايطو کې د حق اواز پورته کړی دی، ترڅنګ يې کلتوري او فرهنګي فعاليتونه هم فعاله ساتلي دي او د دومره بوخت ژوند سره سره يې د چاپ شويو کتابونو شمېر نزدې ۵۰ ته رسيږي.
استاد يوازې د خپل فکر خپرولو هڅې نه کوي او نه د يو شمېر خلکو په څېر تنګ نظره دی چې نور دې هيڅ نه وي فقط دی دې وي، بلکې يوه مياشت وړاندې يې د هېواد په لر او بر کې د بېلابېلو ليکوال ۱۰۲ ټوکه کتابونه هم چاپ کړل.
استاد له پښتو ژبې، پښتنو او افغانيت سره بې سارې مينه لري، په پېژندپاڼو کې يې د اسلاميت او افغانيت د ځايولو لپاره د ټول هېواد پښتانه په شور راوستل، ويښ يې کړل او د ارګ تر خولې ور وستل چې په محاصره ارګ کې يې ولسمشر غوښتنې ومنلې او مبارزې يې رنګ راوړ.
استاد ته په دې وروستيو کې د خپلو علمي هڅو، څېړنو او ژبې ته د خدمت کولو له برکته د «پوهاند» رتبه ورکړل شوه، چې دا يې د زيارونو، شبګيريو او څېړنې ثمره وه.
استاد ته خدای ج ډېر علم ورکړی دی، تر دې پورې چې د خپلو يو شمېر استادانو يې رتبه لوړه شوه، ځکه نوموړي تل هڅه کړې ده، کوښښ يې کړی دی، که له يوې خوا د ملت په غم او د ولس د دردونو له امله سياست کې ښکېل دی بل پلو يې خپله ليکوالي هم نه ده پرېښي، څېړنه کوي او ارزښتمن کتابونه ليکي چې په وروستيو کې يې ګڼ شمېر کتابونه چاپ شول چې «پښتو ادبياتو تاريخ» او «کره کتنه» يې مهم او نوي کتابونه دي.
پورته دوه کتابونو په ګډون يې يو شمېر نور هم يوه مياشت وړاندې چاپ شول.
که زموږ سياستوال دي او که ليکوال دي، تر ډېره په شعارونو ولاړ دي، تشې ويناوې دي، د عمل هيڅ څرک نشته، خو استاد يون هغه افغان ليکوال دی چې سياسي هڅې يې هم عملي ښکاري او سياست يې هم پر ليکوالۍ اغېز ونه کړ.
زموږ ډېری ليکوال چې د سياست په خوند کې ورک دي، ليکوالي ورڅخه پاتې ده چې دغه کار ژبې او ادب ته زيان رسولی، ليکنيز او څېړنيز بهير يې سست کړی دی، خو په اوسني بوخت ژوند کې استاد اسماعيل يون د «پوهاند» رتبې ترلاسه کول دا په ډاګه کوي چې يوازې سياسي نه بلکې د خپلې ژبې، خلکو او ادب حق يې هم ادا کړی دی.
استاد او د هغه د ژوند هڅاند او زيارکښ يون ټولو همغاړو ته دې مبارک وي.